زمونږ پۀ کلي والو علاقو کښې اوس هم دا رواج دے – چې چرته د چا يو ځائے خوږ شي او پاړسوب وکړي نو تود ټکور ورله ورکوي – حالانکه دې له يخ ټکور ښۀ وي – چې د وينې واړه واړه شلېدلي رګونه راټول کړي او وينه جمع کیدل بند شي –
ګرم ټکور صرف هلته پکار وي چرته چې د وينې رواني زياتول مقصد وي – لکه د زنګون يا د ملا پۀ درد کښې يا چرته سپينې ونښتي چې مسل کرېمپ ورته وائي – هلته دا فائده ورکوي –
دغسې به پخوا د مرۍ پۀ خوږ کښې ګبين يا نور خواږۀ ورکړے کېدل او تراوه به ورله ممنوع وو – حالانکه پۀ تروۀ کښې وټامن سي وي او هغه د وجود مدافعت زياتوي – د دې پۀ مقابله کښې خواږۀ د جراثيم زياتولو د پاره د سرې کار کوي – د شوګر د مريض زخم ځکه نۀ جوړيړي چې د هغه پۀ وجود کښې خواږۀ زيات وي –
مونږ چې واړۀ وو او ناجوړه به شو نو کور به ئې راله ډبل روټۍ او سپينه شوروا راکوله – چې زر جوړ شي حالانکه پۀ ناروغۍ کښې وجود له توانائي پکار وي – او توانائي له ښۀ خوراک پکار وي –
چې کله به مونږ پۀ منډو ترړو کښې څنګل يا زنګون زخمي شۀ نو د زر جوړېدو له پاره به مو پرې خاوره ولګوله – حالانکه خاوره پۀ خپله د جراثيمو ډکه وي –
د اور يا بړاس پۀ سوي به مشرانو ماستۀ لګول حالانکه ماستۀ د سوي تودوالے بهر نۀ پرېږدي او زخم ښۀ خرابوي – ما پۀ وړوکوالي يو مشر د پښې د زخم سره لیدلے وۀ – هغه پرې د چرګو غول لګول – وې ئې چې د دې سره دا خاص زخم نور نه خوريږي – فکر کووم چې هغه به فنګل انفکشن وۀ – خو د چرګو غول د هغې نه ډېر جراثيم لري –
د ميرګي مرض ته به ئې پېريان وې – او مريض ته به ئې د بوسو او مرچکو دومره لوګے کوۀ چې پۀ ټوخېدو به يې ورله کولمې وشاربلې – د بجلۍ نيولے خو زمونږ خلک تر اوسه نيم پۀ زمکه ښخوي – چې زمکه به ترې کرنټ اوباسي خو دا يو جاهلانه سوچ دے – هغه کس کۀ جوړيږي هم نو دوئ ئې مرګ ته وسپاري –
#ډاکټرديداريوسفزے