۲۸ مئي /۱۹۳۰ د ټکر پېښه.
راشه ! ائين رانجه دې واخله !
ما د ټکر د وينو سرۀ ايښي خالونه .
په نن ورځ پيرنګېانو له خؤا د مردان په ټکر کلي کښی اويا خدائي خذمتګار اووژل شو او تر ېو نيم سل پورې ژوبل .
ټکرد مردان نه شل کلوميټر شمال لويديځ ته د تخت بائي نه دوه کلوميټرپه فاصله کښې ېو کلې دې. کله چې پيرنګېانو په پښتونخوا کښې خپل واک ټينګ کړو نو په 1870 کښې ئې د سوات سيند د اوبو نه د ېو نهر د ويستلو کار پېل کړو.
هغه ځائې چې پخوا ،د جلاله بند، په نوم ېاد وو ، د اوبو مخه ئې تاؤ کړه. د ډېرو وړو کلو نه په تيرېدو دا اوبه ېو ځائې په دوو برخو کښې ئې ويشلې چې ېوه ئې د تخت بائي او بل ئې مردان کښې د کروندې لپاره جوړ کړو. په 1886 ز کښې کله چې دا کنال جوړ شو نو د جلاله خلک هم اوبو پسې په کډه شول. هغه ځائې چې د بره کنال اوبه په ښکته کنال کښې غورځيدې د اوبو “ټکر” په نوم ئې ېاد کړو ددغه ټکر په نوم سره دغه کلې په ټکر ېاد شو.
په ۲۷ د مئي په ګوجر ګړهۍ کښې د خدائي خذمتګارو غونډه وه دغه سيمه د خدائي خذمتګارو دوېم لوئي مرکز وو .
د پيرنګي د جبر په ضد او په فرنګي ددباؤ اچولو لپاره د خدائې خدمتګار ځورځنګ غړو د باچا خان په وېنا ګرفتاري ورکوله باچا خان پخپله په جېل کښې وو چې کله د قيسه خانې د پېښې نه وړاندې نيول شوې وو د قيسه خانې پېښه نزدې ورځو کښې شوې وه دهغې له کبله په اولس کښې ډېر قهر خور وو.
د تحريک د غړو د نيولو پهٔ دغه لړۍ کښې پهٔ 26 دمئي اېس پي مسټر مورفي ټکر کلي ته راغلو خو دغه ځائې د مورفي او د ټکر د خدايي خدمتګارانو تر منځه خبرې ترخې شوې .
خدائي خذمتګارو مسټر مورفي ته ووئل چې تهٔ نن لاړ شه او سبا به مونږ پخپله ځان حکومت ته وسپارو مسټر مورفي ورسره دغه خبره ومنله او لاړو.
په 27 مئي د غبرګون په توګه په لوئي شمير کښې د کلي نه خدائي خذمتګار د تانړې په لور راروان وو دغه تانړه ېوولس کيلومتر لرې وه.
پدې جلوس کښې د خدائې خدمتګار ځورځنګ مشران ، ملک معصم خان، ملک خان باچا، او سالار شمروز خان هم شامل وو .
ماځيګر څلور بجې کله چې دوئې ،ګوجرو ګړۍ،ته ورسېدل نو شمېره يې زرګونو ته رسيدلې وه. هم هلته انګرېز افسر مرفي د پوليس او پوځ سره په اس سپور راورسېدو او د جلوس مخې ته ئې د خنډ اچولو او پښتنو مشرانو د ګرفتارۍ امروکړو. پ مرفي د ګوجرانو د مېښو پشان په ډانګي خلک وهل شروع کړل .
په دې موقع د مردان اسسټنټ کمشنر مسټر کېلى هم موجود وو. هغه خلکو ته له هغه ځاېه د تلو حکم ورکړو او پوليسو په وهلو ټکولو لاس پورې کړو. پهلوان نومى يو کس، خپله تماچه راويسته او په مرفى يې ډز وکړو او هغه د خپل اس نه راپرېوتو.
فارغ بخاري ليکي چې باچا خان وائل چې په جلوس کښې څه د جوماتونو طالبان هم روان وو تبرګي ورسره وو پيرنکې مرفي په تبرګي اووهلو بېا ېو زنانه چي منګې په سر وو په ،سواتې ابې ، به ېادېده د تاج الدين درزي ټبر وو او جلوس واله خلقو له ئې اوبه ورکولې پدغه جلوس کښې په لوئي شمير پښتنې سرتورو هم ګډون درلود اول سلطان پالوان او امين نوم ئې ېو خدائې خذمتګار په تمانچه او بیا دغه زنانه فرنګې په ،منګي ، په سر ويشتو او مړ شو دلته د مدرسې طالبانو هم په پيرنګېانو ګوزارې اوکړې عامو خلکو هم د کورنو نه ګوزارونه کول نور پوځ راغوښتل شو خو باران شروع شو خلک پدغه ورځ خواره شو .
سبا له په ۲۸د مئي د ټکر د کلي نه پيرنګينو محاصره اوکړه د خدائې خذمتګارو ملک شمروز خان ملک هاشم خان او ملک امين ګل سره د ډېرو خلکو کورونه اوسیزل او لوټ ئې کړل او په عام اولس ئې د ، مشين ګنو، نه ناترسه نېغ په نېغه ډزې شروع کړې.
پدې پيښه کښې څه اوېا ،پښتانه خدائي خذ متګار ،شهيدان او د يو نيم سلو نه زيات ژوبل شول د پيرنګي پدې ظلم عام خلک د مردان د وسلو سره راروان شو خو پوځ ددغه ځاېه ستون شو . روستو ئې بېا ځائې په ځائې نور خدائي خذمتګار نيول کورونه ئې ورله سیزل په صوابۍ کښې د مولانا عبد الحئ کور او کتابتون اوسېزلو چې ډېر مذهبي کتابونه او د قرآن نسخې هم پکښې وې.
انګريزانو د ماسم خان اوجره وسوځوله چې د خدائي خذمتګارو دوتر وو. د مې په ۲۸ نيټه د شپې پوځيانو د هر کور تالاشي پېل کړه. د دوئي له کوټو کټونه، پالنګونه، توڼۍ، بړستنې، جامې او لوښي به ئې راويستل او د کور په غولي کښې به ئې په اور کښې سېځل. هغه قبائل چې د پېښې پس ټکر ته ورغونډ شوي وو، انګريزانو ورته د الوتکې نه پاڼې وغورځولې چې بېرته لاړ شي. د نور پوځ او د ښو وسلو د کارولو ګواښ ئې هم ورته کولو.
لږ وخت پس د ترنکزو باباجي په مشرې کښې قبائلو د کړپې د اړخه ددې ظلم د بدل اخيستو لپاره جنګ جوړ کړو چې د درې مېاشتو پورې وخت په وخت پکښې په په ډېرې شب قدر کښې په پيرنګېانو حملې کېدې.
څو کاله مخکښې په ټکر کښې پدغه ځائې کښې د حيدر هوتي په وېنا د شهيدانو ېو ېادګار هم جوړ کړې شوې.
په ټکر جنګ دې
ګولې وريکي اوني پانړي رژه وينه.
يا خو د شفق سره سيالي کړي د ټکر کوڅې
يا پۀ وينو سرې دي د بابړې د هر نر کوڅې.
رحمت شاه سائل.
تۀ راته ووايه چې څۀ پۀ کربلا کښې شوي
ما پۀ ټکر او پۀ بابړه تبصره راوړې.
صاحب شاه صابر.
دې پاتۍ ټکر د مشين ګن ګولۍ خوړلي.
ښائي کۀ زلمي ئې لږ کاږۀ واږۀ د خېاله ځي.
پير ګوهر.
د ټکر ،قيسه خانې ، هاتي خېلو ،او ،بابړې پشان بېشمېره د قامي تاريخ سره تړلې پېښې ددې جوګه دي چې د نصاب تعليم برخه دې وګرځول شي د نړۍ وال ادب لپاره پنګه دې تې واخيستل شي چې پښتانه او نړۍ د ازادۍ د غورځنګ په رڼا کښې د تېر وخت د قربانو د حقيقت نه ښه خبر شي.
نن هم پښتون قام د ،ټکر، پشان د ناترسه پيښو ښکار دې دا هرڅه په قام ځکه کول شي چې پښتانه د خپلې خاورې د حقوقو اختېار او وسائلو رښتنې څښتن دی مدعي پدې خاوره تل رټل شي.
مولانا خانزېب.
0