0

روژه ماتے ـ کجوره او اوبۀ

پۀ طبي لحاظ هم او پۀ اسلامي حواله هم روژه پۀ کجوره يا اوبو ماتول ډېرې فايدې لري –

د روژه ماتي پۀ وخت وجود له فوري توانائي پکار وي – چې د شوګر مقدار زيات کړي نو پۀ دې حواله کجوره ښۀ انتخاب دے – کۀ څوک وائي چې د شوګر مقدار زياتولو له پاره د ګوړې يا چيني شربت ولې نۀ استعمالوو – نو هغه تنده زياتوي – ځکه چې دغه ټول شربتونه hypertonic وي –

کجوره د خوږو نه علاوه پوټاشيم ، فائبر ، وټامن B6 او مېګنيشيم هم لري – چې خپلې فائدې ئې دي – ( د شوګر مريضان دې د خپل شوګر پۀ مقدار او د معالج پۀ مشوره د کجورې استعمال کوي ) –

کۀ څوک پۀ اوبو روژه ماتوي – نو هم ښۀ ده ځکه چې پۀ روژه کښې وجود dehydrate شي يعني د اوبو مقدار پکښې کم شي – نو اوبۀ ورله ډېرې ضروري وي خو شربتونه ستاسو د وجود نه شته اوبۀ راکاږي او تنده ښۀ سېوا کوي –

پۀ روژه ماتي کښې کۀ څوک زياتې اوبۀ څښي او د روژه ماتي نه پس د سر درد او د ګنګستيا شکايت لري نو پۀ اوبو کښې دې لږه مالګه اچوي – ځکه چې زياتې اوبۀ پۀ وجود کښې د سوډيم مقدار کموي – د لږې مالګې سره به دغه شکايت ختم شي – (د بلډ پرېشر مريضان دې د معالج پۀ مشوره عمل کوي ) –

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ