0

غوښه کښې نوک ننوتل

تقریباََ دا مسله هم تر یو حده عامه ده نارینه زنانه ئې دواړه ښکار دی۔
دې حالت ته مونږ په عامه انګریزۍ کښې ingrown nail او د طِب په ژبه کښې ورته Onychocryptosis وئیلے شو
دا مسله عموماََ زمونږ د پښو د غټو ګوتو سره کیږي چې کله نوک خواه و شا غوښه کښې ننوځي
د ګوتې یو اړخ ته هم کېدلے شي او دواړو ته هم ، یوه ګوته کښې هم کېدلے شي او دواړو کښې هم۔
⬅علامات
مونږ دا مسله په درې مرحلو کښې تقسیمؤو خو دلته ضرورت نشته زه مختصرََ د خبرې حاصل له راځم
👈متاثره ځائے nail fold پړسېدل
👈 سوروالے راتلل
👈دړد کول
👈نو/زوه pus راوتل
👈د متاثره حصې غوښه Nail fold د حد نه زیاته جوړېدل tissue overgrowth چې په نوک د پاسه راځي
شروع کښې معمولې دړد کوي چې کله څه څیز سره ولګي خو د وخت تېرېدلو سره زخم جوړوي متاثره حصه وپړسیږي ، سوروالے پکښې پېدا شي او نو pus ترې هم راوتل شروع شي چې څومره نوک غټیږي هغومره زخم او تکلیف ورسره زیاتېږي
⬅وجوهات/لاملونه
👈تنګ پیزار یا جورابې په ښپو کول
👈نوک په غلطه طریقه کټ کول
👈ګوته زخمې کېدل لکه مثلاََ څه دروند څیز پرې راغورزیږي یا بله کومه حادثه کښې زخمې شي
👈یا د بعض خلکو د ګوتو بناوټ قدرتي طور داسي وي چې هغې کې د نوک ننوتلو امکانات زیات وي
⬅ په کور کښې څه وکړئ
د لاعلمۍ له وجې بعض مسلې مونږ ته سردړد جوړ شي داسې که د نوک ننوتلو مسله مونږ ته راپیښه شې یا نارمل حالت کښې مونږ له څه کول پکار دي تر څو مونږ د دې مسلې نه بچ پاتې شو؟
👈دپینځلس نه شل مینټه پورې خپلي پښې په تړمو اوبو کښې ګدئ که صابن واله اوبه وي هم ټیک ده
👈نوکان نیغ straight کټ کوئ ګول round نه چې د ګوتې نه بهر اوځې هله یې کټ کړئ
👈تنګ پیزار او تنګې جرابې مۀ په پښو کوئ
👈که یو چا ته د نوک ننوتلو مسله پیدا شي نو باید هغه هم د پښو خصوصاََ د متاثره ګوتې د صفائۍ خیال وساتي صفائۍ په عامو ساده اوبو کولے شي که صفائي ونشې نو زخم به زیاتېږي
👈اینټې بائیوټکس کریم په متاثره ځائے ولګوئ
👈د کولاو پېزار استعمال وکړئ
⬅اپریشن
د دې مسلې واحد حل اپریشن دی
👈د اپریشن نه مخکښې به ستاسو د وینې ټیسټ کول مهم وي
👈د نوک ویستلو په اپریشن کښې لوکل نشه یعنې صرف د بدن متاثره ځائے(ګوته) نشه کولے شي
👈 دا اپریشن د څرمن په ماهر ډاکټر باید وکړے شي ۔
👈دې اپریشن کښې د نوک هغه حصه چې غوښه کښې ننوتلي وي صرف هغه لرې کولے شي یا پوره نوک ویستلے شي خو صرف نوک لرې کول وقتې طور علاج دے۔
👈 د دې مسئلې نه د نجات لپاره ډاکټر د نوک هغه مخصوصه نیمه حصه چې غوښه کښې ننوتلې وي ورسره هغه ځائے (کوم ځائے نه چې نوک راټوکیږي) د کیمیکلز یا لیزر په ذریعه ناکاره کوي تر څو نوک بیا راونه ټوکیږي خو پوره نوک نه لرې کوي ۔
👈د اپریشن روسته په زخم پټۍ لګولے شي د یوې یا دوه ورځو پورې یا تر یوې هفتې پوري د پټۍ کولاوهلو روسته باید د زخم د صفائۍ خیال وساتلے شي
👈 که د صفائۍ خیال ئې ساتل کیږي نو کولاؤ دې پریخودل شې ترڅو زخم وچ شي
👈د دړد لپاره painkillers ورکول کیږي دړد تقریباََ دوه درې ورځو پورې وي
#الیګزینډر_حسین_ننګیال

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ