انساني ژوند په هره حواله د يوبل سره تړلے دے ځکه خو د ژوند د هر ميدان خپل خپل نظامونه او تنظيمونه وي د کومو په ذريعه چې مرامونه او مقصدونه تر لاسه کېږي ـ د ژوند د نورو ميدانونو په څير يو ميدان د ادب هم دے چې د ژوند د ترجمانۍ سره سره پکښې انساني احساسات او جذبات په فني پيرايه کښې د تخيل په زور وړاندې کولے شي ـ لکه څنګه چې يو انسان يوې ټولنې ته اړتيا لري هم دغسې يو ليکوال يوې ادبي ټولنې ته اړتيا لري چې هم دغلته د خپلو احساساتو او جذباتو اظهار وکړي بلکې د اظهار سره سره دغلته ادبي تربيت هم ترلاسه کړي ـ په دغه حواله په پښتونخوا کښې داسې د ذکر وړ تنظيمونه شته چې د شاعرانو اديبانو روزنه او پالنه ئې په غوره او مؤثره طريقه سرته رسولې ده ـ ياران قلم پښتو ادبي ټولنه هم يو داسې ادبي تنظيم دے چې په لسيزو کلونو ئې تاريخ خور دے ـ
د ښاغلي اقبال نسيم ادبي رشته هم د ياراني قلم سره د پخوا نه ده، دغه رشته کۀ هر څو د هغه د نوکرۍ په وجه کمزوري ده البته شلېدلې نۀ ده او په شعوري او غېر شعوري توګه ئې د ملګرو نه فېض حاصل کړے دے البته کۀ چرته چرته ئې په شاعرۍ کښې کمزوري ما ته محسوس شوې ده نو زۀ هغه په دې حواله قصور وار نۀ ګڼم بلکې ياران قلم په حېث د يو تنظيم خپله غاړه د داسې قسمه خاميو او کميو نه خلاصولے نۀ شي ځکه چې يوه ادبي جرګه محض د دې له پاره نۀ وي چې شاعران اديبان پکښې يوازې داد او ډاډ حاصل کړي بلکې د يو تنظيم په ذمه د يو شاعر او اديب هر قسمه کردار سازي هم وي او د فني او فکري روزنې په لړ کښې تنقيدي اجلاسونه بنيادي کردار لوبولے شي چې له بده مرغه ئې په ياران قلم پښتو ادبي ټولنه کښې رويت کم دے ـ
ښاغلے اقبال نسيم په بنيادي توګه د مينې شاعر دے او د ژوند په دومره غورزو پرزو کښې هم نۀ خو بې مينې شوے دے او نۀ ئې د مينې نه لاس وينځلې دي، بلکې په هر قدم د مينې،محبت او حسن داسې په تول پوره تذکره کړې ده چې نور مئينان به پکښې هم د خپلو قلبي وارداتو عکسونه راڼۀ وينې او د خپلو جذباتو کهيتارسز به پرې کوي ځکه چې ښاغلي نسيم د خپل محبوب د خدوخال،قد و قامت او ناز و ادا داسې پر جوشه تذکره کړې ده چې نۀ خو ئې ډار محسوس کړے دے او نۀ ئې د څۀ او چا پرواه ساتلې ده بلکې کۀ دغه خبره مونږ په فني حواله کوؤ نو ښاغلي اقبال نسيم د خپلو احساساتو او جذباتو د اظهار په لړ کښې دومره هم پرواه نۀ ده ساتلي چې د وئيلو او ليکلو ژبه ئې خپلو کښې سره شريکه کړې ده، کۀ هر څو د ژبو پوهان وائي چې ښۀ ليک هغه وي کوم چې د عوامو ژبې ته زيات ورته وي ځکه چې اکثر ليکوال داسې ژبه کاروي چې د وئيلو سره ئې فاصله زياته وي خو ښاغلي اقبال نسيم بيخي دغه فرق ختم کړے دے او هم هغه ژبه ئې پکارولې ده کومه چې ئې وئيلې ده چې د خوبۍ او خامۍ دواړو په زمره کښې راځي ـ
لکه څنګه چې بره ما ذکر وکړو چې ښاغلے اقبال نسيم د مينې او حسن شاعر دے نو زما د دغې رائے هر ګز دا مطلب نۀ دے چې ګنې هغه د ژوند په نورو قيصو سترګې پټې کړې دي بلکې هره شاعري د خپل عصر ترجمانه وي او کۀ مونږ وګورو نو دا شاعري چې په کوم عصر کښې شوې ده نو پښتانۀ پکښې د بد امنۍ سره مخ دي او ښاغلے اقبال نسيم په داسې محکمه کښې نوکري کوي د کومې چې نېغ په نېغه د امن د بحالولو سره تعلق دے ځکه نو په دغه حواله هم په دې کتاب کښې ځائے په ځائے سره د نورو موضوعاتو په غوره فني پېرايه کښې تذکره شوې ده چې تر ډېر حده ئې خپله غاړه خلاصه کړې ده ـ
ډاکټر سمندر يوسفزے
پښتو څانګه ملاکنډ پوهنتون