89

کنځل

مونږ کنځلو ته يواځې د غير سنجيده زاويې نه ګورو— زما خيال دے چې دې اړخ ته سنجيده توجو هم کيدے شي— دريو غټو زايو نه د کنځلو تحقيقي جاج اخستلے کيدے شي–نفسياتي–کلتوري–او ادبي—دغو دريو زايو نه علاوه هم تاريخي تناظر–تعليمي پس منظر او معاشي صورت حال– درې نورې زاويې دي چې د کنځلو سره څه نا څه تړون لري— که داسې يوہ څېړنه يا زياتې څېړنې اوشي چې په مغربي نړۍ کښې د کنځلو شرح څومرہ  دہ  او مشرقي  نړۍ  سرہ  يې موازنه وشي—او وجوهات يې وښودلے شي-
بيا په مشرقي نړۍ کښې هم مختلفو تهذيبونو کښې د کنځلو جرړې تاريخي پس منظر او محرکات ولټولے شي او خپلو کښې يې موازنه هم وشي– او بيا پښتو کښې د کنځلو په دغو ټولو زاويو څيړنه اوشي چې ما ورته اشارې وکړې نو زما خيال دے چې په ځانګړي ډول به هغه—نفسياتي– کلتوري — او ادبي اړخونه جوتول ډېرې ګټورې نتېجې رامخې ته کړي–
کمزوري ولې کنځل زيات کوي— د ماشومانو–ځوانانو–او بوډاګانو کنځلو کښې څه فرق وي او ولې وي؟  د ښځينه له خوا کنځل څنګه وي او د ښځينه نه نارينه ولې کنځل زيات کوي– دغه ټولې زاويې نفسياتي دي-
نارينه چې کنځل کوي نو ښځه ولې ټارګټ کوي؟ طلاقه شوې ښځه وي او –طلاق– سړي د پارہ کنځل شي— په شهري او کليوالو سيمو کښې د کنځلو نوعيت کښې فرق هم وي او تناسب يې هم کليوالو او قباييلي سيمو کښې زيات وي چې دا ولې؟ د نورو ټولنو په مقابله کښې پښتنو کښې د کنځلو تناسب زيات ښکاري چې دا ولې؟  او داسې نورې نکتې هم شته– دغه يې کلتوري اړخ دے چې د انتهراپالوجي موضوع هم دہ او فوک لور سرہ هم اړہ لري-
د کنځلو ژبه او الفاظ څه وي؟  په کنځلو کښې منظوم هم شته او منثور هم– تر دې چې ماشومان هم ځنې کنځل په شاعرۍ کښې کوي– د کنځلو په لفظونو کښې پورہ  معنوي نظام هم موجود وي او ذومعني مفاهيم هم– او داسې نورې نکتې هم شته— دغه يې ژبنيز او ادبي اړخ دے-
او مونږ ته دا هم پته دہ  چې کومه ټولنه په معاشي توګه وړاندې وي يا يې تعليمي شرحه برہ  وي نو هلته هم د کنځلو شرحه کمه وي– ګويا معاشيات او تعليم هم د کنځلو د موضوع سرہ  د بحث موضوع جوړيدے شي— ځکه زہ  وايم چې په کنځلو تکلونه خو ډېر ليکلے کېدے شي خو سنجيدہ څيړنه پرې هم پکار دہ  چې زمونږ پښتنه ټولنه کښې ورته شايد په ښه نظر ونه کتلے شي — خو په خصوصي حواله د نفسيات— سماجيات — عمرانيات —  کلتور او فوک لور– تاريخ او ادب سرہ  تړلي ډېر موضوعات د کنځلو–په اړہ څيړنې رامخې ته کولے شي
ډاکټر حنيف خليل

د خپلې رائے اظهار وکړئ