وختي ملګري مختارالله پوسټ کړے وۀ – چې يو ماشوم د پلار سره اوبۀ خور له تلے وۀ – او د مار د چيچلو له وجې مړ دے – د ګرمۍ موسم دے او دا قسمه واقعات بلها کيږي – د مار د چيچلو واحد علاج اينټي وينم ستن لګول دي – د دې له پاره خپل نزدې تحصيل هېډ کوارټر هسپتال يا ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال ته د دغې مريض زر تر زره رسول مهم دي – دا دوائي پۀ عام مېډيکل سټور کښې نۀ وي – ځکه چې د دې د مقدار تعين ډاکټر د مريض د ټېسټ نه پس کوي –
د مار چيچلو نه پس پۀ فوري توګه هغه ځائے پۀ اوبو او صابن وينځل غواړي او بيا پرې وچ پېډ اېښودل غواړي – د هغه ځائے نه کۀ پۀ پين وغېره نخښه چاپېره شي نو ښۀ ده چې د پاړسوب اندازه ئې کيږي – د زخم نه بره حصه کلکه پۀ ربړ يا کپړا تړل نۀ دي پکار – نۀ د زخم ځائے څيرل غواړي او نۀ ترې زهر ترې د ګوتو پۀ زور يا پۀ خله را ويستل غواړي –
ډېر خلک پۀ ټوټکو او دمګرو پسې ګرځي – دا ډېر بې ځايه عمل دے – دا خبره ياده ساتئ چې ټول ماران زهرجن نۀ وي – نو کۀ څوک د دغه ټوټکو سره جوړ شوي وي – نو هغه به سل پۀ سله غېر زهريله مارانو چيچلي وي – او تاسو د دې دواړه قسمه مارانو تفاوت نشئ کولے – نو ښۀ دا وي چې ځان پۀ فوري توګه هسپتال ته رسوئ –
زمونږ د علاقې زياتره زهرجن ماران heamotoxic وي – د چيچلو ځائے ئې عموماً د غاښونو دوه نخښې لري – دغه ځائے رنګ بدل کړي خواوشا د هر وېښتۀ سره د وينې زېم ښکاره کېدے شي – د زخم چاپېره تڼاکې يا پولۍ جوړېدے شي – او نور علامات ئې د نيمې ګنټې تر درې نيمې ګنټو وخت اخستے شي – زمونږ طرف ته پۀ زهر چنو مارانو کښې چمچه مار ، منګرے مار ، کوبرا ، لټکه ، لنډۍ وغېره او غېر زهريلا مارانو کښې کولالے مار ، شوتر مار ، د اوبو مار او څۀ نور ماران وي –
د مارانو پۀ حواله د هندوانو نه ډېر توهمات هم مونږ ته منتقل شوي دي – چې هغه زمونږ د ضعيف الاعتقادۍ نه علاوه هېڅ نۀ دي – لکه د کوبرا مار پۀ سر کښې خاص کاڼے وي چې پۀ هغې د مار د چيچلو علاج کيږي – ماران الوځي يا د مار ياداشت داسې وي چې د جوړې نه يو مړ کړې بل ورپسې ګرځي ، مار پۍ څښي ، د مار غوږونه نۀ وي او دغسې نور بلها توهمات –
#ډاکټرديداريوسفزے