0

مهاجرې انځورګرې (شپږمه برخه)

١٤.. فاطمه حسېني: د ښځتوب د تجربې انځورګره

فاطمه حسېني په مهاجرت کښې زيږيدلې ده. د دې مور پلار د افغانستان نه په نولس سوه او اتلس کښې تهران ته کډوال شوي وو. د مور او پلار روزنه ئې په ايران کښې شوې ده. د دوي کورنۍ يوه روايتي مذهبي کورنۍ وه. همدا لامل دى چې دا وائي زۀ او زما کار په لسګونو اروپائي او اېشيائي ملکونو کښې ننداره شو، زۀ د خپل ارټ پخپله ماډله او پخپله موضوع يمه خو زۀ وس هم د کېمرې مخې ته شرمېږم. زۀ زما د جسم سره رشته کښې وس هم د بېلابېل مروتونو او روايتي حيا له وجې مسائل لرمه. فاطمه په کال نولس سوه درې نوي کښې په تهران کښې وزېږېده. ګويا دا پېدائشي مهاجره ده. دا وائي سره د دې چې زما مور پلار
دلته لوئي شوي دي. زما زېږون دلته شوى دى. زما زدکړې، هنر او وظيفه دلته پېل شوې خو ما يوې لحظې له د ايراني شناخت تصور قدرې نۀ دى کړى. دا د شناخت موضوع دومره اسانه نۀ ده. دا د نسلونو نسلونو د نسبت په پېړيو خوره وره فطري او پېچيده موضوع ده. فاطمې د وړوکوالي نه د ارټ او انځورونو سره مينه لرله. د څوارلس کلونو عمر کښې ئې د پېنټنګ کلاسونه اخيستل. دا د ارټ سره بيخي سنجيده وه خو څۀ د قانوني ستونزو او څۀ د رهنمائۍ فقدان وۀ چې په اکادمي کچ ئې دغه عمر کښې باضابطه ارټ اونۀ لوستلو. دې مد کښې يو بل لامل د کور واله دا تاکيد وۀ چې دا دې انجنيئره جوړه شي. د دې له وجې فاطمه په انډسټريل انجنيرنګ کښې بېچلرز وکړو. دې دوران کښې به ورته لحظه لحظه احساس کېدو چې دا زما لاره نۀ ده. په ډک زړۀ او بوجهدار ذهن ئې د کور واله ارمان پوره کړو خو خوشاله نۀ وه. د ډګري اخري ورځو کښې ئې د فوټوګرافۍ کلاسونه اخستل شروع کړۀ. دې کښې ئې زړۀ لګېدو. د دې نه وړاندې ئې د پېنټنګ کورسونه هم کړي وو. دې څانګه کښې ورته خپل مستقبل روښانه ښکارېدو. کورواله ئې ډېر په ګرانه راضي کړۀ. خوشبختانۀ دې ته تهران پوهنتون کښې د فوټوګرافۍ لپاره وظيفه ملاو شوه. دې لاره هواره کړه او د دوېم بېچلرز په ارټ کښې د فوټوګرافۍ د تخصص سره ئې بل سفر راونيو. په يوه مشرقي او مذهبۍ کورنۍ کښې دا د کومې جينۍ يو باجرته اقدام وۀ. د دوي خاندان تصور هم نۀ وۀ کړى چې زموږ بچۍ به د ايران نقاشانو او ارټسټانو سره کار روزګار کوي. بهرحال ډګري ئې هم پوره کړه. نندارتون ئې هم وکړو. کاميابه وګرځېده. اوس دې دا اراده وکړه چې خپل مورني پلارني ټاټوبي افغانستان ته لاړه شي. دوه کال کښې درې وارې کابل ته راغله. او په اخري کال خو چې راغله نو دلته نه د واپس چرته تلو خيال ئې هم پرېښودو او مستقل په افغانستان کښې د مېشته کېدو عزم ئې وکړو. دلته ئې هنري فعاليتونه پېل کړۀ. خپله اداره ئې د “مستورات/ Mastooraat: Art Organization for Women & Art” په نوم جوړه کړه. د کابل پوهنتون د فاين ارټ څانګه کښې استاذه شوه. دا د کال دوه زره اوولسم اتلسم خواوشا زمانه وه. تهران سره ئې اړيکې سمې وې. هلته او دلته به ئې کتابونه وړل راوړل. دا چې په تهران کښې وه نو د افغانستان د ښځو د تجربې/ Afghan experience of womenhood تصور ئې بدل وۀ. دې يو پروژه د “حسن او جنګ” په نوم پېل کړه. د افغانانو ښځو څېرې ئې خوندي کولې. د خپلې مور او خور انځور ئې لاول د دې برخه کړو. دا وائي چې د افغانستان تاريخ او شناخت ما دښځو نه خالي ګڼلو. خو ما مدرک کړه چې داسې نۀ ده. دلته بېمثاله ښايست او لاجوابه زغم دى. په دې ښځو کښې يو پټ لاساري جنتي ښائست دى. نو ما اراده وکړه چې زۀ به د افغانستان د نوم سره ښځه تړمه. دا هېواد چې څوک يادوي نو چې جنګ تشدد او جهالت ئې مخې ته نۀ ودريږي بلکه د ښاىسته ښځو مخونه ئې تصور کښې راځي او هم دا وجه ده چې زما ارټ د دې وطن د ښځو نه تاوېږي. د فاطمې انسپېرېشن د کابل لارې کوڅې او غرونه دي. دا د دې په تخييل کښې هم يو وجود لري او دا لارې کوڅې غرونه دې مشاهده کړي هم دي. دغه دواړه ئې په خپل ارټ کښې پېوشت کړي دي. دا ليکي چې ما لازمي وګڼله چې هغه هنرونه چې د ښځو د لاس دي. ګلکاري او دسته کاري دوي کوي. کالي دوي جوړوي. قالين دوي جوړوي. زېورات او د ډېکورېشن سامان دوي جوړوي. لنډه دا چې مادي کلتور دوي زېږوي. خو په دې هر څۀ د دوي نوم نۀ وي. د دوي اعتراف نۀ وي. يادوَنه قدرې ئې څوک نۀ کوي. بل؛ لم دا چې د دغه ټولو توکو کاروبار او ګټه وټه سړي کوي. دغه ګټه وټه کښې اکثروبېشتر ښځې واکمنې هم نۀ وي. نو ما لازمي وګڼله چې دغه غيوب/غېرحاضري چېلنج کړم. دغه ټولو مرحلو کښې د افغان ښځې نوم څېره او زيار سره د ښکلا ثبت کړمه. دا کار اسان هم نۀ وۀ. د يوې افغانې ښځې عادي او غېرعادي انځور جوړول او د هغې نمائش کول خو ستر ک ف ر دى. نو زما د يو يو انځور سره بېشماره قيصۍ دي. دا قيصۍ د پېژنګلو د بحران، د جبر او زغم دي. د بېخبرۍ دي.
فاطمه حسېني د باميان په غرونو کښې د تاجک، هزاره او بدخشان د جينکيو فوټوشوټ کړى دى. دا خپل کار کښې دغه ټولې ښځې او د دوي کلتوري تنوع د افغانيت په يو تار تړي. دا وائي په ما دا ډېر بد لګي چې پښتانۀ د نسل پرستۍ منفي خبرې کوي. لکه دوي وائي افغانستان د پښتنو دى. تاجک خو د تاجکستان دي او هزاره منګوليان دي. دا دومره اسانه خبره نۀ ده. دا وائي زۀ چې د هزاره تاجک او پښتنې يو ځائ پوټرېټ جوړ کړم د چا نه چا د نفرت ښکار کېږمه. د کال دوه زره او پنځلسم نه د انځورونو دا پروژه په زورشور روانه وه. ټوله نړۍ کښي ځائ په ځائ د دې د انځورونو نندارتونونه راجوړېدل چې دې منځ کابل مات شو. دغه مهال دا په کابل کښې وه. د يو ستر اذيت نه راتېره شوه. يو خو ئې کارونه نيمګړى پاتې شو. ارمانونه خاورې اېرې شو. بل په يو امرېکن ايئرکرافټ کښې په زوره د خپل هېواد نه بهر کړې شوه. دا بيا بل بحث دى چې دا د دې ژوند ژغورل وۀ کۀ زورياتى وۀ! د خپل هېواد نه وتل بهر حال يوه مستقل ټراما ده. دا وائي چې ما سوچ هم نۀ وۀ کړى چې يو ورځ به داسې هم راځي چې زۀ به هم لکه د خپل نيانيکۀ په شان د خپل وطن نه په زوره ويستلې کېږم. دې په خپلو لفظونو دغه کېفيت داسې خلاصه کړې دى.
In a war context, exile is an easy choice but it’s a very heavy burden to bear. I’m now struggling with this new way of life, even though I had many opportunities and met amazing people. Exil is sad. I was just crying in the streets the first months I got here. Now I want to change the narrative. At the end of the day, it’s still not home.
فاطمه حسېني د نړۍ هغه لس کم عمر ترينه ارټسټانو نه يوه ده چې د ارټ اوړڅېړنې مد کښې ئې Hypatia international award ترلاسه کړى دى. د دې د کارزيار نمائش او نندارې په يواځې او د نورو نړيوالو ارټسټانو سره په ګډه تر دې دمه په افغانستان، ايران، هندوستان، ترکي، چين، جاپان، سوېلي کوريا، اسټريا، ډنمارک، اټلي، البانيه، فرانس او امريکا کښې شوي دي. په سي اېن اېن، الجزيرة، ګارډين، بلومبرګ او نور بلها پرنټ او الکټرانک ميډيا کښې د دې د ارټ ستائنه شوې ده. په دغه ټولو موقعو فاطمه خپل ځان او ارټ د يو افغان شناخت سره د افغان ارټ په نمائندګۍ وړاندې کړى دى. د ارټ د جهان په اکثروبېشتر نمائنده سټېجونو فاطمې د افغانستان، افغاني ښځې او افغانيت رسا مقدمه وړاندې کړې ده. دا چې د ياداشت/مېموري، مزاحمت، مهاجرت او پېژنګلو/شناخت موضوعاتو باندې د ارټ له خوا په خپلو مرکو، ليکچرونو او سيمينارونو کښې د کوم معيار بحثونه کوي هغه د وياړونو وياړ وي. د ښځتوب د تجربې انځورګري د دې سره ښائي.

فاطمه وجاهت: د ارټ په دارو علاج کوونکې انځورګره

فاطمه وجاهت صرف د نولس کلونو وه چې کابل په کال دوه زره او يويشتم کښې مات شو. د ارټ سره ئې مينه د وړوکوالي نه وه. چې څوارلس کلنه شوه نو کابل کښې د ارټ د معتبرې ادارې ارټ لارډز/Artlorrds سره منسلک شوه. دې ادارې د معاصر افغان ارټ په مد کښې بېشانه ورکړې کړي دي. خصوصاً د زنانو ارټسټانو روزنه او تربيه خو ئې په تاريخ کښي مثال نۀ لري. اګر کۀ د ميډيا د نړۍ تقريباً هرې سترې رسنۍ په دې اداره ليکونه او فيچرز وړاندې کړي دي خو بهرحال زۀ به کوشش کووم چې په خپل وس چرته ځان له په دې سازمان مستقل خبره وليکم. ځکه زۀ ګڼم چې د دې تاريخ سازې ادارې په باب له غوښتلې او غښتلې مقاله تر دې دمه ما نۀ ده ليدلې. ما چې د کومې پنځلس مهاجرې انځورګرې خپلې دې لړۍ کښې متعارف کړې په دې کښې متعدد د دې ادارې سره په يو نا يو حواله تړون لري. دا اداره وس هم په نړيوال کچ د افغان ارټ او افغاني ارټسټانو بېشانه رسا نمائندګي او خدمت کوي. د کابل د راماتېدو ورسته دوي په ډېره مړانه تر د پنځوسو بېلابېل ارټسټانو ژوند ژغورلې دى. دا د افغانستان د ارټ د راروان مستقبل سره بېساري ښېګړه ده. فاطمه وجاهت خپل ماشومتوب او پېغلتوب په داسې وخت کښې کابل کښې تېرولو چې دا د نورو نيزدو دورونو نه جلا وۀ. اګر کۀ د روايتي ټولنې د ساخت تاريخوالې ئې خپل قدغنونه لرل. لکه د دې د بايک چلولو سره شوق وۀ. خو کابل کښې دا بد منلې کېدۀ. نو مور به ورته د هلکانو جامې واغوستې او دې به بايک چلوو. هم دغه پتمنې مور دا د ارټ د روح سره متتارف کړې وه. همدغه مور د ارټ دغه يادې ادارې ته بوتلې او دغلته داخله کړې وه. دې د افغانستان د دولتي عمارتونو په دېوالونو د ارټ کار کښې ډېره ورکړه کړې ده. د دې څانګې سره د فاطمه وجاهت ډېره مينه وه. د دې لامل دا وۀ چې دې ګڼل چې تقريباً هر دېوال د جنګ نخښې نيخښانې لرلې، په مرميو سوري سوري وو، يا به د نورو وسلو اثار ئې لرل. بل دې څلورلارو او دېوالونو سره خوا خوا کښې بلها د تشدد سانحې تېرې وې. نو د زيات تره وړو زړو ورسره بد يادونه تړلي وو. دوي د ملګرو شره په ګډه دغه دېوالونه د ارټ فنپارې وګرځولې. ستر ستر پېنټګز ئې پرې وکړل. د کتابونو، تعليم، تربيت او بشري حقونو نعرې او انځورونه ئې پرې ورغول. دې داسې صورت خپل کړو چې هغه بد اغېز ئې ؤرک کړو. د فاطمه وجاهت د ارمانونو رېژولو دغه موده بس دوه يا څۀ دپاسه دوه کلونه وه. چې کابل مات شو نو دوي په زوره د وطن نه په وتلو مجبوره کړې شو. د فاطمه وجاهت جوړ شوى ارټ په توره سياهۍ تور کړى شو. د دې نه د ارټ ملګري، استاذان او د ارټ سامان ټول يو قسمه بېځايه قبضه کړې شو. دا د دېوال سره ولګولې شوه. خو دې همت ونۀ بائلو. د متبادلې لارې سره رامخې ته شوه. څنګه چې کابل کښي د ت ر ه ګ ر و او سخت دريځو خلاف مزاحمت ئې په رنګونو، برشونو، انځورونو او علامتونو کولو همدغه مزاحمت ئې ډيجيټل نړۍ ته راوړو. د ارټ د ډيجيټل نړۍ تربيه ئې واخسته. څوک استاذ ورسره نۀ وۀ خو خپل تربيت او ذدکړې ئې جاري وساتلې. زيات محنت ئې پخپله وکړو او هنر ئې وځلولو. ورستو نورو ملګرو هم ورسره کومک وکړو نو خدمات ئې روښانه شو. تر دې دمه دې نۀ ستړې کېدونکې انځورګرې د دوه سوه نه زياتې زورورې فنپارې وزېږولې. په دې کښې د مزاحمت مبارزه لکه د لمر روښانه ده. د بشري حقونو د مقدمې پاللو سفر پکښې توند روان دى. په افغانستان کښې د ښځو د وجود حېثيت، تعليم تربيت او موجوده ټولنيز صورتحال زوروره خبردارى ټولې نړۍ ته د ارټ په ژبه رسوي. د هر هغه اقدام چې افغان د جبر او ښکار نخښه جوړوي فاطمه وجاهت ئې په يوۀ اغېزمن ارټ مخنيوى کوي. دا محض دغه مبارزې ته وزګاره ناسته نۀ ده. د کډوالۍ دروند بوج ئې په سر نور دى او بلها ستونزې لري خو قامي زمه واريو نه يو قدم نۀ ورستو کيږي. د خپلې مور د خلې نه اورېدلې دغه حکايت چې “ادمى از برګ ګل نازکتر و از سنګ سخت سخت تر” انسان د ګل نه نازک هم دى او د کاڼي نه سخت هم. “A human being is more delicate than a flower and tougher than a rock.” د فاطمه وجاهت هر دم ياد وي. دا ورته توان وربخښي. دا د دې د مايوسۍ او اميد، هم د ژړا او هم د خندا او همت زمينه جوړيږي.
په کال دوه زره او ديريشتم کښې فاطمه وجاهت ته د هارورډ پوهنتون د مشهور پروګرام سکالرز اېټ رسک/Scholats at Risk نه مدد ملاو شو. دا پروګرام هر هغه عالم فاضل يا ارټسټ ته د ژغورنې لاس ورکوي کوم چې د يو مشکل صورتحال سره مخ وي. د ارټ لارډز ملګرو ئې هم دې مد کښې لاس امداد او ملاتړ وکړو نو د امريکا د مېشچيوسټس ايالت مشهور ارټ کالج ډين کالج/Dean College کښې د ارټ د ذدکړيالې په توګه ومنلې شوه. د دې سفر سختې مرحلې ئې څنګه سر کړې د دې باره کښې د دې متعددې مرکې مشهورې دي. دا ګڼي چې د افغانستان د امن سوال او دلته د ثبات قيام د ارټ نه بغېر نۀ کيږي. ارټ په يوخت دارو دي. اوزار دى. وسله ده. مشغله ده. د مزاحمت مهذبه تګلاره ده. د قامي امانت د پاللو وسيله ده. په تاريخ کښې هسکه غړۍ د ژوندي پاتې کېدو نسخه ده. دا ادراک چې څومره زر اولسي شي. دومره زر به د ثبات او امن راتګ يقيني شي. په کال دوه زره او ديريشتم کښې چې د فاطمه وجاهت يو سمسټر پوره شو نو د “خوب ليدونکي ډائري/Diary of a Dreamer” په نوم په يو کامياب نندارتون منتج شو. دې کښې د فاطمه د امريکا سفر، په ډين کالج کښې د ارټ زدکړې او د دې فنپارې موضوعات وو. دلته دې د ارټ نوې هنرونه زده کړۀ. خصوصاً ارټ د علاج په توګه څنګه کار کوي؟ په دې برخه کښې ئې ناشنا زدکړې وکړې. د دې وجه دا وه چې د دې استاذة پروفېسر اېمي اېډم په نړۍ کښې په دغه موضوع د اختصاص شهرت او مهارت لري. د دې پېژنپاڼه د دې تعارف دا رنګ کوي.
“Amy, a proud Adjunct Faculty member at Dean College with a focus on “Healing through Art”. She created opportunities for student collaborations across artistic genres, public schools and established artists. Amy is has also dedicated five years to the Franklin Cultural District, contributing her artistic connections with the community. As a strong advocate for the uplifting power of art, Amy believes it sparks important conversations and drives meaningful change. Through her work, she aims to inspire dialogue, positive social interactions, encourage introspection, and promote acceptance of diversity through the vibrant use of color”
فاطمه وجاهت د ارټ لارډز د همکارانو سره د امريکا سابقه سىکرټري اف سټېټ هلري کلنټن افس کښې د “د امن اوازونه/Voices of peace” نومې پروژه کښې د شريک کار کولو موقع هم ترلاسه کړې ده. د دې د ډيجيټل ارټ فنپارې په رنګ روغن، موضوغاتو، جوړخت، مرکزيت او نمائندګۍ کښې د افغان ارټ برجقې ګلدستې دي. د ښځو مخ نه کتاب جوړول، په لاسو کښې د ارټ او تعليم شعائر ورکول، د مخ په نقاب معني خېز ټکي او رنګونه شېندل، د وسلې نه د فن د ښکلا اوزار جوړول، د سترګو نه د بلې نړۍ کړکۍ جوړول، لاسونو نه وزرې جوړول، پټکي برقعو او ګيرو له جلا معنويت ورکول، پنجرې او د موسيقۍ ألې د فاطمه وجاهت د ارټ ستره علامتي ذخيره ده. اوس يو څو ورځې مخکښې په تهران کښې يوه افغانۍ مهاحره کبرى رضائي اول ؤرکه کړې شوه. د يوې مياشتې نه زياته موده غائبه وه. او دا اوس ئې د مړ وجود بلېلابې برخې ملاو شوې. دا دوه دېرش کلنه افغانۍ خپل وطن نه په زور مهاجره شوه. په مهاجرت کښې د بېشانه م رګ په ظلم زياتي ئې ژوند دلاسه ورکړو. دولتي ادارو او زمه وار چارواکو تر دې دمه د دغه قيامتي سانحې په باب له خاموشي خپله کړې ده. فاطمه وجاهت په رسنيو د دې سانحې په باب له فنپارې خورې کړي دي. د مزاحمت اواز ئې پورته کړى دى. او دغه اواز د څۀ خلقو د حرکت او عمل اساس ګرځيدلى دى. الله دې وکړي چې دا د ارټ په دارو علاج کوونکې انځورګره ډېرې کاميابۍ ترلاسه کړي. دلته د دې د استاذې پروفېسر اېمي اېډمز د دې په حواله د ورکړي تاثراتو په ټکو خپله خبره راغونډوم.
“Working with Fatima has been a gift and opportunity to experience an exchange of culture through the lens of art,” Amy said. “She has been very transparent in sharing so much about her history and life back in Afghanistan. I feel a sense of gratitude in guiding her through this part of her artistic life and journey. I am really looking forward to seeing what the future unfolds as Fatima continues to develop her skills, amplify her message of the oppressed and adapts to her new home.”

١٦.. نګينه عظيمي: د ښځتوب د خوشالۍ د تجربې انځورګره

نګينه په کال نولس سوه نهۀ نوي کښې په کابل کښې زيږيدلې ده. دې د وړوکوالي نه غوښتل چې د قانون زدکړې وکړي. عدالتي نظام کښې ججه/قاضي جوړه شي او د خپل اولس تر درشله انصاف ورسوي. خو قسمت د دې په برخه نور ډېر څۀ ليکلي و. دې ته د قانون/ حقوقو په څانګه کښې داخله ملاو نۀ شوه. او د فاين ارټس څانګه کښې ورته داخله ومنلې شوه. د دې د ارټس سره هم مينه وه. دغه څانګې ته د رسمي زدکړو لپاره داخله شوه. خو د دې د ارمانونو کور هغه وخت ړنګ شو چې د ارټس برخه کښې دې کوم څۀ متصور کړي وو هغه د نصاب برخه نۀ وه. دلته بس د نېچر جوړلو هنر وۀ. د اسلامي خطاطۍ تخصص وۀ. او مني اېچر غلبه وه. دې يو وارې د استاذ نه تجازه وغوښته چې د ښځې د خوشالۍ لمحه انځور کول غواړمه. د ښځو د ګډا حرکتونه خوندي کول غواړمه. دې ته اجازه ملاو نۀ شوه. دا بېخي داسې ده لکه کوم حال چې پاکستان کښې په پوهنتونونو کښې د فلسفې د څانګې دى. دلته چې هرې د فلسفې کومې څانګې ته ورشى نو په نصاب کښې به ئې د فلسفې تاريخ، نيوپلاټونزم، عام کلام او تصوف يا بس لږ ډېر اخلاقيات شامل وي. يا د دغه ټولو ملغوبه وي. د فلسفې معاصر مباحث او غوښتنې د ټولنيز، دولتي او مذهبي جبر دلاسه نۀ اېډرس کيږي. د سره موضوع نۀ جوړيږي. کۀ څوک ئې جوړوي ورباندې د ليوني او ک ف ر ټاپې لګي. بهرحال نګينه وائي ما د کابل پوهنتون نه د فاين ارټس ډګري واخسته خو مطميئنه نۀ ومه. د ارټ سره تړلي خلقو پسې ئې لاس وهل پېل کړۀ. داسې ادارې لټول ئې پېل کړۀ نو ډېر زر د “ارټ لارډز” په درشل پېښه شوه. دا هغه اداره وه چې د نګينه عظيمي د ارټ د تصور سره ئې سمون خوړو. نګينه وائي چې زما د دوي د ماټو خوښه شوه چې دوي ورته “ارټيويزم/Artivism” وېلو. او د دې همکارانو به ځان ته “ارټيوسټ/Artivist” وېلو. د دې ادارې دا نوم “ارټ لارډز” د “وارلارډز” په مقابله کښې ودرولې شوې نوم وۀ. ما ته دې فکري توسع او رسائيت ډېر خوند راکړو. دا اداره مې مسکن جوړ کړو. د دوي سره مې ګډ کار پېل کړو. دا وائي چې زما د ارټ د ذوق مېدان بلاواسطه سياسي يا سماجي نۀ وۀ. ما خو بس د ښځتوب د خوشالۍ د تجربې هره لحظه خوندي کول غوښتۀ. د دوي د ژړا فرياد او زغم هم راته احساس او درک وۀ خو خدائ خبر ولې ما بس د دوي د اسوده حالۍ، خندا، لذت او لطافت برخې د ارټ موضوعات جوړول غوښتۀ. د ارټ لارډ ملګرو ئې د دغه اختصاص قدر کوو. دې په کابل کښې او د هېواد په نورو صوبو کښې په دېوالونو د ارټ فنپارې جوړولو باندې لاس پورې کړو. د دې د ژوند بدليدو لمحه او په ارټ د باور پخېدو لحظه او نکته عروج هغه وه چې د ” زهرا” ستر انځور ئې د ملګرو په مدد په جنګ زده دېوال ثبت کړو. زهرا څۀ بلا ده؟ دا د افغانستان د ښځو اولنۍ ټول په ټوله د موسيقۍ داسې ارکسټرا ده چې هره غړې ئې ښځه ده. دا ښځې په تېرو دېرشو کلونو کښې د خپل کورونو قبيلو او خطې لاولنۍ ښځې دي چې. د موسيقۍ زدکړې ئې کړي دي. دوي د افغانستان د ټولو صوبو نه کابل ته د افغانستان د نېشنل انسټيټوټ اف ميوزک کابل برخه جوړې شوې. د دې ادارې بڼسټګر ډاکټر احمد سرمست دى. د” زهرا” په ډله کښې چې کومې ښځې شاملې دي دلته محض د هغو نومونه ليکمه. سنبل، شګفته، انيته، ترانم، واجيه کابلي، ظريفه اديبه، سميه احمدى، واجيه، نظيره ولي، ګلمينه، مرجان فدائي، ګلالۍ نورستاني، لورين، نګينه خپلواک، مدينه، ښاپېرۍ، مرام عطاي، مرضيه، عزيزه ساپۍ، کرشمه، شکريه، مژګان، رابعه احمدي او مينه شاملې دي. په دې يوه يوه ځان له يوه يوه مقاله ليکل په مونږ قرض دي. د زهرا خپل ويبپاڼې باندې د دوي د کارزيار تفصيلات خوندي دي. دلته د افغانستان د موسيقۍ په تاريخواله هم کافي مواد خوندي دي.
نګينه عظيمي وائي چې په نرواکه ټولنه کښي د “زهرا” مسکي مخونه انځور کول يوه تاريخي واقعه وه. او بل د دې انځور جوړونکي ټول په ټوله ښځې وې دا يوه بله تاريخي واقعه! دې اقدام ارټ زما کلي نړۍ وګرځوله. دا يوه مرکه کښي وائي چې همدا رنګ په افغانستان کښې په اوولس تاريخي ځايونو مونږ اوولس ستر ستر په دېوال د ارټ فنپارې ثبت کړې وې. زما د ژوند د خوشاليو دغه عمر ډېر لنډ تنګ وۀ. دا محض څلور کلونه عرصه چې لکه د څلور ورځو په ما تېر شو خو ما په پکښې څلور ژوندونه اوويستل. څلور کاله پس قيامت راغلو. کابل مات شو. تيرې خورې شوې. د يرې حکومت شو. سياهي راورېده او هر لاره هر ګوټپېر او کوڅه ئې توروله. کابل چې دغه تيرو نيولو نو دې د کابل ريښتونې سپېڅلې لور په يو دېوال د بارودي سرنګونو د مخنيوي لپاره انځور ثبت کولو! دغه کار ئې نيمګړې پرېښودو او د ژوند ژغورلو په منډه کښې بوخته شوه. خپل د ارټ فنپارې ئې د فرېمونو نه په ژړا ژړا اوويستې، راماتې ئې کړې او د خوندي کولو هڅه ئې وکړه. خو څۀ خوندي شوې او څۀ ضايع شوې. همدقه لنډو ورځو کښې نګينې دوه انځورونه په کېنوس ثبت کول پېل کړي وو. دا مهاجره شوه. د کډوالۍ ژوند او بوج ورپه غاړه شو. البانيه ته ورسېده.د مهاجرو کېمپ کښې ئې تقریبا اووۀ مياشتې واړولې. ژوند ئې بل رخ اختيار کړو. کور پاتې مورپلار پاتې رور په يو در او خور په بل در ډغرې خوړې. ژوند مخکښې او نګينه ورپسې وه. دې ټوله غوغا کښې يو ارټ وۀ چې د دې دلاسه او حوصله به ئې ستروله. په مهاجرت کښې ئې د ارټ هلې ځلې پیل کړې. په کومه علاقه کښې چې وسېدله دلته ورته نور دوه درې زاړۀ ملګري ارټسټان ترلاسه شو. دوي سره ګډ ئې په خپله علاقه Brattleboro او برلنګټن کښې په دېوالونو د ارټ فنپارې جوړول پېل کړۀ. ټوله علاقه ورته حېرانه وه. دوي ئې نازول. د دغه علاقې د ارټ منسټري، لرغونتونونو او ارټسټانو ورته پام راوګرځېدو. دولتي د ارټ کارونه ورته ملاو شول. په دغه ښارونو کښې ئې په دېوالونو د کابل يادونه ثبت کړل. دې دوران کښې نګينه يو خيالي افغانستان د “ناليدلى افغانستان” په نوم يوه ستره فنپاره وزېږوله. دا د ارټ يو شاهکار دى. دې کښې د باميان لمنه کښې د افغانستان غمونه او ارمانونه انځور شوي دي. دا انځور دا مهال په نيويارک ښار کښې د ملل متحده په هيډکوارټر کښې اوېزان دى. دوي چې په مهاجرت کښې په خپل هغه ښار کښې چې دوي پکښې مېشته دي د دغه ځاى د مقامي معروف ارټسټانو سره په ګډه يوه پروژه راجوړه کړه او هغه اوولس واړه په افغانستان کښې جوړ ستر ستر د دېوالونو ارټ چې هلته راغلي حاکمانو په تورو کرښو ؤران کړى او ړنګ کړى وو دوي دلته اوولس واړه راجوړ کړل! د افغانستان اروپا او امريکا د دېوال ارټ ئې سره داسې ګډ کړو چې د مهاجرت، شناخت، ياداشت او ښځتوب نوې نوې معنويتونه ئې وزېږول. درې پروژې کومې چې د دوي ډېرې مشهورې شوې په دې نومونو دي. يوه د “Passages: Identity, Memory, and Transformation.” په نوم ده. بله د “Passages of Resilience From Kabul to New Horizons” at the BCA Center in Burlington” په نوم ده. او درېمه د “Honoring Honar” exhibit at the Brattleboro Museum & Art Center” په نوم ده. دغه درې واړه نومونه هم په خپل ترکيب د افغان ارټ د نمائندګۍ ستره ګواهي ده. د ارټ د دې درې نړيوال پراجکټونو په باره کښې د نړۍ ستر ستر ارټسټانو او د ارټ نقادانو خپل تفصيلي تقريرونه او تحريرونه ثبت کړي دي. دا د مهاجرې انځورګرې ورکړه ده. کۀ دغه اعترافونه راټولوم خبره رانه نوره غځيږي بس دلته به د نګينه عظيمي د زمه دارانه کردار او سنجيده تشخص په دې ګواهۍ خبره راټوله کړم.
“Every day is a new law, a new restriction on women in my country Afghanistan ,” Azimi lamented. “I’m carrying lots of responsibilities, not only for myself to just start a new life here and be free, but to be a voice for people who cannot have one.”
جاري
سميع الدين ارمان

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ