0

د مارانو قسمونه – احتياط او علاج

د ګرمۍ ورځې شپې دي او مختلف قسمه ماران لارو کوڅو او پولو پټو ته راوتي وي – نو پۀ غړېدلي سترګو تګ پکار دے –

دمګري
ـــــــــ
ځينې خلک د‌‌ مار د چيچلو نه پس پۀ ټوټکو او دمګرو پسې ګرځي – دا ډېر بې ځايه عمل دے او د خپل ژوند سره لوبې کول دي – دا خبره ياده ساتئ چې ټول ماران زهرجن نۀ وي – نو کۀ څوک د دغه ټوټکو سره جوړ شوي وي – نو هغه به سل پۀ سله غېر زهريله مارانو چيچلي وي –

ابتدائي کار
ـــــــــــــــ
د مار چيچلو نه پس پۀ فوري توګه هغه ځائے پۀ اوبو او صابن وينځل غواړي او بيا پرې وچ پېډ اېښودل غواړي – د هغه ځائے نه کۀ پۀ پين وغېره نخښه چاپېره شي نو ښۀ ده چې د پاړسوب اندازه ئې کيږي –

لکه پخوا چې به وئيلے کېدل نو د زخم نه بره حصه کلکه پۀ ربړ يا کپړا تړل نۀ دي پکار – نۀ د زخم ځائے څيرل غواړي او نۀ ترې زهر د ګوتو پۀ زور يا پۀ خله را ويستل غواړي –

علاج
ـــــــ
چونکه عام خلک د زهرجنو او عام مارانو تفاوت نشي کولے – نو ښۀ دا وي چې ځان پۀ فوري توګه هسپتال ته رسوي – د مار د چيچلو واحد علاج اينټي وينم ستن لګول دي او هغه پۀ تحصيل هېډ کوارټر يا ډسټرکټ هېډ کوارټر هسپتال کښې وي – دا دوائي پۀ عام مېډيکل سټور کښې نۀ وي ځکه چې د دې د مقدار تعين ډاکټر د مريض د ټېسټ نه پس کوي –

زهرجن ماران يا نيورو ټاکسک وي يا هيمو ټاکسک – مطلب يا عصبي نظام مفلوج کوي او يا د وينې – د چيچلو ځائے ئې عموماً د غاښونو دوه نخښې لري – دغه ځائے رنګ بدل کړي خواوشا د هر وېښتۀ سره د وينې زېم ښکاره کېدے شي – د زخم چاپېره تڼاکې يا پولۍ جوړېدے شي – او نور علامات ئې د نيمې ګنټې تر درې نيمې ګنټو وخت اخستے شي –

زهريله ماران د چيچلو ځائے کښې دوه ژور سوري جوړوي او غېر زهريله درې څلور او رغي سوري کېدے شي –

بې زهره ماران
ــــــــــــــــــــــ
سور پټے مار ————– Jans Cliff Racer
دوه سرې لنډۍ ————— Red Sand Boa
بله دوه سرې لنډۍ ———— Russles Boa
کولالے مار —– Spalerosophis Ateiceps
بل کولالے مار — Spalerosophis didema
شوترمار —————- Oriental Rat Snake
د اوبو مار ————- Chekered Keelback

زهرجن ماران
ـــــــــــــــــــــ
منګرے مار يا سنګچور —– Common Krait
کړه مار ————————- Indian Cobra
ګوڼي مار ——————— Russels Viper
چمچه مار —————— -Caspian Cobra
لټکه ———————- Saw-Scaled Viper
بله لټکه ————– Hamalyan Pit Viper
زهرجنه لنډۍ ——— Gloydius Hamlynus

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ