Fat – Sugar and Insulin 0

چربي – شوګر او انسولين

د وجود چربي دوه قسمه وي – اول هغه‌ چې د څرمن لاندې جمع کيږي – کۀ هغه مټې وي ، کۀ څټ او ولي وي ، کۀ پتنان وي او کۀ خېټه – دويم هغه چربي چې پۀ خېټه کښې دننه جمع کيږي او هغه تاسو نشئ محسوسولے – هغه د کولومو نه چاپېره ، د اينې نه چاپېره او د پنکرياز وغېره نه چاپېره جمع کيږي –
پۀ دې دواړو قسمونو کښې کښې دا دويم نمبر ډېره خطرناکه وي او دا د شوګر سبب جوړيږي – وزن پۀ دواړو کښې زياتيږي – او خېټه هم پۀ دواړو کښې پړسېدلي وي – خو فرق ئې دا دے چې کومه خېټه مټاکه ، هواره او غونډه منډه وي هغه خطرناکه ده –
کومه خېټه چې پسته وي – او تاسو ئې پوستکے پۀ لاسو کښې نيوے شئ – دا خطرناکه نۀ ده – عموماً د دې پوستکے يو شان پېرڼه نۀ وي – بلکه د نامه نۀ چاپېره پېرڼه او تشو طرف ته نرے وي –
کله چې تاسو خواږه خورئ – نو انسولين دغه شوګر د وينې نه اوباسي – او پۀ درې ځايونو کښې ئې جمع کوي – اول مسلز muscles ، دويم اينه liver او دريم د چربي خلئې fat cells کښې – کله چې پۀ دې درې واړو کښې د شوګر مقدار زيات شي – نو دوي د انسولين حکم عدولي شورو کړي –
اول د چربي خلئې اوپړسيږي غټې شي او د انسولین پۀ حکم نور شوګر نۀ قبلوي – زياتي شوګر واپس وينې ته راتلل شورو شي – دويم د اینې خلئې ورته د زياتي شوګر قبلولو پۀ ځائے هغه شته سټور شوے شوګر راپرېښودل شورو کړي – درئم مسلز توانائي جوړول کم کړي او نور شوګر نۀ قبلوي –
پۀ دې درې طرفه حمله کښې انسولین د اخيري حد پورې لاړ شي خو د وينې نه د شوګر پۀ ويستو کښې ناکامه شي – دې ته وائي انسولين رېزسټنس insulin resistance او پۀ وينه کښې د شوګر لېول وخيژي –
دلته انسان ته پته ولګي چې د شوګر مريض شومه – او هغه د انسولين د امداد له پاره ګولۍ شورو کړي – هغه پۀ اينه او د چربۍ پۀ خليو زور راولي – چې هر څۀ کوئ خو د وينې نه شوګر لر کوئ – پۀ دغه زور کښې شوګر د وينې نه اوځي – خو د چربي خلئې زياتيږي ، اينه او مسلز کمزوري کيږي او چې کله هم دوي سر اوچتوي او انکار کوي – نو د ګولو قسم يا مقدار پسې زياتيږي او دننه مسئلې سېوا کيږي –
نو تاسو سوچ وکړئ – چې ايا دا د شوګر کنټرول ساتلو سهي حل دے ؟
څومره به اسانه وي – چې تاسو خپل مسلز ، خپله اينه او خپل د چربي سېلز ژوند ته پرېږدئ – پۀ هغو به تشدد نۀ کيږي – انسولين به هم بې غمه خپل کار کوي او شوګر به مستقل پۀ اسانه کنټرول ساتي –
ډېر خلک وائي چې د خېټې چربي مې پۀ ورزش نۀ کميږي – نو جواب ئې دا دے چې دغه دويم نمبر چربي جوړيږي پۀ اسانه ځکه چې د وينې سپلائي ورته زياته وي – او ختميږي پۀ ګرانه ځکه چې پۀ دې د کارټيسول هارمون زيات اثر وي –
کارټيسول هغه هارمون دے – چې د ټېنشن او ذهني دباو سره د دې اخراج زياتيږي – ژوند هسې د ټېنشن ډک وي او چې بيا ورسره زيات وزن او د شوګر غم ملګرے شي نو ذهني دباو يو په لس شي – پاتې کسر غلط خوراکونه پوره کړي نو ورزش به پۀ دې چربي څۀ اثر وکړي –
د دې ټولو ستونځو اسان حل ، سهي خوراک او ورزش دے – دوايانې درله ټول نظام بربادوي – پۀ زور کلي نۀ کيږي –
#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ