heraclitus-logos-as-the-rational-principle 0

هرکلایټس — لوګوس د منطقي اصل په توګه

هرکلایټس — لوګوس د منطقي اصل په توګه
Heraclitus — Logos as the Rational Principle
هرکلایټس د لوګوس Logos / عقلانیّت د قانون تصور وړاندې کړو چې دا هغه عقلاني حرکت دے چې د دنیا هره پېښه منظموي. هرکلایټس ووئيل که څهٔ هم واړه اشیاء په تلپاتې حرکت perpetual motion کښې دي خو په انسان کښې د لوګوس اتقان په دې ټولو شیانو کښې د بې نظمۍ مخه نیسي. د دې داسې مثال دے که مونږ هر څومره بدلونونه او بدل حالتونه وینو خو د دې شاته یو جوړ شوے عقلاني نظم پروت وي او دا داسې کار کوي لکه څنګه چې د ټریفک قوانین د حادثو شرح کموي.
د هرکلایټس په نزد د عقل (logos) کارول دا معنیٰ لري چې ځینې وخت مونږ د خپلو احساساتو نه بهر وځو او د عقل او منطق نه کار واخلو او د خپلو ستونزو حل لاره په سړه سینه (cool-headed) وسنجوو او بیا د خپل هدفیت د پاره لاره وټاکو. دا طریقه د انتخاب د پاره غوره وي لکه د خپل ځان د پاره مضمون ټاکل، د کاروبار په حقله سم انتخاب کول، یا په شخصي ژوند کښې د خپلې کورنۍ شخړو د پاره په صحیح سمت د پرېکړې لاره هوارل پکښې شامل دي.
هرکلایټس دا هم وائي چې عقل په انسان کښې د بدلون باور را مینځ ته کوي. د مایوسۍ نه د وتلو د پاره او د عقل او منطق د استعمال سره مونږ د ژوند د پیچ و تاب نه وتلې شو. که څهٔ هم حالات بدلېږي او په هر څهٔ کښې تغّیر راځي خو د بې وسۍ نه بهتره دا ده چې د ژوند په دې پېچلي ګردابونو کښې خپل ذهني توازن برابر وساتو.
که په ژوند کښې هر څومره بدلون روان وي او راځي خو مونږ بې اختیاره نهٔ یُو بلکې مطلق اختیار زمونږ سره دے نو باید د طوفانونو په جریان کښې رانشو بلکې په انسان کښې د لوګوس ځواک موجود دے او دغه لوګوس د ژوند د سکون، د ژوند د ثبات او د ژوند د تېرلو زمینه برابروي.
وروسته رواقيانو (Stoics) د لوګوس نه د الٰهي قانون معنیٰ واخېستله ، دغسې رواقي فلسفیانو ترې د اخلاق، صبر او عقلاني تصور تعلیمات اخذ کړله. په نوافلاطونیّت کښې لوګوس د بدلون د تسلسل یوه کړۍ وګڼلې شوه. په قرونِ وسطی کښې د لوګوس نه د Word of God خدائي کلام تصور واخیستې شو او لوګوس ئې د توحيدي فلسفې بنسټ وګرځوه ، دغسې لوګوس د کائناتي نظم الٰهي دلیل شو. په ماډرن فلسفه کښې لوګوس د طبیعت قوانين / Laws of Nature، او د فیزک Cause/Effect د علمي دوام جدید شکل دے یعنې کائنات chaotic نهٔ، بلکې law-based دے. لوګوس د کانټ افکار هم بدلوي او وائي چې اخلاقیات د عقلانیّت د اصولو په اساس زېږي او د احساساتو کمال پکښې نشته.
په Existentialism او Modern Psychology کښې بدلون حقیقت دے خو د دې سره ژوند کول د عقل په بنیاد کېږي یعنې د بدلون بار دروند وي خو انسان د ژوند مثبت مرام په خپله ځان له ټاکلې شي نو دغه واړه فلسفیانه بهیرونه لوګوس ته subjective معنیٰ ورکوي.
هغه نظم و ضبط چې هرکلائټس ورته لوګوس وائي د اسلام په نزد سنت الله، الٰهي نظم، حکمت او د قانونِ الٰهی نوم ورکوي. قرآن کریم د تدبر، تعقل (Logos) او د تفکر تلقین کوي او وائي چې عقل لاره ده او وحي رڼا ده. د هرکلائټس نظریه د اسلامي تعلیماتو سره موافق ده چې بدلون شته دے خو اسلام وائي د دې بدلون شاته الهي نظام پروت دے. قران کریم هم د Reason خبره کوي چې وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ- آل عمران:159 چې د خپلو کارونو په حقله مکالمه ، مشاورت او سوچ و فکر کوئ.
په دې دور کښې بېلا بیلې زده کړې د لوګوس علمي سر چینې دي حتیٰ چې په شخصي ژوند کښې هم دغه زده کړې کول پکار دي ، د رهبرۍ مهارتونه ، تکنیکي پوهه، د ستونزو د حل لاره او د پریکړې کولو روزنه Problem-Solving and Decision-Making Training ، د مدیریت د پاره د بدلون روزنه او دغسې د احساساتي پوهې او مقاومت (Resilience) روزنه پکښې شامل دي .
که فکر وکړو نو زمونږ شخصیت دومره کمزورے شوے دے چې Default پوزیشن مو هم بائیللې دے. دروغ ، منافقت، حسد، الزام تراشي، دشنام بازي، دهوکې، مرګ ژوبله ، بهتان بازي او هاغه کوم عیب دے چې مونږه ترېنه عاري یو بلکې مونږ د خپل رب سره هم د خپل نفس د پاره د تدلیس نه کار اخلو. زمونږ د Calculus یو پرفیسر به وئیله چې ما په لندن کښې اسلام وه نهٔ موندو مګر د اسلامي اخلاقیاتو مجسمې مې ولیدلې او زمونږ په خاوره اسلام شته خو اسلامي اخلاقیات مفقود دي. دا د تشویش خبره ده.
خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ