دا فنکار اسم بامسمىٰ دى. د (ع ج ز) دا ماده په “اعجاز” کښې ناممکن واقع کولو لره راځي. معجزه هم دې ته وائي. د فن داسې مهارت چې د امکان حدونه تر ناممکن رسوي. دۀ خپل نوم سره بل ورستاړى/لاحقه افق هم جوړه کړى دى دا ټکى هم ډېر زورور دى. دا د زمکې او اسمان د پېوستون کرښې ته وائي. دا د وسعت او امکان د ګنجائش پراختيا څرګندولو لره داسې استعاره ده چې هم وجود لري او هم ماورائيت!
مونږ چې مجسمه ښکلا تجربه کوو نو ډېرې پديدې مو ترسترګو کيږي. د حېرت جهان لره بصري وسيله، د لمس وسايل، د بوي وسايل او د ذايقې وسايل دومره لطافت نۀ لري څومره چې د سماعت وسايل لطافت لري. دا وسيله د اواز د جهان سره تړلې ده. اواز يو ورا او ماورا حيثيت لري. دا په يو وخت د قوت او حرکت تماشې لري. د اواز خپل جهان دى خپل ساينس دى. دا د ټکو/ټکيو او ادا په معيار کښې د رياضۍ او هندسې حتمي اصول پلي کوي. د دې پکارؤنې اصول لکه د زمکې د حرکت واقعيت دى. په حسي، ذهني او ماورائي جهان کښې د اواز تقدم، تسلط او اغېز باندې بلها پاڼو کښې سىياهۍ د روڼائۍ پلوشې شيندلي دي. د دې تمهيد مقصد مې د ګران اعجاز افق د فکروفن لپاره لازمي ګڼلو. د دۀ د غورچاڼ پېمانه غښتلې ده. د دۀ د ادا انداز ځانګړى دى. د ټکو د ادا سپېڅلتيا چې کومه غوښتنه کوي دا سړى ئې برحق پوره کوي. ما ډېر ستر سندرغاړي مشاهده کړي دي چې د غږ لپاره ټکي ماتوي يا د ټکو لپاره غږ ماتوي. دا ماتول د موسيقۍ غوښتنه ده خو کۀ دې غوښتنه کښې د علم موسيقۍ جبر او زورورتيا د ټکو د ادا تقدس مات کړي نو دا د استاذۍ/استکارۍ/فني مهارت کموت وي. دا فنکار نه صرف د دې استکارۍ امانتدار دى بلکه دې په ټکو/لفظونو کښې موجود د نشېب و فراز ګنجائش د موسيقۍ سره سره د شعر د سياق په غوښتنه تکميلوي. د خج په تقاضا خو عامي ذوق لرونکي هم پوهيږي خو دغه پکارؤنه د ستر ذوق ځواک غواړي. او زۀ ګڼم دې کښې دا فنکار ځانګړې مهارت لري.
فنکار د شعور مور وي او د انقلاب د سنګهار زور وي. دوي درد او حظ یا غم او خوشالي د لطافت په يو داسې افق په اتڼ کوي چې د اغېز ناممکنات سر کوي. دوي د اظهار د مهذب اسلوب پالونکي وي ګويا د شرف اسمان د دوي په اوږو ولاړ وي. دوي د ښکلا د معراج ستنې دي. د دوي نه بغېر د ښکلا د جهان پېژنګلو نيمګړې وي. زۀ چې په دې ياد اساس اعجاز افق ته ګورم نو د پښتو اواز راته د سيالو سيال ښکاري. په دۀ کښې د پښتو اواز د خپل اعجاز افق څرګندوي. الله دې وکړي دا تنده په دۀ داسې سېرابه شي چې د بيټ نيکۀ د دعا روح لکه د دۀ په هر فنکار کښې شتۀ وي.
سميع الدين ارمان
اريانا پېښور
څليريشتمه فروري دوه زره پنځيشتم
