خوشے ژوند دے چې تېريږي
په لوګو او شور ماشور کښې
چې د زمکې زړۀ راتنګ شو
نو لقمان(ع) ته ئې ګيله کړه
دا تۀ څۀ رنګه حکيم يې
چې زما دارو دې ونۀ کړۀ
ګورې نه چې په ځوانۍ کښې
رنګ مې زيړ لکه زعفران شو
لقمان زمکې ته وئيل چې
دغه شور چې کوم ته آؤري
دا پخپله مونږ جوړ کړے
دا لوګي چې په تا ناست دي
دغه هم زمونږ کمال دے
که دا خلق په خولۀ لاس کېږدي
نو د شور دارو دې وشو
که لوګي په خپله کم کړي
نو ستا په مخ به سُرخي راشي
تۀ به بيا په ځوانۍ راشې
زمکې بيا لقمان ته ووې
زۀ په دغه لوګو نۀ يم
چې په ما باندې خوارۀ دي
زۀ دا شور نۀ يادؤمه
چې له هرې بلا خېژي
زۀ خو هغه لوګي ژاړم
چې د خلقو سر نه خېژي
هغه شور زۀ يادؤمه
چې د زړۀ نه پورته کېږي
لقمان زمکې ته بياوائي
تا چې کوم يو رنځ را ياد کړو
داسې بوټے خو په تا کښې
چرته نۀ دے ټوکېدلے
چې د دې رنځ به دارو شي
زمکې بيا لقمان ته ووې
نو تۀ څۀ رنګه حکيم يې
ما ته تۀ نيمګړے ښکارې
دا حکمت دې بس دے پرېږده
چرته غلے کټ کښې کښېنه
لقمان زړۀ کښې ډېر کچه شو
سر ئې ټيټ کړو فکر يوړو
زمکې ووې خفه مۀ شې
دا دارو ماسره شته دے
دغه درې پوړۍ دې واخله
يو د “حق” يو د “رښتياؤ” ده
“مينه” درېمه کښې پرته ده
هر سحر، غرمه، ماښام ترې
هغه چاله ورکوه چې
څوک په بل باندې زياتے کړي
چې رشتيا خبره نۀ اؤري
چې د مينې غږ ته کوڼ وي
که د دوي دارو دې وکړۀ
بيا به دغه لوګي نۀ وي
چې د خلقو سر نه خېژي
بيا به دغه غوغا نۀ وي
چې د زړۀ نه پورته کېږي
لقمان ګوډے څنګ ته کړے
کور په کور کلے په کلے
دغه درې نُسخې اخستې
خو اوس دوي ترې لرې تښتي
دې لقمان سره دارو دي
په ترخو کښې ډېر تراخۀ دي
چې په ژبه څوک اېښوے شي
نۀ د حَلق ځينې تېرېږي
لقمان ښۀ ستړے ستومانه
د يو ؤنې لاندې ناست دے
يو يو موټے خاؤره اخلي
ټول دارو خاؤره کښې ګډ کړي
د تاؤدې سيلۍ چپو کښې
موټے ډک کړي خاؤره وولي
څۀ ئې سترګو کښې پرېووځي
څۀ د سر وېښتو کښې انښلي
لاروي په لار تېرېږي
د لقمان په تماشه دي
په افسوس افسوس کښې وائي
دا زمونږ د قام قسمت دے
چې حکيم ئې لېونے دے
قام په غرونو باندې سر دے
خپل غمخور نه نۀ خبرېږي
په مئين زړۀ نۀ پوهېږي
خوشے ژوند دے چې تېرېږي