ټوینز یا جوړه بچي هغه ماشومانو ته ویل کیږي، چې د مور په ګیډه کې په یو وخت کې دوه ماشومان د یو حمل په نتیجه کې جوړ شي او بیا په یو ځل پیدا شي داسې ماشومان یو شان وي فزیکې ډول هم او جینیاتې ډول هم او یا د یو بل سخه په فزیکې او جنسې بنیاد مختلف وي ۔
ټوینز په دوه قسمه وي:
1. متشابه ټوینز (Identical twins) یو شان
2. غیر متشابه ټوینز (Non-identical twins) بدل بدل




نوټ:(د زایګوټ دغه 46 کروموسومز کې 23 د نارینه د سپرم او 23 د زنانه د انډې نه راځي، ځکه زیګوټ د دې دواړو د ملاپ نه جوړ وي)
وس راځو اصل موضوع ته:




یو شان ولې وي په جنسي، جینيټیکي او ظاهري لحاظ سره؟
ځکه چې دوی د سنګل زیګوټ نه جوړ وي، یعنې دواړو ته یو شان جینیاتې معلومات منتقل کیږي.



دا یوه نازکه پرده وي چې ماشوم پکې دننه پروت وي د مور په بچه دانه کې دا پرده د مایع ډکه وي ماشوم ته سازګار ماحول مهیا کوي











په غیر متشابه ټوینز کې، هر یو ماشوم ځان ته جدا جدا پلاسنټه او امینیوټیک کڅوړه لري.
دې تحریر کې موږ د ټوینز په اړه تفصیلي بحث وکړو، تاسو یاد ولرئ چې یوه زنانه د دوه ماشومانو په ځای درې (triplets)، څلور (quadruplets) او یا دې نه زیات ماشومان هم پیدا کولی شي.
#الیګزینډر_حسین_ننګیال