فالج، چې په طبي ژبه کې ورته سټروک (Stroke) یا سَرِبرو واسکولَر ایکسِډنټ (Cerebrovascular Accident) ویل کېږي، یوه خطرناکه ناروغي ده چې د مرګ سبب ګرځي یا انسان ټول عمر نیمګړی کوي. ډېر ناروغان یوازې په دې وجه ضایع کېږي چې خلک اګاه نه وي او نه پوهېږي باید څه وکړي او څنګه یې وکړي. که څه هم فالج یوه ژوره طبي موضوع ده، خو په ساده پښتو کې یې ځینې اهمې او بنیادې خبرې باید وپېژندل شي.
راځۍ مخکښې ولولو، زان پوهو او بیا به دا ټولې خبرې تکرارو چې نورو ته یې ورزدکړو
⬅ فالج دراصل څه دی؟
مازغه د وجود ټولې برخې او افعال کنټرولوي لکه د انسان تلل، لیدل، خبرې کول، اورېدل، او نور. همداسې مازغو ته د خوراک یعنې اکسیجن ضرورت وي، چې د وینې له لارې ورته رسیږي. که چیرته د مازغو یوې برخې د وینې جریان (Blood Flow) بنده شي، نو هغه حصې ته به اکسیجن سپلاي بنده شي. کله چې د مازغو یوې برخې ته اکسیجن نه رسېږي، د هغې برخې خلیې (Cells) مري، چې نتیجه کې یې د هغې حصې او د هغې سره تړلې د بدن نورې برخې متاثره کېږي، یعنې ناکاره کېږي.
#مثال: ستاسو په کلي کې د اوبو یوه لویه ټینکۍ ده چې د ټولو کورونو د اوبو ضرورت پوره کوي، خو ستاسو کور ته تلونکی پایپ وشلیږي یا بند شي، نو ستاسو کور ته به اوبه نه راځي او مشکلات به درته پیدا شي.
⬅ د فالج قسمونه
👈 1. اسکیمیک سټروک (Ischemic Stroke)
دا هغه قسم فالج دی چې د وینې د رګ بندېدو له امله رامنځته کېږي او ډېر عام دی.
رګ څنګه بندېږي؟
ترومبوسس (Thrombosis) کله چې په رګ کې د وینې clot جوړ شي.
لکیونر سټروک (Lacunar Stroke) د وړو رګونو بندښت چې اکثر د لوړ فشار (high blood pressure)، کولیسټرول یا شکرې (Diabetes) له امله وي.
کریپټو جینک سټروک (Cryptogenic Stroke):هغه بندښت چې وجه یې نه وي معلومه.
⬅ 2. هیموریژیک فالج/سټروک (Haemorrhagic Stroke)
دا هغه خطرناک قسم فالج دی چې د وینې د رګ شلېدو له امله رامنځته کېږي. په دې حالت کې، وینه په مازغو کې خورېږي او د مازغو خلیې د فشار/دباو لاندې راولي او ناکاره کوي یې.
⬅ 3. د فالج یو بل قسم، چې وختي طوروي، Transient Ischemic Attack (TIA) یا Mini-Stroke ورته ویل کېږي، دراصل دا یو خبرداری دی چې د وختي طور د وینې جریان blood flow مازغو ته د بندیدلو له وجې رامنځته کېږي.
⬅ د فالج نښې نښانې (Signs and Symptoms)
د فالج نښې په دې انحصار لري چې په مازغو کې کومه برخه متاثره شوې ده، ځکه د مازغو هره برخه جدا جدا دنده ترسره کوي.
👈 د ښي اړخ مازغه:د بدن د چپ اړخ کنټرول کوي.
👈 د چپ اړخ مازغه: د بدن د ښي اړخ کنټرول کوي.
⬅ که فالج د مازغو په چپ اړخ (Left Hemisphere) کې وشي نو
د بدن ښي اړخ به متاثره کېږي. داسې ناروغان د خبرو کولو ستونزه لري، ځکه چې هغه حصه چې خبرې کول کنټرولوي، متاثره شوې وي. د حساب، کتاب حافظې او لوستلو ستونزې هم پیدا کېږي.
⬅ که فالج د مازغو په ښي اړخ (Right Hemisphere) کې پېښ شي نو د بدن چپ اړخ به متاثره کېږي.
⬅ د فالج (Brain Stroke) د خبردارۍ نښې:
👈 که یو انسان ناڅاپه توازن له لاسه ورکړي.
👈 که د یوې یا دواړو سترګو ناڅاپي لید له لاسه ورکړي.
👈 ناڅاپه د مخ یو طرف ناکاره کېدل.
👈 اچانک د لاس او پښې کار پرېخودل.
👈 ناڅاپه په خبرو کولو کې ستونزه /مسله پیدا شي.
داسې حالاتو کې ناروغ باید زر تر زره هسپتال ته ورسوئ.
⬅ د فالج درملنه/علاج (Treatment):
که په ناروغ کې تاسو کومه د فالج علامه وینئ، باید درې څلور ګنټو دننه یې هسپتال ته ورسوئ. تاخیر بالکل نه پکار دی.
له بده مرغه، مونږ په یو داسې هېواد کې ژوند کوو چېرته چې د انسان هډو څه اهمیت نشته. په پاکستان کې د فالج لپاره په شمار څو Stroke Units دي چې ټول منظم هم نه دي.
⬅ ځینې مهمې خبرې او د فالج نه بچاو:
👈 خپل بلډ پریشر کنټرول ساتئ. که څوک دواﺉ اخلې، باید قضا پکې ونکړې.
👈 ورزش او ښه مشقت وکړئ.
👈 زان ګرم ساتئ.
👈 د شکرې (شوګر) ناروغان باید خپل شوګر کنټرول وساتي. شوګر د ډیرو ناروغیو لپاره لاره همواروي.
👈 کولیسټرول مو چیک کړئ.
#نوټ: دا لیک په داسې ډول دې چې هر پښتو لوستونکی پرې په اسانه پوهه شي. که څه هم طبې موضوعات ډیر ژور او جامع وي، خو ځینې وختونو کې مختصرې خبرې ضرورت وې.
حسین ننګیال خان