د ارتقا نظریه معروف حیاتیاتي ماهر او ساینسدان چارلس ډارون د نوم سره زیات شهرت لري۔۔۔هر څو که د دغه نظریی جرړې په قبل مسیح دور کښې د یوناني مفکرینو خصوصاً د انیکسي ماندر اوامپیډوکلیز په افکارو کښې تر نظره کیږي او بیا په اتمه عیسوي صدۍ کښې د مسلمانانو ساینسدانانو خصوصاً ابو عثمان جاحظ او ابن مسکویه او څو نورو مفکرینو په افکارو کښې تر نظره کیږي خو په زیات ساینسي او تجرباتي انداز دغه نظریه د مغربي دانشور لیمارک د تحقیق سره رامخې ته شوه چې د حیواناتو په فلسفه یی په ١٨٠٩ کښې خپل کتاب رامخې ته کړو۔۔بیا په کال ١٨٥٩ کښې چې د ډارون کتاب ۔۔۔اوریجن آف سپیشیز بایی میینز آف نیچرل سلیکشن۔۔۔مخې ته راغلو نو بس دغه نظریه د ډارون سره داسې منسوب شوه چې تر ننه منسوب ده او د ډارونزم په نوم یادیږي چې د مزید تحقیق نه پس پکښې د نیو ډارونزم مکتب هم مخې ته راغلو۔۔۔۔
ډارون د دغه کتاب نه پس هم درویشت کاله ژوندی وو۔په دغه موضوع یی یو بل کتاب ۔۔ډیسنټ آف آډم۔۔ هم لیکلی دي۔د هغه په ژوند هم د هغه په نظریه د ساینس په تناظر کښې اعتراضونه وشول چې ډارون یی جوابونه هم کړي دي او وروستو هم د تنقید او اعتراض دغه لړۍ روانه پاتې شوه۔ په کال ١٩٠١ کښې چې د فرانسیسي دانشور هیوګودي ورایز د ۔۔۔میوټیشن تهیوري۔۔مخې ته راغله چې د جینز او کروموسومز د بنیادي یونټ نه د نوي ژوندي نسل په لور د فطري قوانینو د تنوع څیړنه پکښې شوې وه نو دا د ډارون په نظریه یو غټ علمي تنقید وو چې د ۔۔قانون وراثت۔۔ساینسي ماهر جان مینډل د تحقیق نه یی نور هم تایید کیدلو۔۔
زه دلته د ډارون په نظریه بحث او تجزیه خو نه شم کولی البته دې لړ کښې د لوستونکیو څو غلط فهمیو ته اشاره کول مې مقصد دی۔۔۔
١۔۔۔یو دا چې ډیرو کسانو بس تش د ډارون او ارتقا نوم اوریدلی دی نور یی پخپله هیڅ نه دي کتلي او په ډارون اعتراض کوي چې هغه وییلي دي چې انسان د بیزو اولاد دی۔۔نو خبره داسې نه ده۔۔۔ډارون د وړوومبۍ خلیې نه شروع کړې ده۔۔۔د یوني سیلولر مادې نه د ملټي سیلولر مادې په لور د ارتقا خبره یی کړې ده او بیا یی د انواع یا نسلونو د ورایټي یا رنګارنګۍ خبره کړې ده چې لړۍ یی انسان ته رسولې ده ۔۔او دغه څیړنې د پاره هغه پنځه کاله په بحري جهاز یا کشتۍ کښې نوکري او سفرونه کړې دي۔سمندري سالرونکي یی د خپلو تجربو بنیاد جوړ کړی دی او بیا د خشکۍ سالرونکیو د ارتقا په لور تلی دی۔۔
٢۔۔۔۔دغو خلقو کښې داسې هم شته چې د ډارون د کتاب نوم هم نه ورځي يا يې نوم غلط اخلي خو په ډارون به بحثونه او تبصرې کوي۔۔
٣۔۔۔یو شمیر داسې دي چې د ترجمو او ثانوي حوالو په لاره یی دغه نظریه کتلې ده او خپلې عالمانه تبصرې پرې کوي۔او که څوک ترې پوښتنه وکړي نو د خپلو تبصرو نه هم سم نه وي خبر۔
٤۔۔۔یو شمیر داسې دي چې په ډارون شوی علمي او ساینسي تنقید یی نه دی لوستی او د ډارون نظریی ته یی یا خو حرف اخر وییلي دي او یا یی د عقیدې درجه ورکړې ده۔۔
٥۔۔داسې هم شته چې د ډارون کتاب یی انګریزۍ کښې هم کتلی خو وي خو د خپلې مذهب ویزارۍ د پاره یی ډارون ډهال جوړ کړی دی او د ساینس په نشه کښې د خالق د قانون تخلیق نه انکار کوي۔۔۔حال دا چې ډارون پخپله چرته هم د خدایی د قانون تخلیق نه انکار نه دی کړی۔۔
٦۔۔۔وروستې خبره دا ده جې ډارون پخپله د ابتدایی تخلیق کرشمې خدای پاک ته منسوبوي خو زمونږ دغو دانشورو صاحبانو ته ښکاري نه۔۔۔دا اقتباس یی وګورﺉ چې ښکاره یی وییلي دي او د کتاب وروستی پیراګراف او نتیجه یی همدغه ده چې۔۔۔
—-د ژوند په تصور کښې یو داسې کمال مخې ته راځي چې ګڼ شمیر تخلیقي قوتونه چې وړومبۍ بنیادي سا یی اخستې ده یعنې ژوند یی موندلی دی نو د خالق له مخه۔۔۔په ګڼو شکلونو کښې یا په یو شکل کښې۔۔۔
د ډارون په الفاظو۔۔۔
There is grandeur in this view of life,with its several powers,having been origionally breathed by the creater into a few forms or into one.
89