0

باچا خان

فارغ بخاري ليکي ! ګاندهي جي به وائل ما د باچا خان نه کلک مسلمان نه دې ليدلې ماسره چې کله په سېواګرام ، واردها ، کښی وو نو ما چرته باچا خان د مانځه په قضا کېدو نه دې ليدلې.
ېو ورځ د ډاکټر خان صېب نه چا پوښتنه اوکړه ته مونځ ولې نه کې ؟ ډاکټر خان صېب ورته په خندا شو وائل زما برخه مونځونه باچا خان کوي.
مها ديو ډيسائي وائي! زه چې څومره مسلمانان پېژنم د باچا خان پشان کره مسلمان پکښی بل نشته.
سبط حسن ليکي ! زه ېو وخت کښې منټګمري زندان ته باچا خان خواته لاړم چې کله د زندان کوټې ته ورلم باچا خان مصلی خوره کړې په سر توليه اچولې په مانځه ولاړ وو په ملا کښی سخت دړد وو کله به چې سجدې ته تلو ېو لاس به ئې ملا ته نيولې وو.
د باچا خان بابا نزدې مرګرو به وائل باچا خان چرته په ژوند کښی روژه مونځ نه دې پريښې.
باچا خان بابا بلخوا صرف د روژې مانځه مسلمان هم نه وو د اسلام د انسانيت په فلسفه پوره پوهه او عملي وو.
قرآن ئې په تفسير لوستی وو احاديث ئې لوستي وو د رسول الله ص سيرت نه خبر وو د اسلام د فلسفې پوره مطالعه ئې لرله پخپله وېنا کښی به ئې د قرآن او احاديثو حوالې ورکولې.
باچا خان بابا دوه ځل حج کړې وو دوېمه ښځه تې په بېت المقدس کښی مړه شوه هلته خخه شوه خو چرته ئې ځان ته حاجي / الحاج نه وائلو وائل که ځانته حاجي وايو نو بېا پکار ده چې ځانته مونځ ګوزار / روژه دار هم وايو ځکه دغه عبادتونه هم لکه دحج فرض دي.
ساده ژوند ساده جامې ساده خوراک د ټولنې لوئي مصلح او پخپل خدائې دومره ېقين وو چې د خپل سیاسي قامي تحريک نوم ئې خدائي خذمتګاري ايښې وو ځکه عدم تشدد او دغه تحريک د باچا خان بابا او خدائي خذمتګارو لپاره د ېو سیاسي غورځنګ سره روحاني تحريک هم وو.
ددومره کامل مسلمان خلاف هم پيرنګېانو او د هغه ګوډاګيانو څومره ډنډوره کوله ؟
باچا خان وائي ! په 1937ز کښی چې کله د شپږ کاله جلاوطنۍ او زندان خلاص شوم کلي ته رالم نو خپل مرګري رانه راتاؤ شو ، وائل خلک وائي چې باچا خان غوا نه ذبح کوي! باچا خان بابا وائي ماورته اووئل آو کنه خلکو وائل ولې ؟ ما ورته اوؤيل زما پلار بارام خان قصاب نه وو.
مولانا خانزېب…

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ