Valentine and our own Eastern values 0

وېلنټائن  او  زمونږ خپل مشرقي اقدار

د سماجي رسنۍ په زغل کښې چې څه زمونږ پر غوږ شي زړه ته ئې کوزه وو دا سوچ پې نه کؤو چې دا ښه دې او که بد کم څه ښه دي او کم بد ؟ زمونږ کلتوري ارزښتونه ښه نه دي او د لويديځ ېا عربيت د ېرغل لاندې کلتوري رواېات غوره ؟ دا پرېکړه څوک کولې شي ېا دا په کم اساس کولې شي ؟ مونږ په ځمکه ډوډې خورو دا بد دي په لويديځ او نوره نړۍ کښې خلک په څوکو ميزونو او ېا په ولاړه خوراک کوي هغه ښه دي په کاشوغو خوړل غوره او په ګوتو خوړل بددي ؟ د کټ ناسته بد کلتوري رواېت دې او صوفه پالنګ غوره اوجره ساتل پالل بد دي او د ډرائنګ نوم په نامه د کور په مېنځ کښې بې چروته ناسته غوره ده څپلې پښو کول بد او ساه لنډونکي تنګ بوټان غوره دي ؟ پوښتنه هم دغه ده چې دا واک د چاسره دې او دا پرېکړه په کم سند او تله سره څوک کولې شي ؟چې خپل اقدار سپک او د بارنه راغلي هرڅه لکه د لېونې ټولنې چې د خپل اجتماعي حافطې نه غوڅ وي ښه اومني او ښه اوبلي .

د مېومنې شېر عالم ، ايسپ خان شېربانو ، تاج مامد او نمرو ،شيرنۍ مؤمن خان ،آدم خان درخانې ، د مينې قيسې ، د بودها او باچا خان د مينې غورزې پرزې او بشر دوستی د ، ګودر ،ارټ ، ورشو ، اشر غوبل ،کلې ډبه جومات ، او د خپل کور د ،نغري ، په غاړه وائل شوې د ښځينو د خولې نه روتې فولکلوريکي کيسې ټپې چې په پښتنه مشرقي ټولنه کښې داستان شوي هغه بددي خو څو زرورنو ميله لرې د وېلنټائن په نامه رارسېدلې غېر مستند قيسه غوره ؟

مونږ د خپل چاپېريال د مينې حقيقتونه چې زمونږ په خټه کښې اښکل شوي ولې نړۍ وال کولې نه شو او په احساس کمترې کښې لوېږو .
پکار ده چې مونږ د ېويشتمې پېړۍ په الوت کښې د نړۍ د هر تهذيب غوره کړه وړه خپل کړو خو د هغې نه څو سوه کاله وړاندې سوچه د خپلې خاورې او چاپېریال نه د زېږوندونکو اقدارو او رواېاتو په قيمت چرې هم نه !!!

مغرب څه کوي څه ئې اقدار دي ،؟ بس چې څه کوي د هغې د خپل چاپېريال ټولنيز پرمختګ اقتصادي شتون او تاريخ نه جوړ دي چې څنګه ئې کوي ډېر ښه کوي ، خو مونږ په هرڅه کښې ولې د فکري او کلتوري ېرغل او ذهني غلامې ښکار شو چې په پټو سترګو هرڅه قبلوو .
شريک کلتوري سائنسي اقتصادي علمي اړخ پدې وخت کښې د ټولې نړۍ ګډ ضرورت دې هر تهذيب راکړه ورکړه لري ، او پکار هم ده خو ټولنيز اقدار د هرې ټولنې د تاريخ او کلتوري ارزښت سره د زرګونو کاله د معروضي حقيقتونو سره تړل شوي وي د خپلو درنو اقدارو نه ېو دم ټوپ کول خپله تولنه د پامه غورځول د خپلې ټولنې فکري کچه په نظر کښې نه ساتل که په سياست کښې وي که په کلتوري اقدارو کښې ددې مانا د ځان وژنې وي.

مغرب زده رواېات څه وي او مشرقي اقدار څه وي ؟ ېو تاريخي حواله پدې اړه وړاندې کوؤ.
چې کله پاپائې روم د سسلي او جرمني په باچا ، فېډرک ثاني ، ( ۱۲۱۲/۱۲۵۰ )د کفر فتوا ورکړه نو ېو تور پکښې دا هم وو چې دا هره ورځ لکه د مسلمانانو پشان لامبي !
ډاکټر مبارک علي وائي د غرب پرمختګ د شرق په برکت شوې خو د شرق او په ځانګړي توګه د مسلمانې نړۍ ستونزه د شپاړسمی پس ده نه چې په زرګونو کاله پخوا.
مشرقي اقدار څه وو او څه ممکن کېدې شي ؟ غني خان وائي چې پښتانه فطرتا امن خوښي مينه ناک او د سولۍ خلک دې ،دلیل ئې دادې چې پښتنو بودها نه وو ليدلې د دوئې د وطن نه په زرګونه ميله لرې وو خو دوئې پخپل وطن کښې تش د ،بودها ، د بشر سره مينه د سولۍ او امن خبرې، اورېدلې وې دغه خويونو دوئې په ،بودها ، پشي شا مئین کړي وو او د ،بودها ، دغه صفات ئې د هغه په ،مجسمو ، کښې د خپلو غرونو په لوړو جورو کښې په هنري ډول ستائلې وو دا کم شرکي بنړه نه وه بلکې فقط د عقيدت څرګندونې وې کم چې د خپل وخت غوره هنري تجريد هم وو چې د ،سويلي ايشيا او مېنځنۍ ايشيا سره سره د يوناني تمدن د ګډون نه مېنځ ته راغلۍ وو دغه انفعاليت د پښتنو د هغه وخت د سوله ايز تاريخي خوئي برخه ګرځېدلې وو چې اوس په نړۍ وال تهذيبي ېرغل کښې په بشپړ ډول مات کړې شوې خو تاريخي شاليد داسې چرې هم نه وو ځکه په مالوم دوه زره کاله کښی فقط هم دغه د کندهارا سولائزېشن تهذيبي دوره وه چې څلور سوه کاله ئې لراوبر پښتونخوا وطن د خوندور امن په ځانګو کښی ساتلی وو .

په مشرقي اقدارو کښې د خپل درون کورني تهذيبي تړون په اساس مينه د کمې ېو ورځ سره نه وي تړل شوي بلکې دا ټول عمري رواېت وي ېو ورځ ته دا هرڅه رړول خپل درانه رواېات سپکول وي.

مولانا خانزېب.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ