77

تریاق

پۀ روژه کښې د جمعې د مانځه نه پس کسانو د جمات مخې ته د پالستين له پاره د چندې باکس نيولے وۀ – او پۀ چغه ئې مالي مرسته غوښتله – زما سره کېش نۀ وۀ – زما ځوئي ورته حسب توفيق چنده ورکړه – زۀ ئې هغې پمفلټو ته ودرېدم – پۀ هغې کښې ئې دا هم ليکلي وو – چې پالستين د امت مسلمه د وجود يوه حصه ده – دنیا عارضي ده او پۀ خپل مال د اخيرت ګټه وکړئ –
ما هغې باکس واله يو ملګري ته وې – د پالستين موجوده صورتحال مونږ له اولنے سبق دا راکوي – چې پۀ دنيا کښې عملاً د امت مسلمه د نامې يا کردار هېڅ وجود نشته – دويم دا چې معاش د دنيا د ټولو نه لوئے طاقت دے – دا رښتيا تاسو هم منئ خو پۀ خله ئې نۀ وايئ – ځکه چې ستاسو بيانيه خرابيږي –
تاسو چې وايئ سکندر هم تش لاس تلے وۀ – نو سکندر پۀ دنيا کښې ټوله دنيا هم غوبل کړې وه – د پېدائش نه تر مرګه پورې پېسه د ژوند ضرورت دے – پېدا کېدل د مرګ انتطار کول نۀ دي بلکه د ژوند تقاضې پوره کول دي او پېسه پۀ هغې کښې تر ټولو لوئے حقيقت دے – ګنې اوس به پالستين داسې دل دول نۀ وۀ – او کۀ کنېډا ته راغلي خلکو پېسه مهمه نۀ ګڼلے نو اوس به ستا بکسه هم خالي پرته وه –
زما ځوئي وې قلارېږه ترې – هغه به وائي چې پېسې ئې نۀ دي راکړي او قيصې راته کوي – ما وې پکار ده چې دا خلک اوس د دعاګانو او د ښېرو د حصار نه را اوځي – پۀ ممبر دې د پېسې پۀ اهميت خبره اوکړي – د مضبوط معېشيت پۀ افاديت دې خبره اوکړي – پۀ خپله ښۀ ژوند او پېسو ګټلو له کنېډا ته راغلي دي – او خلکو ته وائي دنيا عارضي ده –
#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ