0

هغه خواست چې زما په ځاۓ زمونږ له اړخه شوے

خواست

مونږ خواست کوو
د خواست دننه خواست ته
چې څه اخلاص ولرې
نوے انداز ولرې

مونږ خواست کوو
مٸینانو ته
چې سیکس خاموشې وګڼې
او کیسنګ
خالص جدلیاتې عمل وګڼې

مونږ خواست کوو
تالیبانو ته
چې چرته وې کنده ډیره
باید هلته وې خاوره ډیره
که د دکاندارۍ د ختمیدلو
پکښې نه وې ویره

مونږ خواست کوو

هغه ملا ته
چې شیطان پرې زورور شو
خپل ښکر یې ماشوم شاګرد ته اړم شو
چې دا زیاتے به دې کړے وو
د ماشوم د پلار سره
د اصل ذمه وار سره

مونږ خواست کوو
کارل مارکس ته
چې خپل جنګ په هغه دنیا هم جارې وساتې
دغه طبقې ختمې کړې
اووه درجې ختمې کړې

مونږه خواست کوو

د فطرت بخښنې ته
چې د توتانو ونې د عربیانو په صحرا کښې وټوکوې
چې رباب حلال شې
څوک مٸین قلار شې
فطرت پخپله پاٸیدار شې
د اوښ د څرمنې نه خو
صرف تمبل جویږې
مخصوص معاش له چل جوړیږې

مونږ خواست کوو
د تجوید قاریانو ته
چې “ع” ژور نه ادا کوې
تیاره د مرګ واقعه ده
په مرۍ کښې یې د نخښتو خطره ده

مونږ خواست کوو
اوشو ته
چې مراقبه د ذهن ودریدل دې
باید پښتنو د مراقبې چل اونه ښایې
د ولاړ ذهن نه نور څه ودریږې
د خاموش عقل په ځاۓ
د دوې دے عقل ګونګا
کوم یو په تول دے پوره ؟
ضرورت نه لرې د مراقبې
دا مجموعې خاموشې

مونږ خواست کوو
ډیل کارنیګې ته
چې د خوږې خبرې د زده کولو په ترس
چاته منافقت نه ښایې
د زور محبت نه ښایې

مونږه خواست کوو
تنقیدې فیصلې ته
مدرسې او امریکې ته*
د انهماک کتابچې ته
چې د یتیمانو د مال برخه نشې
ورک له زمکې او عرشه نشې
ځان دې وسپارې خوددار زبان ته
چرته حقدار بازار ته

مونږ خواست کوو
باچا خان ته
چې مذهب په سیاست کښې دننه ښه دے
د سیاست د سادګۍ نه
د فیصلې د ګرانۍ نه
د نظریې د کړکیچنۍ نه

مونږ خواست کوو
ساقی ته
چې د اوبو پر ځاۓ وس
په زم زم کښې وډکا ګډه کړې
نوې مزه جوړه کړې
د
ګناه او د ثواب
یو ځاۓ پایله جوړه کړې

مونږ خواست کوو
ګمراهه شوې قام ته
چې فرق ونکړې
د ملا او د پادرې تر مینځه
د تالیب او د فوجی تر مینځه

مونږ خواست کوو
زمونږ د مرګ نه پس خلکو ته
چې په نوې پیدا شوې خلکو کښې
زمونږ مخونه او ذهنونه ولټوې
ګمراهې وړنګوې
تاریخ بیا وزیږوې

عنایت خان

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ