کله نا کله ست د جام کوه
په تا ميين يم په ما پام کوه
سيف الرحمان سليم سره مرکه
مرکه کوونکے— حنيف خليل
نوټ— سليم صاحب به زمونږ د نوي نسل ډير زلمي اديبان سم نه پيژني ځکه چې دوئ نن سبا څه بل قسمه شاعران پيژني—خو ما خپلو ځنو نورو ليکونو کښې هم سليم صاحب د اردو د فيض احمد فيض او ساحر لدهيانوي سيال ګڼلی دی او دلته هم د خپل دغه موقف تکرار کوم—هغه سره شوې پنځه ويشت کاله پخوا يوه مرکه خپلو مينه والو سره نن شريکوم—
سلیم صاحب د پښتو د ترقی پسندې ډلې شاعر دی شاعری ئې دانساني درد، رشتو او تقدس ترجمانه ده د مظلوم مرسته او سرمایه دار خلاف اواز پورته کول دده د شاعرۍ بنیادي موضوع ده. دغه قسمه شاعري که به نظم کښی اجمل خټک عروج ته رسولې ده نو په غزل کښې دغه خصوصیت د سلیم صاحب په برخه دی زما په خیال که مونږ د اجمل خټک او سلیم شاعری بوځائ کړو نو د اسلوب د انفرادیت سره سره به د اردو د فیض احمد فیض کمی پښتو کښې هم پوره شی سلیم صاحب ډبرې لږې خبرې کوي او ډیره کمه شاعری ئې کړې ده خو په معيار پوره ده. د ترقی پسند فکر نمائندګی يی ډیره به فنی انداز کړې ده شعری مجموعه ئې د «سندريزه شفقونه په نامه افغانستان کښی چاپ شوې ده چې افراسياب خټک پرې بوه علمی تبصره هم لیکلي ده. سلیم صاحب سره څه لږه ډیره ناچاپ شاعری شته خوچاپ کولو ته ئې ډیره سنجیده اراده نه لري ګوشه نشین سړی دی خو په دې خبره يي يقين دی چې که يو شعر ئې هم ژوندی پاتې شي نو کافی ده د اولسي ادبي جرګې د ادبی میدان لوبغاړی دی د شلمې صدۍ په ډیرو اهمو شاعرانو کښې ئې شمار پکار دی.
پوښتنه–
سلیم صاحب ورومبی سوال روایتي غوندې دی چې شاعر څنګه شوئ–
جواب—
دا پوښتنه عموماً به مرکو کښی کیږي خو زما په خیال ددې مثال خو داسې دی چې یو ماشوم پیداشي او څوک ترې پوښتنه وکړي چې ته ولې پیدا شوې يا څنګه پیدا شوې نو ما سره ددې خبرې جواز او جواب هم نشته چې ولی يا څنګه شاعر شوم او که خامخا ورله جواز لټوو نو دا به ووایم چې بو خو زما د وړوکوالي نه ادب سره مینه وه بل زما والد صاحب په فارسۍ ډیر ښه پوهیدو هغوئ به د فارسۍ ګلستان بوستان را ته په کور کښی وييل– څه دغه اثر وو او بيا . چې لږ نور هم لوئې شوم نو ادبی رسالې وغیره به مې هم کتلې شاید چې د هغې اثر هم وي خو دا بیا هم نه شم وييلی—چې زه ولې او څنګه شاعر شوم.
س
دومره ګوشه نشين او ادبی دائرې نه يو خواته ولې يئ؟
ج:
زما خیلی کمزورۍ دی يو خو زما هغه ملګری هم څه وفات شول او څه کمزوري شول وړاندې به ما هم دملګرو او ماحول د اثر په وجه لیکل کول او په ما به هم لیکل کیدل خو اوس راته ماحول او حالات څه بدل غوندي ښکاري نوي څه ماسره نه وي او زاړه را ته وئیل مناسب نه ښکاري –بله دا چی چرته ادبي محفل ته لاړشم نو رانه د شاعرۍ اورولو تقاضه کيږي- مشکل را ته پيښيږي — خواهش مې ډیر وي ځان هم خبروم خو د خپلوخنو کمزورو چې جسماني کمزورۍ هم پکښی شاملې دي له وجې ادبي محفلونو ته نه شم رسیدلی.
س
ادبی محفلونو نه علاوه کتاب رساله یا اخبار کښې هم ستاسو د ادبي سرګرميو پته نه لګی؟
ج
دې څيزونو نه ځان پخپله پټ ساتم– پخوا مې هم دا خواهش نه وو چې زما کلام دې خامخا چاپ شي او اوس مې هم نه دی. پخوا به کله کله اسلم، رساله کښې زما څۀ کلام چاپ شو خو اوس بلکل دا نه غواړم چې رسالو او
اخبارونو کښې دې هر وخت شاعري چاپوم. ځکه چې زه په موجوده حالت کښې ځان د دې جوګه نه ګڼم– زه د خپل معيار نه مطمئن نه يم دې کښې هیڅ قسمه مبالغه نشته. زه څه ښه معيار ته ځان رسول غواړم چې لا تر اوسه نه يم وررسیدلی په دې وجه به کتاب رساله وغیره کښې ډير نه یم چاپ شوی-
س: دومره کم ولې لیکئ؟
ج : ما کله هم په اراده او کوشش څه نه دي لیکلي– دا څه مې چې لیکلی دي نو دا هم هله چې زه ئې ډير تنګ کړے يم نو لیکلي مې دي . بل زه ډیر نا راسته غوندې هم يم . خو خير لږ مې هم لیکلي دي او مطمئن هم ترې نه يم که بیا هم زما شاعري د چا خوښه وي نو خدائ دې ئې خوشحاله ساتی.
س
به شاعرۍ کښی د امد او آورد د نظریو بحقله موڅه خیال دے؟
ج :ساده خبره داده چې ما شاعری په توکل شروع کړې ده بې ارادې او بې کوششه . چې امد ورته ویلی شو زما په خیال شاعري بو قدرتی شی دی او امد سره تعلق لري
س :
د ښه شعر تعریف به څنګه کوئ؟
ج
ښه شاعری هغه ده چې بې ارادې وشي او په لوستونکو يا اوریدونکو هم هغه کیفیت قائم کړی کوم چې د تخلیق په وخت د شاعر وي–
س–
اولسي ادبي جرګې ادب ته عموماً او تنقید ته خصوصاً څه فائده
ورکړه ( دپښتو ادب په تناظر کښي)
ج:
د دې جرګې قیام نه وړاندې اګرچې ما د شاعرۍ شروع کړې وه خو د هغه وخت د تنقید انداز نه خبر نه وم. البته کله چې دا جرګه نه وه نو دغه وخت کښی به عموماً تنقید صرف ستائني او خالص غندنې پورې محدود وو– دې جرګې د معیاری تنقید بنیاد کیښود. دفنپارې د جاج اخستلو طريقه ئې وروښودله او خصوصاً دا چي اديبانو کښې ئې د برداشت ماده پیدا کړه. وروستو خلقو د تنقید کولو چل خو زده کړو ولې د برداشت ماده ئې بيا هم پیدا نه کړه – پکار خو داده چې تخلیق کار د نقاد شکريه ادا کړي چې د هغه په تخليق ئې غورو وکړو او د هغی اصلاح لپاره مشوره ئې ورکړه خو نن خلق خپلو خاميو او غلطیو له جوازونه پیدا کوي او دا زما په خیال صحت مند تنقید ته نقصان ورکوي
س:
اولسي ادبي جرګه کښې د مختلفو نظريو خلق په اتفاق سره راجمع وو د دوئ ترمینځه د اختلاف نه راتلو وجه څه کیدی شي؟
ج
غټه وجه داده چې دټولو مشترکه مقصد د پښتو ادب ترویج و او بله خبره دا ده چې ټولو کښې د برداشت قوت زيات و. يو بل يې زغمل او د يو بل
احترام ئې کولو –رد کامل مومند، حمزه شینواري او کا کاجي صنوبر حسین مومند دسیوري لاندې هغه زمکه تیاره شوې وه چې هر تخم بکښې زرغونيدی شو — نن سبا خو څوک یوربل بیخی نه برداشت کوی جمهوریت هم هسې د نامې پاتې دی.
س
داولسي ادبي جرګی د ورانیدو پس منظر ستاسو په خیال څه دی؟
ج
کامل صاحب به همیشه د جرګې جنرل سکرټری وو، ځکه چې هغه ډير پوهه او زیرک سړی وو — به قانون هم پوهه وو او په ادب هم – رابطه يي هم ډیره ښه وه– يوځل په ګپ شپ کښې چا ووې چې زړه کابینه ختموو او نوې کابینه راولو — حمزه صاحب خوچا هم اخوا کول نه غوښتل د کامل صاحب په مقابله کښی چا دروهمی صبب نوم د جنرل سکرټری عهدی د پاره تجویز کړو کامل صاحب خپل نوم واپس کړو په دغه کال وهمی صبب سکرټری شو. خو بيا د جرګې هغه خوند پاتې نه شو–ځکه چې په کا کاجی حمزه او کامل کښې که یوسړی هم اخوا شوی وی نو جرګه نه چلیده او بیا ثابته هم شوه چې کامل صېب ترې کابينې نه ووتو نو جر که ونه چلیده او ختمه شوه. خو کامل صبب دومره لوې سړی وو چې چاته ئې هم د خفګان احساس نه دی ورکړی. زما خیال دا دی چې په دې طریقه د جرګې د ورانولو او کامل صېب د کابینی نه ویستلو سازش شوی و او دې سازش لپاره چا وهمی صبب تیار کړی و خو سازش چاکړی و دا معلومه نه ده بس دومره معلومه شوه چې د کامل صېب د تلو نه پس جرګه دانه وانه شوه.
س:
ستاسو په وخت کښې د پښتو خبره کول یا د پښتو شعر و ادب سره تعلق لرل خو لوئ جرم وو- حکومت ستاسو خلاف خو په دغه جرم څه کاروایي نه ده کړې؟
ج :
د حکومت په نظر کښې زه ډیر خراب سړی وم ما پسې يی سی ايي دډي والا کړي وو چې وروستو می هغوئ هم خپل دوستان جوړ کړل. خوزه حیران په دې یم چې حکومت ما غوندې بې ازاره سړي باندې ولی دومره توانائی خرچ کوله. زه خو د تخریب او انسان ته د تکلیف ورکولو ډیر سخت مخالف بم. ما نه حکومت ته څۀ خطره کیدی شوه؟ خو بیا هم زما خلاف يی کارروائی كوله.
س
په عملي با نظریاتي توګه مو سیاست سره څه رشته پاتې شوې ده؟
ج
زه خدائي خدمتکار یم او وم –خو نظریاتي طور سره– ممبر شپ مې د یوې سیاسي پارتۍ هم نه دی کړی-
س
ادب او سیاست څه رشته لري؟
ج:
ادب په سیاست کښې د ټریفک دسپاهي کار کوي- د ادب کار نګراني ده. ادب صرف اشاره کوي خورد خیلې اشارې د عملي کولو طاقت نه لري– بل خوا سیاسي پارتي تنقید نه برداشت کوي نو په دې وجه ادب نه ئې هم فاصله زیاتیږي-
س
ادب د پروپیګنډې لپاره استعمالیدی شي او که نه؟
ج
استعمالیدی شی –کوم دردونه چې په ادب کښې ښودلی شي که هغه په حقیقت کښې موجود وي نو که درهغی ترجماني به استعارو او علامتونو کښې په فنی پیرا یه کښی وشی نو دا ادب دی او پروپیګنډې لپاره استعمال شو او که همدغه حقیقی دردونه نیغ په نیغه او بربند شکل کښې راوړاندې کړی شي نو بیا ادب نه دی صرف پروپیګنډه ده. ما خپل ځانی چرته هم د کومې سیاسي پارتۍ د نظريې وړاندې کولو کوشش نہ دی کری البته خپله يوه نظریه ضرور لرم چې په ادب کښې ئې وړاندې کوم او هغه نظريه دانسانیت د ښیګړې ، میني او ورورولۍ او امن پیغام وړاندې کول دی.
س
تاسو ترقی پسند تحریک سره تړلي پاتې شوي يئ که نه؟
ج–
زما شاعري ترقی پسنده ده او که نه خو دغه تحریک مې خوښ وو– زه ځان هم د دغه ترقی پسنده قافلې یو کمزوری ملګری ګنم. ځکه چې ترقي پسندو لیکوالو سره قامي درد وو او هغه ئي په ادب کښې را وړاندې کول غوښتل او د کمزوري د مرستې قائل وو خو دی اثراتو نه مذهب هم خالي نه دی. هر د مظلوم د مرستې او ظالم خلاف د اواز پورته کولو او اوریدلو چې د کمزوري د مرستې خبره کوی نو ترقي پسند دی– نن خو قاضی حسین احمد د جماعت اسلامي مشر هم داخبره کوي چې سرمایه دارو نه خپل حق واخلي. نو دې رویې ته که څوک د ترقي پسندۍ نوم ورکوي او که نورڅه خو دا روئیه پښتنو کښې د پخوانه په يو جدا شكل كښي موجوده و ه -لكه رحمان بابا چې وئیلي دي–
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او اور او پيښور درې واړه يو دي–
ترقي پسندو مزدورانو کسان ته د شوکمارونه د خلاصي طریقه ښودله دا ډبرې اهمې مسئلې دي او شاعر ادیب ډیر حساس وي — هغه دې مسئلو ته د هرچا نه وړاندې متوجه کیږي خو د مسئلو بیانولو په وخت انداز بیان بربند نه بلکې شاعرانه پکار دی لکه فیض چې ييلي دي:
ہم نے جو طرز فغان کی ہے قفس میں ایجاد
فیض گلشن میں وہی طرز بیان ٹھری ہے
س
ترقي پسند ادب پښتو ادب متاثره کړو که نه– که وينو په کومو ذريعو؟
ج
د ترقي پسند ادب اثرات اردو نه هم پښتو ته راغلل او تعلیم یافته خلقو انکریزي نه هم اثرات و اخستل که د خلقو به اردو یا انګریزی سره دلچسپي نه وه هم نو دغه موضوع او مسئلو لپاره به ئې لوستل – کوم چې د ترقي پسند ادب منشاء ده او لکه چېې وړاندې مې ووې دا اثرات په يوجدا
شکل کښې وړاندې هم پښتنو کښې موجود وو د باچا خان تحریک ټول په ترقي پسند بنیاد ولاړ وو او بیا د تقسیم نه پس خو ټول برصغیر کښې خلق بیدار شول او غور و فکر ئې شروع کړو سیاسي شعوريې هم تیز شو او سماجي هم– کامل صاحب به وئیل چې خلق د ازادۍ غوښتو چل حالاتو نه زده کوي خو پښتون بچی يی د مور غیږې نه زده کوي پښتنه مور ماشوم ته بالخت لاندې چاړه چاقو دې د پاره ږدي چې بیریان ئې ونه ویروي بیا چې لوې شي نو د خپل حق غوښتلو لپاره ئې استعمال کښې راولي نو په دې بنیادپښتون په فطري توګه سیاسي شعور لري
س–
ستاسو به خیال پښتو کښی روماني شاعري څومره ده او د کوم معيار ده ؟
ج —
روماني شاعري ښه ده خو دغه قسمه شاعرۍ باندې هر سری نه پوهیری– غنی خان ډیر ا يډوانس سړی وو خورهر وخت به ملا سره به جنګ وو –دغه شان اشرف مفتون سره هم آزادي شته خو ښه خبره داده چې دواړورڅه وئیلي دي نو کاواکه شوي نه دي او انداز ئې هم خپل منفرد ساتلی دی-
س
تاسو روماني شاعري ښه ګڼئ که مقصدي او ترقي پسنده؟
ج —
خبره داده چې فرض کړه دلته مونږ لس کسان یو او د هر چا شکل بدل دی خو بدرنګ چا ته هم نه شو وئیلی– د هر چا خپله ښکلا ده رومانویت پخپله يو مقصدیت دے خو مقصدیت داسې پکار دی چې څوک ګمراه نه کړي شاعري ډیره زورداره ذریعه ده -ذدې نه څه مقصدی کار اخستل پکاردی
س :
ځنې خلق ستاسو او د حمزه بابا د شاعرانه چشمک یا مقابلې خبره کوي — دې کښې څومره صداقت شته؟
ج:
داخبره بلکل غلطه ده چې زه به د حمزه بابا غوندې عظیم شاعر سره د مقابلی یا چشمک تصور هم وکړم–ما ټول عمر د حمزه بابا احترام کړی دی . ټول عمر کښې مې ورسره څه هم اختلاف نه دی راغلی- ما یو شی هم د هغه د مقابلی دپاره نه دی لیکلی زمونږ د شاعرۍ میدانونه جدا دي. هغه بل څه وائي او زه بل څه– هغه ډیر همه ګیر دی او زه محدود – زه د هیچا عظمت نه هم انكار نه کوم بلکې زما نظرئیه داده چې چرې هم ځان ته دروند او بل ته سیک نظر ونه شی او بیا د حمزه بابا غوندې ستر شخصیت سره د مقابلی په سوچ کولو به هم زه ځان ګناهګار وګنم. که څوک خامخا زما شاعري د هغوئ په مقابله کښې پیش کوي نو دا د هغوئ خپله ذمه ده.
س
تحقیق ، تنقید او نثر وغيره مو ولې ونه ليكل ؟
ج—
دې لړ کښی زه هیڅ جواز نه لرم چې ما ولې دا کار ونه کړی شو خو دا به ووایم چی زه ناراسته انسان يم. اکثر خلق راته په کتاب د دیباچې وغیره د لیکلو وايي خو نه شم لیکلی پخوا مې د اولسي ادبي جرګې رودادونه لیکل خو په صحیح طریقه مې نثر خصوصا تحقیق او تنقید وغیره په لیکلي شکل ونه کړی شول چې ماته يې يقينا افسوس دی.
س :
ستاسو په خیال په موجوده شکل کښې پښتو ادب د عالمي ادب سره سیالي کولی شي؟
ج:
زمونر اصلي مقابله اُردو سره ده او اردو قابضه ژبه ده. زمونږ د پښتو ادب معیار اوچت دی خو ددې د مقبولیدو ذريعې نشته بله خبره داده چې د اردودانو آزادانه مزاج هم مونږ نه شو خپلولی چې د ترقۍ لپاره مدد ورکوي– د پښتو د خپل مزاج ثقافت او تقاضو مطابق زمونږ د ادب معیار ډیر ښه دی. نن سبا چې څوک څه لیکي نو د موجود ماحول او ژوند د ترجمانۍ مطابق يې ډیر ښه لیکي– کیدی شی د موجوده ادب . دا تقاضې نه وي– دغسې ادب په پخوانۍ تله هم نه دی تلل پکار زمونږ په ادب که درمعیار اعتراض کیږي نو هغه پاپندو او حالاتو ته هم کتل پکار دی چې ددې ادب د معیار په لاره کښي ئې بندیز راوستی دی. او دې سره سره خپل کلچر او ماحول ته هم کتل پکار دي– د موجوده ادب معیار نه زه مطمئن يم.
س
عالمي ادب کښې چا نه مطمئن او متاثر يئ؟
ج
د چا انفرادي تاثر را باندې نشته د هر چا هر څه نه متاثر نه یم خو د ځنو عالمي اشخاصو د ځنو لیکونو د مجموعي اثر نه متاثر یم.
س–
ستاسو په خیال د ادب مقصد څه پکار دی؟
ج —
د ادب د تخلیق په وخت د تخلیق کاررپه مخکښي مقصد نه وي -سړی اول شاعر شي بیا وروستو د مقصد تعین کوي- زما په خیال بې مقصده هیڅ شی او هیڅ ادب نه وي- زه خو دا هم وايم چې د ادب برائے ادب، او ادب براے زندگی نظريې هم بې ځايه جورې شوې دي– کہ ادب برائے مرگ وی او د خود کشۍ تلقین پکښی شامل وی نو بیا جواز جوړيدی شو خو هر کله چې ژوندی سړی ادب تخلیق کوي نو د ژوند لپاره يې کوي نو زما نظریه دا ده چی هر ادب چی تخلیق کیږي د یو مقصد لپاره کیږی.
س
د ازاد نظم هائیکو وغیره رواج پښتو ته وده ورکولی شي که نه –
ج
ضرور وده ورکولی شي- زه د هرې ښائسته خبرې په حق کښې یم د ښائسته خبری د هر انداز قائل یم نو که څوک ښه خبرې دازاد نظم یا ها ئیکو په شکل کښي وکړي نو ضرور به پښتو ادب ته وده ورکوي– زما په خیال خو دا نوي صنفونه د پښتو ادب په چمن کښې نوي ګلونه دي– د دې نوو او ښائسته ګلونو چې څومره اضافه وشي د چمن ښائست به پرې زیا تیږي–
س :
صحافت سره مو رشته پاتې شوې که نه؟
ج
پاتې شوې ده د ر سالی نوم رانه هیر دی خو يو درېمياشتنۍ ړساله مو ويستې وه — دا مجله به وړاندې يو اپریدي چلوله، زه ورته یوسف خان اورکزی مجبور کړی وم- ريډيو له مې ډیره موده سکرپټ لیکلی دی – شهباز اخبار له مې کالم لیکلو– ريډو ته هم د شهباز اخبار په وجه راغلی وم .
س:
ايينده موڅه اراده ده چې خپلو ادبي سرګرمو ته به وده ورکوئ که نه ؟
ج —
ما سره څه ګډې وډې غزلې شته که مې را غونډې کړی شوې نو چاپ به يی کړم– ګنی که يو شعر مې هم ژوندی پاتې شو نو کافی ده.
س نوو لیکونکيو ته به څه مشوره ورکوئ؟
ج—
نوي لیکونکي چې هر څه لیکي نو مطمئن کیدل پرې نه دي پکار ګنې ښه تخلیق به ونه کړی شي د ماضی او نن رابطه هم پکار ده –د ماضی د ادب مطالعه او د نن د حالاتو مشاهده ډیر ضروري څيز دی– نوو لیکوالو ته پکار دي چې په معاشرتي تبدیلو او رجحاناتو هم نظر ساتي او په زده کړه هیڅ شرم محسوس نه کړي– که داسې وکړي نو زما په خیال به معیاري ادب تخلیق کړی.—
18-3-99—- د مرکې نيټه–کتاب مخ په مخ—
0