د ښځو میاشتنې ناروغۍ ته “حيض” یا “میاشتنۍ دوره” ویل کیږي، چې په طبي اصطلاح کې ورته “مېنسچوریشن” (Menstruation) هم وایي. دا د ښځو د جنسي تولید نظام (reproductive system) یوه قدرتې برخه ده او عموماً په هره میاشت کې یو ځل راځي،د دې بیمارۍ دورانیه په ښځو کې عموماََ مختلفه کیدلې شي یعنې د یوې زنانه لپاره به د 28 ورځو وی، نو د بلې لپاره د 21 ورځو یا زیات و کم کیدلې شي .
د میاشتې بیمارې د زنانه د تولیدې نظام دننه په مختلفو مراحلو مشتمل یو پروسس دی، دې دوران کې د زنانه د تولیدې نظام دننه ډول ډول تبدیلیانې راځي ، چې مقصد یي د زنانه بچه دانه د حمل لپاره تیارول وي ، او که حمل ونشې نو دغه تیارې د وینې په شکل کې د زنانه د اندام خاص له لارې بهر اوځي او داسې هره میاشت دا مرحله تکراریږي ځکه ورته (menstural cycle) وایي ۔

حيض حقیقت کې هغه حالت دی ،چې په هغې کې د حمل لپاره تیار کړی شوي د بچه دانې اندرونې دیوال اینډومټریم (endometrium ) د هرې میاشتې په اخر کې ماتیږي او له بدن څخه د وینې په شکل کې بهر اوځي
دا یواځې وینه نه وي بلکې دې کې ټیشوز ، میوکس او نور مواد هم شامل وي۔
اسانو ټکو کې حیض د وینې دغه بهیدلو ته وایي کوم چې د میاشت په اخر کې د زنانه نه د اندام خاص(vaginal opening) له لارې راوځي.

هره میاشت عموماََ یوه هګۍ د ښځې په اوورۍ یا تخمدان (Ovary) کې تیارېږي او بیا د بچه دانې خواته سفر کوي.
د هګۍ پیدا کیدلو سره د بچه دانې اندرونې دیوال د حمل لپاره تیاریږي ۔

بچه دانه په درې پردو یا دیوالونو مشتمله ده.



د میاشتې بیمارۍ کې هم دغه اندرونې پرده انډومیټرئیم د حمل لپاره تیاریږي، د دې پردې په تیارولو کې اِسټروجن او پروجسټرون هارمونز مهم رول لري ،دا دوانړه د زنانه بنیادې هارمونز دي څنګه چې د نارینو ټِسټوسټیرون وي۔
ایسټروجن هارمونز انډومټرئیم قوې کوي ، د وینې رګونو جوړولو کې مدد ورکوي تر څو وینه بنیادې او ضروري عناصر د ایمبریو د ودې (devolpment) لپاره راوړي ۔
بل اړخ ته د انډې خاریجیدلو روسته د پروجسټرون هارمونز مقدار سیوا کیږي چې د انډو میټیم جوړ شوې دیوالونه د حمل لپاره نرم ،محفوظ او برقرار ساتې،
پروجسټرون هارمونز د حمل دوران کې د حیض مخنیوې کوي ۔

که چیرته د هګۍ او سپرم ملاپ ونشې (یعنې امیندواري ونه شي) نو د هارمونز مقدار به راوغورزیږي او دغه تیار شوي انډومیټریم به مات (degrade ) شې او د وینې په شکل به د زنانه د اندام خاص په لاره راوځي۔
خو! که د هګۍ او سپرم ملاپ وشې نو بیا به حمل جوړ شې او حیض به بند شي ۔
د حیض بندیدل هم د حمل یوه نښه ده۔







فرټایل وینډو د میاشتې بیمارۍ کې هغو ورځو ته ویل کیږي کومو کې چې د حمل چانسس زیات وي ۔


