{
  "poets": [
    { "id": 1, "name": "رحمان بابا", "era": "Classic", "bio": "A renowned Pashtun Sufi Dervish and poet from Peshawar." },
    { "id": 2, "name": "خوشحال خان خټک", "era": "Classic", "bio": "A Pashtun poet, warrior, and tribal chief of the Khattak tribe." },
    { "id": 3, "name": "غني خان", "era": "Modern", "bio": "A Pashtun philosopher, poet, artist, writer and politician." },
    { "id": 4, "name": "حمزه شينواری", "era": "Modern", "bio": "Prominently known as Hamza Baba, a Pashto-language poet." },
    { "id": 5, "name": "رحمت شاه سائل", "era": "Modern", "bio": "A renowned Pashtun Nationalist and revolutionist poet from Malakand." },
    { "id": 6, "name": "سمندر يوسفزے", "era": "Modern", "bio": "A renowned Pashto poet and Professor at University of Malakand." }
  ],
  "poems": [
    {
      "id": 1,
      "title": "زه په دنیا د محبت پاچا یم",
      "poetId": 1,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "زه په دنیا د محبت پاچا یم",
        "ګدا په شکل، په معنی اباچا یم",
        "چې مینت د هیچا نه وړم په غاړه",
        "دغه ساعت د خپل زمانه پاچا یم"
      ]
    },
    {
      "id": 2,
      "title": "د تورې په ټکه",
      "poetId": 2,
      "category": "نظم",
      "verses": [
        "د افغان په ننګ مې وتړله توره",
        "ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم",
        "د تورې په ټکه پوه شول پښتانه",
        "چې په دا دور کې خوشحال خټک یم"
      ]
    },
    {
      "id": 3,
      "title": "ای زما وطنه",
      "poetId": 3,
      "category": "نظم",
      "verses": [
        "ای زما وطنه، د لالونو خزانه",
        "ستا هر یو بچی دی، لکه ستوری د آسمانه",
        "ستا په غیږ کې لوی شوم، ستا په غیږ کې به مرمه",
        "ای زما وطنه، ای زما جانانه"
      ]
    },
    {
      "id": 4,
      "title": "د پښتون په زړه کې",
      "poetId": 4,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "د پښتون په زړه کې اور دی، د غیرت لمبې وهي",
        "د وطن په مینه مست دی، سر په لاس کې ګرځوینه",
        "حمزه وایي چې پښتون یم، پښتو زما ایمان دی",
        "د پښتو په لار کې ځان هم، قربانولای شمه"
      ]
    },
    {
      "id": 5,
      "title": "عشق",
      "poetId": 1,
      "category": "غزل",
      "verses": [
          "که د یار په عشق کې مرګ وي، زر ځله به مرمه",
          "د رحمان په زړه کې ستا عشق، لکه لمبه بليږينه",
          "ستا د حسن په بازار کې، خپل ځان خرڅومه",
          "بې له تا مې ژوندون تور دی، په دنیا رنځورمه"
      ]
    },
    {
      "id": 6,
      "title": "پېښور او کابل",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي",
        "لکه دوه سترګې په یو مخ د جانان دي",
        "د نړۍ د ابادۍ دعوې دروغ دي",
        "چې ترڅو د پښتنو کورونه وران دي"
      ]
    },
    {
      "id": 7,
      "title": "پښتونخوا",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "ماخو چې چیغه کړه تمامې پښتونخوا واوریده .",
        "خدایزده چې ولې رسیدلې تر جانانه نه وه؟",
        "ما پکې تل د پرهارونو جامې واغوستلې",
        "په دې کوڅو کې ملنګي داسې اسانه نه وه"
      ]
    },
    {
      "id": 8,
      "title": "ګلاب",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "ته مې لکه تور ګلاب په سور پرهر کرلے ئې",
        "زه دي نازولے یم که ته مي نازولے ئې",
        "تا زه لونګين کړمه د غاړې ما د سترګو تور",
        "زه که په تا ښکلے يم نو ته هم په ما ښکلے ئې"
      ]
    },
    {
      "id": 9,
      "title": "نن ورته زۀ هم لږ اوچت ګورم",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "نن  ورته  زۀ  هم  لږ  اوچت   ګورم",
        "د خپل  جانان  د  مينې  نيت  ګورم",
        "هسې   ولاړ   پۀ   رهګذر  نۀ‌   ومه",
        "ما وے نن لاس د خپل قسمت ګورم",
        "نن خو دې سترګې د لمبو  ډکې  دي",
        "زۀ‌   لېونے    پکښې    جنت    ګورم",
        "هغه د خپل  غرور   پۀ   بام   ولاړه",
        "زۀ ئې  پۀ  زړۀ  کښې  محبت   ګورم",
        "زۀ هره ورځ پۀ دغه دوه سترګو کښې",
        "ادا    ادا     لکه      قيامت      ګورم",
        "سائله     هغه     تندر    تندر    کاتۀ",
        "هغه    خندا    لکه    قيامت    ګورم"
      ]
    },
    {
      "id": 10,
      "title": "پښتون",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "څوک دي چاته نه وایي ما ټوله دنیا پیژني",
        "زه خپله عنوان خپله مضمون یمه پښتون یمه"
      ]
    },
    {
      "id": 11,
      "title": "لارې",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "د دار لارې نه دي د دلدار لارې نه دي",
        "دا نوې لارې اوس زمونږ د کار لارې نه دي",
        "د ځان سره اسره د ديدن مه راوړه \" سايله \"",
        "دا لارې د جانان د انتظار لارې نه دي"
      ]
    },
    {
      "id": 12,
      "title": "ارمان",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "تۀ کوه جفا زۀ به تکمیل د خپل ارمان کوم",
        "زۀ به جهنم کښې کرونده د ګلستان کوم",
        "مینې د وفا داسې مقام ته رسولے یم",
        "ذکر مې په غوڅه غوڅه ژبه د جانان کوم"
      ]
    },
    {
      "id": 13,
      "title": "سائل",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "مونږه تل د زړه په ورکـــه پســې ګــرځو",
        "بختور دي چې په خپل زړه ٸې اختيار دے",
        "ســتا د در دولت ٸې ډېر دے جــمع کړ",
        "ساٸل هغه ساٸل نه دے اوس مالدار دے"
      ]
    },
    {
      "id": 14,
      "title": "پښتون",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "سود مى په بل نه شى خپله يو بسرے خاوره هم",
        "ﺯه ګورے په دے حقله قارون يمه پښتون يمه"
      ]
    },
    {
      "id": 15,
      "title": "قلم او کتاب",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "رنګونه د ګلاب د انقلاب سره جوړېږي",
        "قامونه د قلم او د کتاب سره جوړېږي"
      ]
    },
    {
      "id": 16,
      "title": "کتابونه",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "هغه تا په فال نيولي کتابونه",
        "خدايزده چا دې سوځولي کتابونه",
        "ما تيار کړل چاپ ته ياره چاپ مې نه کړل",
        "ما په خپل قلم ليکلي کتابونه",
        "ته د خپلې کلا خان سېف الله خان يې",
        "زه غريب يم، ما خوړلي کتابونه",
        "ما د ټولې دنيا هر رسم معلوم که",
        "ما چې کله پېژندلي کتابونه",
        "موږ تمام ژوند د ګلونو پر ښاخونو",
        "د مرغو په شان وئيلي کتابونه",
        "ما خوړلی دی خپل ځان په کتابونو",
        "خو وينو رانه خوړلي  کتابونه"
      ]
    },
    {
      "id": 17,
      "title": "ګلونه",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "ګلونه مړاوي شي په خپل خپل ډنډر زوړند پريوځي",
        "چې هغه دوه ملالې سترګې د ګلشن نه ووځي",
        "داسې دې قات شوه د خبرو خوشبوئي ملوکې",
        "لکه هوسۍ چې کډې واخلي د ختن نه ووځي",
        "قيامت شو لاس او پښې په خلقو ګواهانې کوي",
        "د زمانو زمانو مړي د کفن نه ووځي",
        "ټګژن وخت هم اوے چې وخت دې د رښتيا راغلے",
        "لکه رښتيا چې په خطا د دروغژن نه ووځي",
        "زۀ سنګار تاله په تيارو کښې په سندرو کووم",
        "دا به شغلې شغلې هم ستا د ګل بدن نه ووځي"
      ]
    },
    {
      "id": 18,
      "title": "لوګے",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "ستا په ککو کښې د بلا معصوميت نه لوګے",
        "په اننګو دې د مسکي مسکي جنت نه لوګے",
        "مصنوعيت دې هم زما په زړۀ شکرې نولي",
        "حسنه ما ټول رښتيا کړه ستا د کرامت نه لوګے",
        "ټال ته مې وخېژوے بېرته مې ترې وغورزوے",
        "ستا د دې نازه لوګے ستا د محبت نه لوګے"
      ]
    },
    {
      "id": 19,
      "title": "ژوند",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "ژوند که مې يوه سلګۍ هم پاتې وۀ ټپه مې کړو",
        "يو تار د ګرېوان په ګوتو راغے نو نغمه مې کړو"
      ]
    },
    {
      "id": 20,
      "title": "ناز او ګيله",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "ما ناز نۀ پېژندو او تا ګيله نۀ پېژنده",
        "خو مينه وه مونږ دواړو حوصله نۀ پېژنده",
        "واپس د خپل ريدي داغ له الوتې شغله راغله",
        "شائد چې اوسني نسل شغله نۀ پېژنده",
        "دا خلق د ښائست د زړۀ چاودون نه خبر نۀ وو",
        "دې خلقو د ګلاب په مخ خوله نۀ پېژنده",
        "مونږ نوې ذات پرسته نظريه پېژندګلو کړه",
        "تا تول نۀ پېژندو او ما توله نۀ پېژنده",
        "بې ځايه په هر خوړ کښې شؤ خورې اوبه روانې",
        "مونږ خپله لار او خپله مسئله نۀ پېژنده",
        "زمونږ دانش که ډېر نيمګړے نۀ ؤ لږ هم نۀ ؤ",
        "هيچا د خپلو غرونو سلسله نۀ پېژنده",
        "سائله ته شاعر وے خو د ژوند په مېخانه کښې",
        "تا جام نۀ پېژندو او ما پياله نۀ پېژنده"
      ]
    },
    {
      "id": 21,
      "title": "ستم او ماتم",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "وخت که هر څو په مونږه هر څومره ستم کړے دے",
        "مونږ په سندرو د لوټ شوي ژوند ماتم کړے دے",
        "که زيړ رنګونه مو په مخ الوځي الوځي دے",
        "مونږ تل سپرلے په زيړ ګلي او په شړشم کړے دے"
      ]
    },
    {
      "id": 22,
      "title": "اختر او سپرلے",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "دا ځل اختر او  بهار  غبرګ راغلل",
        "زۀ به څه خوند د دې بهاره داخلم",
        "دوکان دوکان بازار بازار شو اختر",
        "د اختر  کارډ  د  چا  دپاره  واخلم"
      ]
    },
    {
      "id": 23,
      "title": "ظلم",
      "poetId": 5,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "ډيره لرې نۀ ده چې د ظلم جنازه ووځي-",
        "خلک د ژوند ناوې له پۀ سرو وينو سينګار کوي-"
      ]
    },
    {
      "id": 24,
      "title": "تياره او رڼا",
      "poetId": 6,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "په تيارو کښې په رڼا پسې روان يم",
        "تۀ به چرته ئې په تا پسې روان يم",
        "داسې ښکاري چې په دواړو سترګو ړوند دے",
        "دا چې زۀ دلته په چا پسې روان يم",
        "بد کوي خو بد ئې ماته نۀ ودرېږي",
        "زۀ په داسې بې وفا پسې روان يم"
      ]
    },
    {
      "id": 25,
      "title": "خدايه",
      "poetId": 6,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "د شين اسمان خدايه د خړې پړې زمکې خدايه",
        "د پښتنو له اوږو کوزې کړه ټوپکې خدايه",
        "چې نۀ زمونږ د وينې دي او نۀ زمونږ د وطن",
        "دا وهي څوک زمونږ په کلي کښې ترپکې خدايه",
        "چې شا ته وګورم نو هيڅ نۀ وي حيران غوندې شم",
        "چې مخکښې ګورم وي سايه د هغې ورکې خدايه",
        "تشې کړه دغه ډکې سترګې د رڼو اوښکو نه",
        "ستا نه مونږ غواړو دغه پورته لپې ډکې خدايه",
        "چې زما زړۀ ورسره نۀ لوېږي نو څه به کېږي",
        "دا له ګودره چې اوبه راوړي نازکې خدايه",
        "اوس به په خپله د واده وي لويه شوې به وي",
        "ما وه ليدلې چې وادۀ ؤ د نينزکې خدايه",
        "څو به خبر نۀ يو د هر څه نه محرومه به يو",
        "څو به زمونږ د بچو پښو ته وي کونجکې خدايه",
        "امن راوشينده هر زړۀ کړه سمندر د مينې",
        "زړونه فراخه او متره کړه پکښې کرکې خديه"
      ]
    },
    {
      "id": 26,
      "title": "خبرې",
      "poetId": 6,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "سپينې رښتيا د سترګو تور خبرې ښې کولې",
        "په مېخانه کښې شراب خور خبرې ښې کولې",
        "هغه کۀ ډېره هم په خېټه د خبرې خته",
        "خو هغې شوخې درې څلور خبرې ښې کولې"
      ]
    },
    {
      "id": 27,
      "title": "قيدي مرغۍ",
      "poetId": 6,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "سړه دې قهرژنه خوا صياده شوه کۀ نۀ شوه",
        "له قېده دې قېدي مرغۍ ازاده شوه کۀ نۀ شوه",
        "وېړيا مې ځنګلونه دي وېړيا زما سيندونه",
        "دنيا په زمرودو مې اباده شوه کۀ نۀ شوه"
      ]
    },
    {
      "id": 28,
      "title": "شهيد",
      "poetId": 6,
      "category": "غزل",
      "verses": [
        "چرته به وي خو دلته ما شهيد ليدلے نۀ دے",
        "ما په دې ښار کښې يو ملا شهيد ليدلے نۀ دے",
        "زمونږه ټولې اديرې د نشانګو ډکې دي",
        "بغېر زمونږ نه هډو چا شهيد ليدلے نۀ دے"
      ]
    },
    {
      "id": 29,
      "title": "ټالۍ او شپېلۍ",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "په محبت کښې چې ټالۍ وهم نو نۀ به وهم",
        "دا چې خالونه په سپوږمۍ وهم نو نۀ به وهم",
        "اوس ايغه نېغه اشارې کنائې هم نۀ مني",
        "زۀ چې په غرونو کښې شپېلۍ وهم نو نۀ به وهم"
      ]
    },
    {
      "id": 30,
      "title": "رقيب",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "په رشتيا په رقيب څۀ اعتبار پکار دے",
        "په رشتيا دے مصيبت ته مې خيال نشته",
        "چې تا هم هسې د ځان سره لاهو کړي",
        "سمندر يم خو شدت ته مې خيال نشته"
      ]
    },
    {
      "id": 31,
      "title": "ژوند پرست",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "ژوند پرست يمه سندرو ته مې پرېږده",
        "دې خوږو خوږو خبرو ته مې پرېږده",
        "د ژوندون په ګردابونو کښې لاس راکړه",
        "خو د عشق لوړو ژورو ته مې پرېږده"
      ]
    },
    {
      "id": 32,
      "title": "معلوم",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "د زمکې نه خبر دے هم اسمان خدائے ته معلوم دے",
        "زما په زړګي پوهه دے جانان خدائے ته معلوم دے",
        "د زلفو د وريځو نه ئې ټول کلے خبر دے",
        "د شپې زما د اوښکو شړق باران خدائے ته معلوم دے"
      ]
    },
    {
      "id": 33,
      "title": "شر",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "مونږ يو بل نۀ وينو نظر ته مو څۀ پرېښي نۀ دي",
        "مونږ داسې شر کړے چې شر ته مو څۀ پرېښي نۀ دي",
        "مونږ د بڼونو قتل عام په خپلو لاسو کړے",
        "ټال څۀ ته واچوؤ اختر ته مو څۀ پرېښي نۀ دي"
      ]
    },
    {
      "id": 34,
      "title": "لمبې",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "څو به سوزي د هجران په سرو لمبو زړۀ",
        "وينځل غواړي د انګورو په اوبو زړۀ",
        "را به شي زما په لاسو کښې ستا زلفې",
        "څو به تړے مې ګل رخې په کمڅو  زړۀ"
      ]
    },
    {
      "id": 35,
      "title": "خدايه",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "زما زړۀ له درده خور له غمه ډک دے",
        "د ګل رُخې دراز قدې نه ځان ورک دے",
        "اننګې ئې د ګلونو نه نازک دي",
        "په سينه کښې ئې زړګے له کاڼي کلک دے"
      ]
    },
    {
      "id": 36,
      "title": "توره شپه",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "د خوشبو په شان خاموشه راخوره شوه",
        "سمه ستړې وه زما په زړۀ اوده شوه",
        "چې په مخ ئې زلفې نۀ وې رڼا ورځ وه",
        "چې په مخ ئې را خورې کړې توره شپه شوه"
      ]
    },
    {
      "id": 37,
      "title": "ملنګي",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "په ګوتو نۀ راتله خواري مې پسې ډېره وکړه",
        "په دې کوڅو کښې ملنګي مې پسې ډېره وکړه",
        "په ډانګ پئيلې د وئيلو مې نور تاب نۀ لرۀ",
        "خو دومره وه چې شاعري مې پسې ډېره وکړه"
      ]
    },
    {
      "id": 38,
      "title": "د ژوند تبليغ",
      "poetId": 6,
      "category": "دوه شعرونه",
      "verses": [
        "د ژوند تبليغ کوؤم خوارانو له مې خولې بندې کړې",
        "خپلو وزګارو څو يارانو له مې خولې بندې کړې",
        "ما ستا د ورانو زلفو داسې تذکره وکړله",
        "چې په سپرلې کښې خوشبويانو له مې خولې بندې کړې"
      ]
    }
  ]
}