د زړۀ مريضان دې پۀ ښۍ ډډه او د معدې مريضان دې پۀ ګسه ډډه څملي
د خراټو مريضان دې چيت بالخت ته څملي او د خپسو مريضان دې پۀ يوه ډډه څملي
کۀ د سحر پاڅېدو سره مو ملا نخښتي وي يا مو پۀ نرۍ م
لا درد راځي نو خپل ميټرېس بدل کړئ
د خوږ پاړسوب همېشه يخ ټکور غواړي چې رګونه راټول کړي او وينه جمع کیدل بند شي – تراوۀ يا وټامن سي پکښې ښۀ وي دا مدافعت زياتوي
ګرم ټکور صرف هلته پکار وي چرته چې د وينې رواني زياتول مقصد وي لکه د زنګون يا د ملا درد
د مرۍ پۀ خوږ کښې ګبين يا نور خواږۀ خوړل زخم زياتول دي – د شوګر د مريض زخم ځکه نۀ جوړيړي چې د هغه پۀ وجود کښې خواږۀ زيات وي
د بجلۍ نيولے کس پۀ زمکه کښې ښخول هغه مړګ ته سپارل دي – هغه نېغ پۀ نېغه هسپتال ته رسول غواړي
کۀ د درد د ګولۍ خوراک اشد ضرورت وي او پۀ بروفن او پېناډول کښې کنفيوز يئ – نو پېناډول د مرۍ نه بره دردونو له پاره خورئ لکه غاښ درد ، سر درد وغېره او بروفن د مرۍ نه لاندې دردونو له پاره –
#ډاکټرديداريوسفزے
