د “تنقید عقل محض ” پیژندګلو
کانټ چې د کریټیک اف پیور ریزن په انټروډکشن کښې څه لیکلې دې هغه د وضاحت سره ستاسو مخې ته ږدم د پیژندګلو نه وروسته به یی په نورو اړخونو خبره کوو ۔۔۔۔مخکښې له دې نه چی مونږ د پیژندګلو وضاحت او په دې تنقیدی نظر رامخی ته کړو دا terms کوم چی کانټ په پیژندګلو کښې کاروی کانټ پخپله هم تر څه حده ددې وضاحت کوې خو که مونږ یی د مبهمتیا نه راوباسو نو د کانټ په باریک نظر بیا رسا پوهه لرلے شو کوم چی مخکښې را روان دے
** apriori _____ aposteriori
ددی دواړو تر مینځه فرق په epistemological بنیادونو دے ۔۔۔ a priori به هغه علم وی کوم چی د تجربی نه ازاد وی او a posteriori به هغه علم وی کوم چی تجرباتی وی یا په نورو لفظونو کښې چی د تجربی نه لاندی اخذ کیږې
خو د a priori او innate knowladge/پیدایشی یا فطری علم تر مینځه فرق شته innate knowladge به هغه وی کوم چی زمونږ د پیدا کیدلو سره پیدا شوے دے کانټ ددی دوه علمونو تر مینځه فرق کوی مثال په توګه ۔۔۔ مونږ ته د مور د خيټی نه دا نه وو یاد چی 8 – 13 = 5 ولی چی مونږ اول ددی شمارل زده کړې دې نو دا a priori نالج به پیدایشی علم نه وې ځکه چی ددی د پاره زمونږ ذهن ته basic arithmetic راغلی دې نو مونږ پیژنو چی دا علم د تجربی/ experience نه ازاد دے
یو علم به a priori کله وی ؟ نو کانټ ددی د پاره دوه اصول جوړوی یو
(1)ضرورت /necessity
بل
۔(2)universality/افاقیت
(1) کانټ وایی
if something is true a priori we do not just know what it happens to be true but we know it must be so
لکه مثال په توګه مونږ دا پیژنو چی
زمونږ سره به 8 – 13 = 5 وی ځکه چی ددی بل صورت جوړیدلے نشی
خو دا به په a posteriori کښی داسی نه وی
لکه داسی چی د ټولو سپو د شپږو نه پښې کمې وې خو کیدیشی چی داسی سپې هم وې چی د هغوی اته پښې وې
څومره پوری چی د (2)universality خبره ده نو کانټ دا ثابتوی چی experience کله هم strict universality نه پیدا کوی البته generality/عمومیت پیدا کولے شی
لکه که مونږ دا پیژنو چی یو څیز بیخی په strict universality پوره وی نو مونږ به دا هم پیژنو چی مونږ ته ددی experience نه دے شوے یو judgement به هله universality لری چی کله مونږ دا پیژنو چی دا اعتراض نه لری لکه مونږ دا نه پیژنو چی 8 – 13 = 5 به حتمی رښتیا وی خو دا د اعتراض نه بغیر رښتیا دې
بیا تجرباتی یا empirical knowladge بدل شے دے لکه مونږ چی څه د تجربی نه تیر کړې وی مثال په توګه که دی کښی مونږ وایو چی ټول کارغان تور وې خو کیدیشی داسی کارغان هم وې چی هغه سپین وې
کانټ دا یادونه کوی چی د apriori knowladge مونږه لکه د empirical knowladge غلط نشو ثابتولے
2۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ادراک/ cognition
کانټ د ” پیژندګلو ” په اولنۍ جملی کښې د ” ادراک ” لفظ استعمالوی چی د کانټ د نظر نه یی پیژندنه لازمی ده
د ادراک تعریف مونږ داسی کولے شو چی د شیانو هغه علم کوم چی مونږ د تصور په ذریعه حاصل کړے وی او شاته پسی د احساس او تفهیم لاس وی
ددی د پاره کانټ ډیر ښه غږیدلے وو هغه وٸیلی وو چی بغیر د sensibility نه زمونږ ذهن څه څیز نشی اغستلے او بغیر د understanding نه مونږ په یو څیز سوچ نشو کولے او بغیر د سوچ نه مواد خالی وې او د concept نه بغیر وجدان ړوند وې
ادراک د حقیقت د تصور سره ډیر ژور تعلق لری ځکه خو کانټ دا استدلال کوی چی که یو خیال اعتراض لری نو بیا هم حقیقت په ژورو معنو کښی ددغه خیال سره په معاهده ولاړ دے ۔۔۔
کانټ د خپل دې کتاب په وروستۍ حصې کښی د انسان د ادراک په صلاحیت یوه موضوع لیکی چی په درې faculties مشتمله وی
اولنۍ فیکلټی ته کانټ sensibilty وایی چی ددی په ذریعه د وجدان د لاری شیان ورکړے کیږی
دویمی فیکلټی ته کانټ understanding وایی د کومی په ذریعه چی په شیانو سوچ کولے شو او د تصوراتو لاندی یی کینولے شو او دریمه د reason فیکلټی کانټ داسی واضحه کوی چی دا د syllogistic inferences سره تعلق لری کوم چی زمونږ سوچ منظم کوی او د تصوراتو یو تصوراتی پروګرام جوړوی
نور د کانټ د مبهم نظر نه چی کوم ټرمز مخې ته راځې د هغې وضاحت به په خپل ځاۓ کیږی پورته وضاحت په ” پیژندګلو ” د پوهیدلو د پاره لازمی دے
کانټ د ” پیژندګلو په اول سر کښې د “سوچه” او “تجرباتی علم ” تر مینځه په فرق خبره کوی او دا وایی چی په دی کښې هیڅ شک نشته چی زمونږ د ټولو علمونو ابتدا د تجربی نه کیږی او د پیژندګلو په مینځ کښې هم دا وایی چی زمونږ علم د تجربی نه مخکښې نه دے بلکی د تجربی نه شروع کیږی
جاري
#د_پښتون_وطن_وساٸل
پښتانه د تورښامار په خوله کې نيول شوى دى د پښتنو وساٸل د ژوند امن پرمختګ…..د بل په امر روان دي،.
د پښتون وطن دا معدنیات او قدرتي وسیلې مونږ ته د ‘چوداګست’ نه پس چا د جذبه خېر سګالي تحت نۀ دي راکړي،
دا وسائل دلته د کوم اپرېشن راهِ راست یا ضربِ عضب دوران کښې نۀ دي کرلي شوي،
دا وسیلې د ‘بړا دشمن بنا پهرتا هے’ سندرې اثر نۀ دي
بلکې دا معدنیات، دا وسیلې او دا شتمنې قدرت مونږ له راکړې ده
او په دى زمونږ حق دي
حکومت که غواړي چې دا استعمال کړي،
په دى به د دى اولس د ملکیت حق تسلیموي.
دلته دى تکنیکي علوم د پاره ادارې پرانیزي، دلته دى لېبارټرۍ جوړې کړي، دلته دى کارخانې جوړې کړي، دلته دى مارکیټونه قائم کړي او د دې ځاٸ خلقو ته دى د روزګار او تجارت مواقع ورکړي.
د قام ناتار پۀ قام راګرځي
په دى وساٸلو جنګ کښې باید د نورو منتقو ضلعو ټول اولس په منظمه توګه دى باور سره برخه واخلي چې که معدنیات هر څو د تور ښامار په خوله کښې دي،
مونږ که منظم مزاحمت وکړو نو د تور ښامار نه د خپلو معدنیاتو بېرته اخستلو سره سره د هغۀ لشه هم تر یو حده ماتولې شو.