The victory or defeat of those who break the chains of slavery? 0

د غلامۍ د زنځيرونو ماتوونکيو بريا کۀ ماتې؟

پاکستان کښې د کابل په سقوط د راغلو حاکمانو زورزياتي ته سپېځلتيا ورکوونکي شرميږي هم نه چې وائي د دولت خلاف اقدام او د اولس د منشاﺀ خلاف قبضه ظلم دى! پاکستان کښې ظلم دى ت ره ه ګري ده او افغانستان کښې دا عمل سپېڅلى دى! خارجيان خو پخوا تلي دي، يوې لحظې له به فرض کړو چې دا عبوري حکومت وۀ لکه په تاکيد سره وئىلې کېدل، نو د اولسي منشاﺀ مطابق ټولټاکنې کلونه پس هم چرته په نظر راځي؟ دلته په پاکستان کښې د اسلامک ټچ مننونکي يوتياز او ‘د خدائ په زمکه د خدائ نظام’ غوښتونکي د هند د جميعت او دېوبند د مشاهيرو د سيکولرازم د لازمي غوښتنې هم پلويان دي! د نان سټېټ ايکټرز د جهاني خلافت هم بد نۀ وائي! د دومره بديهي تضاداتو باوجود هم زور او شور لري.
کله چې امريکه د افغانستان نه پخپله خوښه وتله نو دلته دوي دغه تګ ته د ماتي نوم ورکوو او موجوده حاکم ته ئې د بريا شمله ور په سر کوله خو تازه خبرونه داسې دي چې قېديان واپس کول هم مني، وسله هم بيرته واپس کوي او د بګرام اډه هم ورکوي! د يو وګړي په سر چې په لکهونه ډالره انعام وۀ هغه انعام نه فريق لاس هم اخلي. نو اوس به د بريا او ماتي د فېصلې کچ څۀ وي؟ دا لاس په سر کېدل، خپلو دعوو نه په شا کېدل به لازمي اوس هغه حکمت عملي او ژور سياسي فراست وي چې عام وګړى به پرې چرته شل کاله پس پوهيږي؟
يو بل اړخ دا دى چې ځينې خواخوږي وائي چې د امريکې سره تعامل کښې د ااا سره بل اپشن نشته دوي کۀ شرطونه مني نو سم کوي دا د دوي هوښارتيا ده. سياسي ځيرکتوب دى. کۀ نۀ مني نو يو خوا پرې مالي مدد بنديږي بل خوا پرې د کرائې د عسکرو ناتار جوړوي. ګويا مجبور دي نو د مجبورۍ حالاتو کښې سوده بازۍ له ګنجائش شته. دې حال کښې د خودمختارۍ او واک کارولو سره دومره ګټه نۀ کيږي څومره چې تاوان کيږي. سمه ده خو سوال خو ولاړيږي کنه چې فاتح څنګه مجبور دى؟ فاتح څنګه د خپلواکۍ نه لاس په سر کيږي؟ بل کله چې همدا قسمه حالاتو کښې ډاکټر اشرف غني به کوم وقتي اقدام کولو نو د دې خلقو به څۀ ردعمل وۀ؟ اشرف غني ته خو په رسا سياسي اقدام او د فراست په فېصلو پېغورونه ورکولې کېدل! په جنګ نۀ کولو ورته طعنې ورکولې کېدې! اګر کۀ د هغۀ مخې ته صورتحال د اسلامي تاريخ د درېم خليفه حضرت عثمان ابن عفان غوندې وۀ. اوس به د هغۀ د سياسي مجبوريو او محدوديتونو کومه ازاله وشي؟
بل مهم اړخ په کلونو کلونو چې په کومه خبره ج ن ګ تود وۀ. په لکهونو خلق دل کسکر شو، په لکهونو لکهونو کډوال شو. کاروبارونه تباه شو، وسايل ضائع شو، نسلونه توې شو. د جبر او ظلم قيامتونو داسې جريان ولرلو چې اغېز به ئې تر لسيزو لسيزو غزيږي، د انساني او اخلاقي زيانونو ئې هېڅ ازاله ممکنه نۀ ده خو اوس يو داسې پړاو بيا راغلى چې خبره دې په خبرو خلاصه شي! د دې پړاو ادراک خو د اولې ورځې نه معدوم نۀ وۀ. دا خو د پښتنو په فولکلوري دانش کښې اغېږلې ده چې سل دې ومره يو دې مۀ مره، ورورولي په ګزاره/دله توب کيږي، په زور کلي نۀ کيږي، د اولس زور د خدائ زور دى، چې قام سره مړ شى نو مړ نۀ وي يا تېښته هم نيمه ګټه ده! نو د دومره سترو زيانونو نه پس هم کۀ مونږ تشدد وۀ نۀ غندو. د دې نه لاس وانخلو او سياست ته درناوې ورنکړو نو رېښتونې تاريخ به مو هېڅکله معاف نۀ کړي. بايد باخبره اولس بېخبره ولس وژغوري. اوس دا خبره هم بې معنې ده چې مونږ ج ن ګ نۀ کوو خو ج ن ګ په مونږ راوتپل شي. کۀ سياست ته مو خپل غښتلې ځائ ورکړو نو د ج ن ګ د لازمي کېدلو صورت به هم نۀ راپېښيږي. دا وطن چې په ورانولو ئې بلاواسطه نيمه پېړۍ ج ن ګ وشو او بلواسطه د دې نه زياته موده نو مونږ په دې ولې نۀ پوهيږو چې په تلي کښې شړشم نۀ زرغونيږي. بايد ځان او خپل راروان کهول دې ته وهڅوو چې دا به په اوږدمهاله مبارزه او شواخون پخپله جوړوو. د دې نه بغېر بله لاره نشته.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ