world-kidney-day 0

د ګُردو نړیواله ورځ

دا ورځ هر کال د مارچ په دیارلسم تاریخ لمانځل کېږي.
راځۍ چې د ګردو متعلق معلومات ترلاسه کړو او ځینې اهمو خبرو ته پام وکړو
👈 ګردې د پُختورګو په نوم هم پیژندلې کیږې ۔ د انسان په بدن کې دوه ګردې وي چې شکل یې د لوبیا (Bean) شان وي، خو ځینې انسانان صرف یوه ګرده هم لري او نارمل ژوند تیروې۔
👈 د ښي اړخ ګرده (Right Kidney) د چپ اړخ ګردې (Left Kidney) په نسبت وړوکې او ښکته وي د جګر (Liver) د وجې ۔ او د چپ اړخ هغه غټه او بره وي ۔
👈 ګردې زمونږ په بدن کې د خیټې شاته طرف ته وې۔
⬅⬅د ګردو کارونه (Functions of Kidneys)
ګُردې زموږ په بدن کې ډېر کارونه ترسره کوې لکه
👈 د وینې پاکول (Blood Filtration)
👈 د تشو متیازو جوړول (Urine Formation)
👈 د وینې فشار کنټرولول (Blood Pressure Control)
👈د بدن د اوبو او نمکیاتو توازن ساتل (Water and Electrolyte Balance)
👈 د سرې وینې (Red blood cell) خلیو په جوړولو کې مدد کول

⬅⬅د ګردو ناکاره کیدو وجوهات (Causes of Kidney Damage)
👈هاﺉ بلډ پریشر ناروغي (High Blood Pressure Hypertension)
👈 د شکرې ناروغي (Diabetes Sugar Disease)
👈د ځینو دوایانو بې دریغه استعمالول (Overuse of Medications)
👈زیات مصنوعي مشروبات او چربې لرونکي خوراکونه کول (Sugary and Carbonated Drinks, Fatty Foods)
👈د ګُردو کاڼي (Kidney Stones)
⬅⬅څنګه باید خپلې ګردې روغې وساتو؟
👈 کافي اندازه پاکې اوبه څښل خو دومره هم نه چې زان پرې وپړسوۍ
👈کاربونیټیډ مشروبات (Carbonated Drinks) مه څښئ بشمول انرژۍ ډرنکس (Energy Drinks) .
👈ورزش او مشقت (Exercise and Physical Activity) کوۍ.
👈 د هاﺉ بلډ پریشر مریضان خپل BP کنټرول ساتۍ
👈د شګر ناروغان خپل شګر کنټرول ساتۍ
⬅⬅د ګردو د ناروغیو علاج کونکې ډاکټران
👈هغه ډاکټر چې د ګردو د مرضونو علاج د دوایانو په ذریعه کوې هغې ته Nephrologist وایې دا میډیکل سپشلسټ وې د ګردو ماهر وې د دې کار د بیمارۍ عوامل معلومول او د هغې علاج کول وې ۔
👈هغه ډاکټر چې د ګردو ناروغۍ علاج د اپریشن په ذریعه کوې یعنې د ګردو سرجن هغې ته Urologist وایې لکه د ګیټو/کاڼو اپریشن ،د ګردو ټرانسپلانټ وغیره۔
⬅که تاسو د خپلو ګردو معلومولو لپاره ټسټونه کوې نو د ګردو #ډاکټر ته ورشۍ او پکار ده چې انسان کال یې یو وار دوه کوې لکه د وینې ټسټ Serum Creatinine او د تشو متیازو ټسټ Urine test
#حسین_ننگیال_روغانے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ