د امن/سولې کلتور به هغه وخت ترلاسه شي چې د نړۍ وګړي په نړیوالو ستونزو پوهه وۀ لري، د شخړو د حل کولو مهارتونه وۀ لري او د عدالت/انصاف د پاره د عدم تشدد په لاره مبارزه وۀ کړي، د بشري حقونو او مساواتو په نړیوالو معیارونو ژوند وۀ کړي، کلتوري تنوع وۀ پېژني او وۀ يې مني او د زمکې ( Earth ) ، يعني د زمکې په مخ د وسائلو او مسايلو ، قومونو ، کلتورونو او نور ډېر څۀ خپل وۀ ګڼي او د دې هر یو درناوے وۀ کړي. د امنيت د دې صورت زده کړه یوازې د امن/سولې د پاره د يو منظم تعلیمي نظام سره ترلاسه کیدے شي.
امن/سوله نه یوازې د تاوتریخوالی شخړو نشتوالے وي، بلکې امن د عدالت او مساوات شتون او هم دارنګه د بشري حقونو او زمکې د پاره د درناوي په معنا دے.
د ناروې یو نوموړي دانشور او محقق جوهان ګالتونګ (Johan Galtung) د امن دوه اړخونه تعریف کړي دي. منفي امن په دې معنا دے چې د خلقو/اولسونو ، قبيلو ، قامونو يا دولتونو/حکومتونو او هېوادونو په مینځ کې هیڅ جګړه، تاوتریخوالے شتون وۀ نۀ لري. مثبت امن په دې معنا دے چې هیڅ ډول جګړه یا تاوتریخوالے د داسې وضعیت سره یوځاے نۀ وي چیرې چې مساوات، عدالت او پرمختګ شتون لري. يعني داسې امن چې هم تاو تريخوالے او د جګړې صورتحال پکښې معدوم وي او د مساوات ، عدل ، تعليم او پرمختګ په لاره کښې کوم خنډ نۀ وي.
د امن مفهوم یو مهم کلتوري اړخ لري. په عمومي ډول زمونږ په ټولنه کښې سوله عموما یو بهرنے حالت ګڼل کېږي، (يعني بهر نه جنګ بندول) خو په علمي نړۍ کښې امن هم د داخلي امن (زمونږ په ذهن یا زړونو کښې امن) سره تړاو لري. په نورو ټکيو کښې امن، د فلاح مفهوم ته اشاره کوي؛ دا زمونږ د ژوند د مختلفو برخو ترمنځ د بشپړ توازن مفکورې سره تړاو لري. له همدې امله سولې ته باید د داخلي او بهرنیو پروسو په توګه وۀ کتل شي چې په مونږ يو شان اغېز کوي.