137

مداريان

د عامل شوف شوف يو کلپ مې له مخې تېر شۀ – هغه وې چې زما سره جنات دي – او زما سترګو له خدائے خصوصي طاقت ورکړے دے – چې صرف زۀ ئې ليدے شم او نور څوک ئې نشي ليدے – د دې خو اسان حل دے – چې دے اونيوے شي او نظر ورله چېک کړے شي – چې ايا دے د عام خلکو نه د رڼا ډېر رېنج ليدے شي – ځکه چې د رڼا اووۀ قسمونه دي – او انسان پکښې د ښکاره رڼا visible light يو معمولي رېنج ويني –
د دې نه علاوه کۀ چا ګاما ويژن لرلے هغه به رېډيشن ليدے شو ، پۀ اېکسرے وژن کښې به ئې د دېوالونو دننه ليدل کولے شو او پۀ الټرا وائلټ ويژن کښې به ئې توانائي ليدے شوه – چې دا پۀ ناممکناتو کښې دي –
دغسې کۀ څوک وايي چې جنات زما سره خبرې کوي – نو د هغه د غوږونو رېنج چېک کول غواړي – ځکه چې د عام انسان د اورېدو طاقت د ‌۲۰ هرټز نه تر ۲۰ کيلو هرټز پورې وي – او د جناتو اواز پۀ دې رېنج‌کښې نشته‌ – ګنې هر چا به اورېدۀ او د هغو سره به ګوش ګذار وۀ – کۀ بيا هم څوک وائي چې زۀ ئې اورم نو دې مرض ته مونږ hallucination وايو –
د فزکس سټرنګ تيوري يا مفروضه د يولسو ډايمنشنز يا ممکنه سمتونو ذکر کوي – چې مونږ پکښې د اولني درې سمتونو مخلوق يو – ځکه چې د انسان حرکت مخکښې ورستو ، لاندې باندې او ښۍ پۀ ګسه ممکن دے – چې مونږ ورته 3D هم وايو – او زمونږ پوره دنيا پۀ دې درې ډايمنشز کښې قېد ده چې مونږ ترې باهر نشو وتے – کېدے شي چې پۀ نورو ډايمنشنز کښې مونږ د دې دنيا نه اوځو – د ټايم ډائلېشن يا پۀ وخت کښې د حرکت مفروضه د څلورم ډايمنشن ده –
کۀ مونږ مخکښې سمتونو ته ځو نو کېدے شي چې د عالم ارواح ، د عالم برزخ ، د بګ بېنګ نه مخکښې موجودګي پۀ دې نورو سمتونو کښې وي – او بيا يو داسې ډايمنشن راشي چې هلته د فزکس قوانين بدل وي او يوه ورځ د پنځوس زره کالو وي – او اخيري ډايمنشن داسې وي چې پۀ خيال کښې دې څۀ راځي او هغه کيږي لکه د جنت تصور –
خبره د جناتو وه – نو اوس پته نۀ لګي – چې دا د کوم ډايمنشن مخلوق دے – ځکه خو قران مونږ ته وائي چې جنات تاسو د هغه ځائے نه ويني – د کوم ځائے نه چې هغه تاسو نشئ ليدے – يا پۀ سوره سبا کښې د حضرت سلېمان عليه السلام مخې ته ملکه بلقيس د تخت د راوړلو دعوا چې کشش ثقل پرې اثر نۀ کوي – نو دا خبره خو د 3D يا د دې دنيا نۀ ده –
مجاهد ملته د جناتو عاملانو او تعويذ ګرو پۀ نوم پۀ دې ذهني او نفسياتي مريضانو مۀ ورپسې کېږئ – دوي د خپل علاج له پاره ډاکټرانو له ځي نو ستاسو به څۀ علاج وکړي – د دوي مزارونه او ګدۍ ځکه چليږي چې مريدان ئې نه دنياوي علم لرئ او نۀ ديني – پير هله کامل شي چې پۀ مرید ئې د جهالت حد تمام شي او د دوي کاروبار له هم دغسې مخلوق وده ورکوي –
#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ