نکروپالټکس د سماجي او سياسي علومو هغه اند دى چې دا د مرګ د حق اختيار کاروي. دا يو قسمه د مرګ د واکمنۍ ساينس دى. څوک دې ومري او څنګه دې ومري او د دغه مرګ تعين قدر دې څۀ وي؟ دا هغه واک دى چې پرې د سياسي انجنئرنګ موخې ترلاسه کيږي. دا واک ګوندونه، علمونه او دولتونه پکاروي. کله چې ګوندونه او علمونه دا پکاروي نو ردتشکيل ئې نسبتاً اسان وي خو چې کله دا واک دولتونه پکاروي نو د دې مخنيوې ډېر ګران شي. زۀ دلته دا خبره بيا تکراروم چې رياست/دولت يا کوم ګوند او کمپنۍ ته د قانونِ شخصي حېثيت چې کومې منفي نتيجې راوړې دي دا هم د هغې حاصلاتو کښې راځي. لکه ګوند/دولت/کمپني/اداره/ د اجتماعي مفاد په خاطر د نيوکې نه بالا ګرځول. دا ټول لکه د يو ژوندي فرد د ملکيت او اختيار واکمن ګڼل. بېنک فرد نۀ دى خو ملکيت او کاروبار کوي! دولت فرد نۀ دى خو ملکيت او د ملکيت حرکيات کنټرول کوي. کمپني فرد نۀ دى خو لکه د ژوندي وګړي تمامي حقونه کاروي. ګوند هم دا رنګ د اجتماعي مفادو په څنګ کښې د اختيار عدل په لاس کښې د مرضا مطابق پکاروي. اداره هم د نظرياتي سرحدونو مصنوعي او ډډ تحفظ لره بېلابېل اختيار په اولس ورتپي! دا کار دوي لره دومره اسان وي چې دومره يو ژوندي وګړي له اسان نۀ وي. د خوند خبره دا ده چې د دوي چورتالان ته چورتالان نۀ وئيلي کيږي. د دوي ظلم ته ظلم نۀ وئيلې کيږي. د دوي هر يو بد يو راجوړ کړې شوې بديهي ښۀ حسابول کيږي. اقتصادي غلامۍ، جېلونه، ماوراﺀ عدالت مرګونه او وګړي غائبول څومره بديهي بد دي! خو د اولس په نفسياتو کښې دا ورټومبلې شوي وي چې د اجتماعي ادارې په نوم راجوړ يو مصنوعي قانوني تشخص ته د دې حق ترلاسه دى. دا به لازمي د خېر اقدام وي کۀ په ظاهره هر څومره هم شر ښکاري! دا اختيار په دولتي او غېردولتي ادارو کښې، سيمه ايزو ادارو کښې او نړيوالو ادارو کښې پکاريږي. دوي عمومي مرګ سره سره د مرګ نور قسمونه هم مروج کوي. د چا نه د هغو شناخت او پېژنګلو تروړل، د چا نه د هغو سياسي سماجي او اقتصادي حقونه داسې وهل چې هغوي د خپلو دې حقونو نه داسې دستبردار شي چې دا د دوي حقونه د سره دي نۀ!
پښتونخوا کښې د تېرې يوې اوږدې مودې نه د مرګونو سياست په کوم کوم مقام وۀ نۀ شو؟ عدالتونه، جماتونه، سکولونه، کالجونه، پوهنتنونو، جلسې جلوسونه او سفرونه په مرګونو واغېږل شو خو قاتل معلوم نۀ شو! کۀ معلوم شي نو وګړي او ادارې د دوي دغه عمل ته اخلاقي او قانوني جوازونه تراشي. د چپ لاس او ښي لاس دواړه ډلې په يوه توره اووهل شو خو بيا هم سالاران اولس په دغه ساينس نۀ پوهوي! اولس نۀ پوهيږي؟ زۀ دلته يوه بله نکته هم ذکر کول غواړم هغه دا چې اولس يوه داسې هستي/Entity نۀ ده لکه څنګه چې دغه راجوړ کړې شوې مصنوعي قانوني تشخصاتو زمونږ شعور کښې اغېږلې ده چې اولس خپله فېصله پخپله کولې شي! اولس د ښۀ او بد حتمي معيارونه پېژني! د اولس اجتماعي اند يو کوټلي ريښتيا وي! دا ټولې خبرې دومره ساده نۀ دي. اولس واقعي چې يو شعور لري دې کښې بلاشک څۀ مثبت معيارونه وي خو دغه معيارونه مقتدره او دغه قانوني تشخصات خپل اصلي صورت کښې هېڅکله نۀ پکاروي. د دې پيچيده تصور سادګۍ په مونږ څۀ وکړل؟ مونږ په نيزدو موده کښې د قامي جرګې غونډه دې لپاره يوه کېس سټډي ګرځولې شو. هر چا د دې خبرې تائيد کولو چې قام به خپله فېصله اوروي. قام چې څۀ فېصله هم وکړه مونږ به ئې منو! قام ته حق حاصل دى چې خپله فېصله واوروي. اولس به د دې پرېکړې په سرسترګو مني. دا خبره دومره ساده نۀ ده ما د دې جرګې نه وړاندې هم ليکلي وۀ چې قام يا اولس داسې وګړى يا اداره يا قانونِ شخصي نۀ دى چې پرېکړه وکړې شي! ليډرشپ به د دې قام په غوښتنه فېصله کوي. ليډرشپ به پوره اوږدمهاله تګلاره او د دې يو يو پړاو ټاکي. د منزل په طرف تګ کښې د هر قسمه صورتحال وضاحت او جواز به وړاندې کوي. کۀ داسې نۀ وي نو د اولس په نوم د اولس د پرېکړې په نوم به يوه ناسته وشي او نور به هېڅ لاس ته راوړنې نۀ وي. کۀ لاس ته راوړنې ممکن کيږي نو د مقتدره سټېک هولډرز به ئې د اقتدار د غوښتنې مطابق انګېج کوي. هغه غورځنګ چې په پارليماني زيار باور نۀ لري هغه د پارليماني نمائندو په وعده وعيد وياړ څنګه کولې شي؟ حال دا چې باور ته ئې د شک په نظر کتل غښتلي وۀ! خو دې صورتحال يوه غټه ګټه هم وکړه هغه دا چې اولسي باور ته يو واقعاتي ګواهي ملاو شوه چې مقتدره زمونږ سره تعامل کښې مونږ صرف انګېج کوي. دا انګېجمنټ زمونږ د ملتيا لپاره نۀ دى بلکه دا د نورو سټېک هولډرز د مفادو لپاره دى. په جرګه دومره اعتراف جرګه مارو ته او اولس ته ملاو نۀ شو څومره چې د مقتدره لوبغاړو ته ملاو شو!
د پښتنو سياسي انجنئرنګ لپاره د مذهبي کارډ پکاروَنې نېټه چې د فطري زور نه په غورځېدو کېده نو بل کارډ ئې ورته تيار ساتلې وۀ. د يوتيا د بدلون نعره او ټيم تيار وۀ. دا ئې داسې په سرعت او زورورتيا واکمن کړل چې عمومي رائى دا وګرځېده چې اولس دوي غواړي. په اول وارې درېم مسلسل حکومت دوي ته ورکول د لوبې اصول په ګوته کوي. د مذهبي کارډ لپاره هم دا ايالت کور او سنګر ګرځول او د بدلون درغژن کارډ لپاره هم دا ايالت کور ګرځول! دا هغه ځيرکتيا ده چې کله د يو ردعمل شکل کښې يوه ټولنه خپل اصل ته د رسد او رجوع فطري زمينه جوړوي نو دوي د دې امکان ټولې لارې وتړلې. دلته يوتيا د يو داسې مصنوعي او هوائي پېژنګلو اکثريت شو چې د خپل شناخت نه لرې دي. د شناخت په غوښتنو بې خبره دي. خپل استعداد او قوتونه د يو ډډ ليډرشپ په تله کښې اچوي! د دې اخري نچوړ او مطلب څۀ شو؟ په يوې ټولنه د سياسي مرګ واک کارول. هغوي نه داسې ژوندي مړي جوړول چې لحظه لحظه په خپل تاوان خوشاليږي! دا د حقيقي جينوسائډ نه زيات زيانمن عمل دى. د دې عمل جريان ته دوام څۀ او څنګه ورکولې کيږي؟ د “اکثريت” په نوم. اکثريت اوس ريښتونې دى کۀ نۀ دى خو واک ټول په ټوله د ريښتوني پکاروي. سياست ته چې ستر عبادت او سپېځلې منصب وئيل کيږى هغه په دې اساس چې دغه د مقتدره منفي پکاروَنې کښې به سياستمدار د اولس ريښتوني نمائنده وي.
درېمه او اخري مهمه نکته د نکروپالټکس د يرې د نفسياتو نه کار اخيستل دي. يره دومره يوه اساسي زمينه ده چې په دې هر قسمه موخه ترلاسه کېدې شي. د يري وجود او عدم دواړه د عمل لپاره محرک ثابتيږي. د يرې معيار او مقدار دواړه د عمل سمت جوړولو کښې مهم کردار لوبوي. هم دا يره ده چې د وګړيو نه ژوندي مړي هم سازوي او مړۀ ژوندي هم. د يرې پکاروَنې نه جراﺀت او بزدلي يا مايوسي دواړه زېږولې کيږي. لکه عسکر ته دا رټول چې کۀ تۀ جنګ نۀ کوى نو په تا جنګ کيږي خوښه ستا! هغه ومني او جنګ ته چمتو شي چې د جنګ خوراک جوړېږم نو بادر ولې جوړ نۀ شم؟ په دۀ د جنګ او نۀ جنګ نه علاوه درېمه لاره ناممکنه منلې شوي وي. نو چاروناچار جرات وکړي. دا رنګ هم دا يره وي چې په ټولنه او اولس کښې مايوسي خوروي. د اولس زور د خدائ زور وي په ځاى په اولس کښې د يرې په لاس مقتدره ته خدائي صفات وربخښل مروج شي. دا تصور چې د دولت مقابله نۀ شي کېدى! دولت په هر حال کښې حاکم او د بريا وړ وي يوه بله مغالطه ده دا هم د نکروپالټکس حرکيات د يرې په زور په اولس کښې ژوندۍ ساتي. اولس دې ريښتياو ته نۀ وررسي چې دولت د کوم ماوراﺀ مخلوق نوم او حقيقت نۀ دى بلکه دا هم د اولس برخه ده! د دې پکاروَنه کۀ پښتونخوا کښې ګورو نو په لګ غور په مشاهده کښې راځي. د قامي پېژنګلو او قامي سوال او خپلواکۍ په تسلسل سياست کونکيو نه اولس په زور او جبر مايوسه کړې شوې دى. د دوي نه مايوسي هېڅ کوم کوټلى جواز نۀ لري. خو بيا هم اولس د دوي نه مايوسه ساتل کيږي. لکه يو مثال به د کرپشن راواخلو. د دې صوبې تېرو يوولسو کلونو کښې چا چې د نوي پاکستان جوړولو دعوى کوله او د کرپشن د خاتمې زبات ئې کولو هغو څومره کرپشن وکړو او د قامي خپلواکۍ سره تړلي سياستمدارو پوره پوره کرئير څومره پاک دى خو بيا هم دوي ته پي ټي ائي نجات دهنده او سپېڅلي ښکاري. دوي نه مايوسي نۀ ښکاري! اولس کښې د يو چا نه مايوسي ده دا مايوسي د چا په فايده تماميږي؟ اولس د خپله زوره هم مايوسه دى دا د چا په فايده تماميږي؟ دا هغه پېمانې دي چې د مقتدره او اولس رشته کښې د ريشتياو مخ راڅرګندوي. د سياسي مشرتابه او سياسياتو زمه واري ده چې د اولس په نوم د وانې/وهنې هر ډګر هم د اولس په زور بند وساتي. پښتونخوا کښې بايد اوس د يرې د کاروَنې واګې د اولس د هغه اکثريت لاس ته راشي کوم چې ريښتونې دى. د مقتدره هرې حربې او منصوبې خپل فطري عمر تېر کړى دى. دا وخت دى چې سياست او سياستمدار خپل سپېڅلي منصب بحال کړي.
پنځلسم مارچ دوه زره پنځيشتم
اريانا پېښور
