Greatness, greatness and beauty is the personal and national nature of Pashtun! 0

لوئے والے، عظمت او ښکلا د پښتون شخصي او قامي فطرت دے!

د فرنچ ژبې او کلچر د کورس څلورم سيمسټر دے، پروفيسر فرنچ فعل Verbs باندې ليکچر ختم کړو۰ ګهېنټه وقفه ده، د غرمې په دولس نيمې بجې بريک شروع شي او په يوه نيمه بجه واپس ختم شي۔
زۀ د فرنچ دوہ يو شان فعلونو similar verbs کښې کنفيوز يم۰
پروفيسر د کلاس ختمېدو سر بهر روان دے۰
ما تري داسي بې تکلفه شان انداز کښې تپوس اوکړو،” موسيو، په دې emmener او amener کښې سہ فرق دي؟”
پروفيسر ما ته بد بد اوکتل بيا ئې په ديوال لګېدلي ګهړۍ ته ګوته اونيوہ او اوئي وئيل:
“دا لفظونه په پيسو ښايم ، مفت نه ۰ ګهړۍ ته اوگورہ۰ دا فري ټائم دے۰ د کوم وخت چي تنخواه مېلاويږي هغې کښې سوال کوہ۔!”

زہ ځان سرہ کچه شوم او عجيه هم راته اولګېدہ۰ څومرہ وخت کښې چې پروفيسر دا جواب راکړو دې نه کم وخت کښې د دې دواړو لفظونو معنې خودلے کېدے شوي۰ خو بس د هر چا خپل ذاتي فطرت او قومي نفسيات وي۰
موبائل مې را واغست کښېفټيريا ته مشين نه يو کافي اغستو له لاړم ۰ کارډ مې په سکښېنر کېښودو۰ مشين ډسپوزيبل کپ د کافۍ ډک کړو۰

کافي په لاس مخامخ بينچ باندې کښيناستم او موبائل کښې مشغول شوم۰
فيس بک کښې سکرولنګ کوم۰ په يو پوسټ مې نظر او ګوتې اودرېدي۰ د جنوبي ضلعي کرک يو پختون هلک پوسټ لګولے:
“ ‘اپنے علاقے کے ميٹرک اور ايف ايس سی کے يتيم ، غريب ، مستحق اور نادار طلباء کو سائنس مضامين کا مفت ٹيوشن کرتا ہوں۰ جو طلباء خو اہشمند ہيں اس نمبر پر رابطہ کريں‘!”
لاشعوري مې ذهن دغه غريب ځوان ، پښتون استاذ د جي ايټ ملک دې مالدار پروفيسر سرہ موازنه کول شروع کړل۰
لا دي سوچ کښې ووم چي بل حسن اتفاق ۰ د فلپائن نه د کوهاټ زما ګران سرمايه کار او زما پشان ملازادہ ملګري محبوب Mahboob Rehman کال اوکړو۰ د دلګي او ګپ شپ يو سو خبرو نه پس وائي۔
“ سر، کال مې دې له اوکړو يو څو داسې غريبان يتيمان پښتانه سټوډټان راسرہ ملاؤ کړه چې مستقل او مکمل تعليم پري اوکړم۰ د ماسټر ډګرۍ پورې تعليمي اخراجات سره سره به ئې جامې پيزار کتابون کالج يونيورسټۍ پورې کرايه هم زما په غاړه وي۰ بس خو چې محنتي او مخلص وي او دخپل کور خاندان د ساتلو او معاشرې د خدمت شي!”
زما کوشش وي چي د چا څه سفارش اوکړم دواړه طرفېن يو بل سره ډاريکټ کړم او مينځ کښې بيا نۀ راځم۰ خو اکثر د چا دعا شکريه ميسج راشي۰ او د دي خبري څلور کاله اوشو۰ زما يقين دے چې کوم هلکان محبوب جان ته سپارلے شوي وو څه به کامياب شوي وي، د چا سلسله به روانه وي۰

اګر چې زمونږ خالص سپين يورپي نژاد رياست دے خو نفسا نفسي دہ۰ حکومت او سه مؤسسے انساني فلاحي کار کوي۰ خو انفرادي طور ډېر غېر انساني سلوک کېږي۰ بعضې چوکونو او پولونو لاندي بې اسرې غريبان ، بې کورہ او سوالګري په بد حال ولاړ وي۰

سخته يخني ده ، ډاؤن ټاؤن کښې د يو فلائي اوور لاندې تېرېږم۰ يو بې اسرې سوالګري زنانه په شليدلي کوټ کښې د بې رحمه يخنۍ نه سسوکېږي۰ حالت ئې اودردولم۰ ورغلم او يو پانچ ډالر مې ورکول غوختل۰ خزه وائي نه پېېے مۀ راکوه ، هغه مخامخ ريپرينگ شاپ کښې ته دا کوټ اوګنډه۰ ورته مې اووئيل راځه چې ورشو۰

دکان ته وردننه شو۰ يو غټ پټ دنګ لوړ داسې باډي بلډنګ والا کس د ګنډلو يو عجيبه مشين ته ولاړ دے۰ په يو طرف لاس ئې مکمل ټېټو Tatto کړے دے

انتهائي بد تميزۍ سرہ ئې په سوالگرې خزې يوه چغه اووهله ”ف* اف يو ف** بګر ۰ نو انټرنس فار ف ** بګرز۰ “ لهجې نه معلومېدو چي امريکن دے۰ ھر څو که ما د وضاحت کولو کوشش کولو خو سړي د زنانه مخ ته يو نظر کتلو ته تيار نۀ وۀ۰ مونږ هم دغه شان بهر را اووتو۰ اخر مې سوالگرې له بل کوټ واغستو او د دردناکو احساساتو سرہ کور ته اورسېدم۰

څو هفتې يا مياشت پس په فېس بک د باجوړ د يو ټېلر د دکان په فرنټ د يو ليک تصوير چا شئير کړے وو۰ دې غريب پښتون درزي عام اعلان کړے وو چې:
“د يتيمانو او غريبانو جامې دلته مفت جوړيږي!”
زما ذهن بيا لاشعوري د هغه خړو غرونو په سر پسماندہ، دهشت ګردي، محرومو او حوصله آزما مشکلاتو سرہ مخ د باجوړي پښتون ځوان درزي د انسانيت موزانه دلته د دې لوئے طاقت تهذيب يافته قوم د دې درزي بې رحمه ، بې انسانيته سلوک سرہ شروع کړه ، داسي مثالونه په کروړونو دې او زيات دي۰ خو take for granted شي او هېر شي۰ منفي عملونه او مثالونه کم دي خو بس مريض ذهنونو او نظرونو تہ فقط هغه ښکاري او د ښکلا نه ړ‎اندۂ وي ۰
بار بار وايم هرانسان د خپلې تجربې، مشاهدې او مطالعې مکلف دے ، څلور دېرش پورې ملکونه مې اوکتل ۰ اول سفر مې د خپل تاريخ او کلچرپه زعم او تکبر کښې مبتلا د ايشيا لوئے بللے کېدونکښې قوم ايران ته د يويشت کاله عمر کښې وو۰ او نن د نارتھ امريکا د جي ايټ پاور کينډاشهري يم۰ خو نه پوهېږم ماته ولې خپل خړ، خوار شډل بډل غريب بې تعليمه پښتون تر هر چا ښائيسته، مهذب او بهتر انسان ښکاري!
حافظ شيرازي وائي “ہر کہ بے ہنر افتد نظر بعيب کند۰ د بے مقصدہ خسيس ذهني تش پانړ‎ي سړي نظر په کمزورو او عيبونو وي۰
ھم داسي د قام صرف سپکې وئيل او اجتماعي عيبونه غېبوتونه او نيګټيو پروفائيلنگ ئې کول د خسيسو او خبيثو تش پانړ‎و پېشه او فطرت وي۰

انفرادي او اجتماعي کمزورۍ به وي، خامۍ به وي۰ ۰۰۰ او د انگريزي متلونو اکثري ډکشنرۍ د دې نه شروع کېږي چې accidents will happen حادثې هرځائے لازمي وي۰ پښتنو کښې به هم حادثاتي او اتفاقي ستونزې راځي۰ په يو دوہ حادثو ، يو دوہ انفرداي ننګ قام ننګ وطن شاذ و نادر حرکتونو قام نه وي ملامته ۰دغه استثناء وي او په دغې کلي فېصله نۀ کېږ‎ي ۰ فېصله د اکثريت په مستقلو رويو کښېگي۰ چي دا برہ ئي مشت نمونه از خروار وو۰ حقيقت دا دے چې لوئے والے، انسانيت، عظمت ، عزت د پښتون خمبيرہ او ډي اين اے کښې دي۰
او بلکل دا اوس ستاسو نظر چي عېبونه او خامۍ درته ښکاري او که خوبيانې، ښکلاګانې۰
المانوي شاعر ګوټے يو ځائے کښې وائي “ د انسان خوبۍ د دۀ ذاتي وي۰ خامۍ او کمزورۍ ماحول او سماج ورکړي وي” ۰
که څوک هر څومرہ پېغورونه او طعنې راکوي خو زما ايمان په پښتون دے۰ او دا مې يقين دے چي خوبۍ او ښکلاګانې د پښتون هم انفرادي او هم قومي فطرت دے۰ خامۍ او کمزورۍ اغيارو ، د بهر نه مسلط شوي حکومتي پاليسو او توطئو ورکړي۰
رشيد يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ