0

د شړشمو تېل

د شړشمو تېل‌ د پښتنو کلتوري تېل وو – دا به ئې نۀ صرف د خوراک له پاره استعمالول بلکه پۀ دې به ئې واړۀ پۀ اوړني کښې د تړلو نه مخکښې غوړول – مشرانو له به ئې پرې مساجونه کول او سرونه خو به پرې هر چا غوړول – ځکه چې خلکو به ئې کرونده کوله او ډېر ارزان به ورته پرېواتۀ –
بيا د مغرب له طرفه يوه څېړنه راغله – چې پۀ دې تېلو کښې يو خاص مرکب اېروسک اېسډ پۀ زيات مقدار کښې وي او دا د زړۀ له پاره ټيک نۀ دي يعني د زړۀ د عضلاتو يوه ستونځه myocardial lipidosis پيدا کوي – دا خبره د غرب نه تر شرقه پۀ تېزۍ خوره شوه –
چونکه د مغرب تقليد زمونږ د خلکو مجبوري وي ځکه چې دلته خو تحقيق نۀ کيږي – نو دغسې د شړشمو پۀ تېلو د مافيا پۀ غوښتنه او د خپلو ذاتي تېلو فېکټريانو لانچ کولو له پاره د شړشمو خلاف پراپېګنډا عامه شوه او پۀ ټوله دنيا کښې ترې خلک ورو ورو لاس پۀ سر شو –
څلوېښت پنځوس کاله پس چې مافيا خپلو کښې ورانه شوه – نو د شړشمو پۀ تېلو بيا څېړنه اوشوه او دا خبره ښکاره شوه چې پۀ اولني تحقيق کښې پۀ کومو منږکانو کښې د شړشمو تېلو دغه بيماري پېدا کړې وه – هغو له د شړشمو مقدار ډېر زيات ورکړے شوے وۀ –
څيړنې بيا دا هم اووې چې پۀ کوم مقدار کښې دا تېل انسانان د پخلي له پاره استعمالوي – هغه د زړۀ دغه ستونځه نۀ پېدا کوي – د خبرې مطلب دا چې دا هر څۀ بالکل دروغ وو – د دې مقصد صرف خپل تېل مارکيټ ته لانچ کول او د غریبانو د معيشت سره لوبې کول وو –
د شړشمو تېل غوره چربي Monounsaturated fat او Omega-3 لري کوم چې زړۀ ته فايده رسوي – د دې نه علاوه د دې سموک پواينټ هم ډېر لوړ دے – يعني کوم ګران ګران بازاري تيل لکه olive oil او avacado oil چې مونږ اخلو د شړشمو سموک پوائنټ د دوي برابر دے –
د شړشمو د تېلو سموک ۴۸۰ فارن هائټ دے – يعني دا د عام خوراک نه علاوه د فرائي خوراک له پاره هم ښۀ دي – زۀ د فرائي خوراکونو خلاف يم خو بيا هم د پوهاوي له پاره به درته دا اووائم – چې زيات سموک لرونکي تېل پۀ لوړه درجه ګرمولو هم نۀ خرابيږي او پۀ دغه حال کښې هم صحت مند وي – دا خاصيت د شړشمو تېل هم لري –
ځکه زۀ تاسو ته وائم چې د فارما مافيا او صحت مافيا کار ستاسو د معيشت او صحت سره نشته – د شړشمو تېل پۀ قيمت هم د دې نورو نه ارزان دي – چې خپل شړشم کرئ د هغې نه تېل اوباسئ – هغه به خالص وي او د صحت له پاره به سره زر وي – نۀ به کثافتي مواد لري او نۀ به د دې نورو برانډډ بازاري تېلو غوندې کيمياوي مرکبات –
د خپل صحت او معيشت خيال وساتئ – او پۀ پټو سترګو د مغرب مريدي يعني تقلید مۀ کوئ –

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ