زما تر فهمه د انسانيت د خير او بقا په اظهار کښې خو رحمان بابا د عالمګير انسانيت مرستيال او د عشق د افاقي جذبې په څرګندونه کښې په څرګند ډول افاقي دی – د هر قسمه قاميت تصور په دغه افاقي جذبه کښې د ځايولو په حق کښې نه دی او پکار هم داسې ده لکه رحمان بابا چې وييلي دي-
زه عاشق يم سروکار مې دی له عشقه
نه خليل نه داودزی يم نه مومند
خو کله چې رحمان بابا د ټولنيز شعور څرګندونه کوي نو بيا سوچه قامپاله دی- هغه په سړبنو کښې مومند او په مومندو کښې دويزی دی– او ځان ته يې سړبنی هم وييلی دی– مومند هم او دويزی هم- خو د خپل دغه ذاتي او خانداني پيژندګلو سره بيا سرلوړي د ټول پښتون او افغان اولس غواړي- د هغه استعارې او علامتونه هم پښتانه دي- د سيمې او جغرافيې احساس هم پښتون او د ژبې د اهميت تفکر هم پښتون- د هغه په وخت کښې هم درياے سند په همدغه نوم ياديدو خو هغه يې د پښتنې سيمې په پښتون نوم اباسين يادوي-
لکه سيند د اباسين په غورزنګ درومي
هسې يون دی په تلوار تلوار د عمر
هغه که د حاکمانو د ظلم زور په سبب په کومه خاوره درديږي نو هم د خپل پيښور په خاوره-
په سبب د ظالمانو حاکمانو
ګور او اور او پيښور درې واړه يو دي
هغه که د خپلې شاعرۍ تاثير د پاره کومې مستې پيغلې يادوي او پخپله ترې هم سرور اخلي نو هم د خپل باګرام ښايسته ترکې-
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمان په شعر ترکې د باکرام
هغه که د خپلې شاعرۍ په خوشبو کوم وطن خوشبويه کول غواړي نو هم نيغ په نيغه افغان وطن او افغان اولس يادوي-
چې کشور د افغانانو معطر کا
د هر بيت مصرعه مې زلفې د خوبان کړې
هغه که خپل ځان او خپله شاعري ټول عالم کښې د شهرت ګټونکي يعنې عالګير حيثيت لرونکې ګڼي نو هم سبب يې خپله پښتو ژبه يادوي او په ښکاره وايي چې-
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم-
هغه که د علم و ادب په حواله پرمخ تللې ژبې فارسۍ ته ګوري نو سيالۍ کښې ورسره د خپلې پښتو يادونه کوي-
په پښتو کښې رحمان ووې
په فارسۍ کښې سنايي
نو زه خو وايم چې د عالمګير انسانيت افاقي شاعر د پاره دغه هومره قامپالنه بس ده– د خپل دغه اظهار په نتيجه کښې رحمان بابا يواځې کوم ديني مذهبي او صوفي شاعر نه دی بلکې هغه يو پښتون قامپاله شاعر هم دی– د پښتون قاميت د احساس په بنياد هم او پښتو ژبې د اهميت احساس لرلو په بنياد هم–
0
