0

مونږ نصر پيژنو ?

نن د پښتو د يو پتنګ د مړينې ورځ ده — ارواښاد نصر-
کوم نصرالله خان نصر چې په څوارلسم مارچ ۱۹۱۹ په بر تاکال کښې د عبدالغني خان الکوزي کره او د لوې انسان بابو حيدر په کورنۍ کښې پيدا شوی وو – په ۲۲ نومبر ۱۹۶۵ وفات شوی او په ۲۳ نومبر د پلوسۍ پيښور په اديره کښې خاورو ته سپارلی شوی وو- ايا چا ته يې قبر هم معلوم دی او که نه-
د کوم نصر نيکه بابو حيدر چې اسلاميه کالج پيښور د پاره په ايکړونو زمکه ورکړې وه چې په سيمه کښې د علم رڼاګانې خورې شي-
کوم نصر چې د ايډورډز کالج پيښور نه په هغه زمانه کښې دولسم او اسلاميه کالج نه څوارلسم کولو باوجود سرکاري نوکري ځکه نه کوله چې د خپلې پښتو د خدمت د پاره به بيا وخت او ماحول ونه لرلی شي-
کوم نصر چې د پريمانه جايداد لرلو باوجود د ملنګۍ ژوند تيرولو– د پښتو د بقا او خورونې د پاره-
کوم نصر ته چې د پښتو مينې د واده کولو موقع هم ورنه کړه او بې واده له جهانه لاړو-
کوم نصر چې د پښتو د خدمت د پاره په ۱۹۴۳ کښې په بر تاکال کښې ادبي ټولی جوړ کړو او د خليق صيب سمندر خان سمندر کاکاجي صنوبر حمزه بابا کامل صيب اجمل خټک او د هغه وخت نور ليکوال يې په يو پليټ فارم راجمع کړل چې دغه دور کښې لا اولسي ادبي جرګه هم نه وه جوړه- البته د نوښار ادبي جرګه جوړه وه-
کوم نصر چې د ادبي ټولي په اجلاسونو کښې به هر وخت د انګريز سرکار د جاسوسانو او په نتيجه کښې يې سزاګانو سره مخ وو-
کوم نصر چې د پښتنو په کلو بانډو کښې ګرځيدو او د پښتو مشاعرې او غونډې به يې کولې-
کوم نصر چې ماشومانو کښې د پښتو شوق رابيدارولو د پاره سبق اموز قيصې او په وليانو پيرانو او نيکانو کتابونه ليکل او ماشومان به يې د پښتو لوست ته راپارول-
کوم نصر چې د ډير ښه مالي حيثيت باوجود په سايکل ګرځيدو – د پښتنې سيمې سکولونو ته به يې خپل ليکلي کتابونه او پمفلټونه اوړل او مفت به يې ويشل-
کوم نصر چې د کلو بانډو په جماتونو کښې د ماسخوتن مونځ نه پس ماشومانو ته د پښتو درس ورکولو او د غريبانو ماشومانو مالي او تعليمي مرستې يې کولې- چې پښتانه تعليم يافته شي او د خپلې ژبې د اهميت احساس هم ورسره وي-
کوم نصر چې پښتو کښې څلورشعري مجموعې او په شلګونو نثري کتابونه چاپ دي خو چې پښتنو به لوستي څومره وي- پوهه پرې نه يم-
کوم نصر چې په ذاتي وسايلو کښې د دارالتصنيف په نوم يوه اشاعتي او څيړنيزه اداره د هميش خليل صاحب په مرسته جوړه کړې وه او د يو منظمي ادارې نه يې هم زيات کار کړی وو-
کوم نصر چې پښتو ته د هميش خليل غوندې لوې څيړونکی او ليکوال ورکړی وو –
په کوم نصر چې د اسلاميه کالجيټ سکول استاد کفيل خان د ماسټر او د باچاخان پوهنتون پروفيسرې کرن سنين د پي ايچ ډي ډګرۍ د پاره څيړنيزې مقالې ليکلې دي خو د دې باوجو يې څومره خلق پيژني- خبر نه يم-
په کوم نصر چې د فلمسټار جميل بابر پلار مير رحمان غازي– د ريډيو پاکستان فقير حسين ساحر– او پخپله هميش خليل صاحب پرې بيل بيل کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي خو چې لوستي به څومره خلقو وي-دا راته پته نشته-
کوم نصر چې ژوند د پښتو او پښتنو له سره ځار کړو خو صله يې هيڅ نه- نه د سرکار له خوا او نه د اولس له خوا- دغه صله به يې هم کافي وه چې مونږ په رښتيا معنا پيژندلی وی– خو رښتيا به وايو چې په رښتيا معنا
مونږ نصر پيژنو ?

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ