٨.. ربابه محمدي: د ارټ لورکۍ
دا د کال دوه زرم د ستمبر د مياشتې دېرشمه نېټه وه چې د افغانستان د تاريخي ښار غزني سره خواوشا مالستان کښې يوه ماشومه وزيږېده. مور پلار ورله ربابه محمدي نامه خوښه کړه. د زېږون نه لږه موده پس د ربابه مورپلار محسوس کړه چې د دې پښې او لاسونه عادي نۀ دي. ربابه خپلو پښو او لاسونو ته د نورو ماشومانو په شان حرکت نۀ شو ورکولې. ورځې شپې تېريدلې او د مور پلار اندېښنې ئې زياتېدلې. درې کاله تېر شو. په مقامي علاج دمونو او ټوټکو ئې هم زړۀ ستړى شو. د کابل ښار ته په دې هيله کډوال شو چې د ربابه علاج وکړي. دلته هم ډېره موده داسې تېره شوه او دوي د هسپتالونو او ډاکټرانو نه مايوسه شول. ربابه دې دوران کښې يو درز هم وخوړو چې دې د وجې ورته اوږد درد ورسېدو او تر ډېرې مودې په کور او کټ بنديوانه شوه. د دې د مرض تشخيص څۀ داسې وۀ چې دا پيدائشي د جزوي پالج ښکار وه. زمونږ د ټولنې ډېر رواجونه د جهالت زيږينده دي. يوه مرکه کښې د دې تفصيل داسې راغلې دى چې د ربابه مور پلار او خاندان ته به خلقو وېل دا ستاسو د کومې ناکرده ګناه سزا ده. يو خوا جينۍ ده او بل خوا معذوره! مونږ څومره جاهل يو چې د خدائ د انصاف په وصف تور لګوو. چې يو انسان د يو جرم سزا بل انسان له ورکول ظلم ګڼي نو د خدائ د انصاف نه دا طمع څنګه لرلى شي چې هغه د يو چا د ګناه سزا بل چا له ورکوي؟ خو دا دروغ نۀ دي زمونږ ټولنه کښې اوس هم دا او داسې نور جهالتونه ښۀ ډير دي. د ربابه مور پلار د دې د علاج په حقله تقريبا مايوسه شول. هر چا جوابي کړل. خلقو او د تشدد پلويانو سخت دريزو ورته ويل چې بس په کور ئې کېنښوه. دې کښې نوره ډېره موده اووتله. ربابه هوښياره وه. هغې چې به کتل چې نور ټول واړۀ مکتب ته ځي. کتابونه او د سکول کالي سمبالوي. ليک لوست کوي. زۀ خپل نوم قدرې نۀ شم ليکلى! ډېره به وزورېده. ځان به ورته ډېر بې وسه او نيمګړى ښکارېدو. د يواځيتوب لمحو به بار بار چيچله. د ورځو نه يو ورځ وه د دې د خور نه يوه کاپي او قلم کور پاتې شوي وو. نور ټول خلق په کارونو پسې او د دې وروڼه خوېندې مکتب ته تللي وو. دې دغه کاپي او قلم په څۀ چل هنر راواخستل. د څو کلونو نه چې د دې په زړۀ کښې کوم ارمان غزونې کولې چې کاش ما ليک لوست کولې شو، خپله نامه مې ليکلې شوه يا کومه کرښه قدرې خو مې راښکې شوه! له ئې د تعبير ورکولو هڅه پېل کړه. په لاسونو ئې کوشش وکړو خو قلم ئې ونۀ نېول شو. د لاسونو د وس نه دا بهر وه چې قلم پرې ونيسي. دوېم نظر او هڅه د پښو په پنجه وکړه. د دواړو پنجو په زور ئې د قلم نيولو کوشش وکړو خو وس به کاغذ څنګه راسموي ځان ته؟ په دې زيار کښې ئې په پښو د درد دورې تلې راتلې خو ربابه عزم کړى وۀ چې د قلم نيولو چل به ايزده کووم. کله به يو رنګ ورته کېنښاسته کله بل رنګ. قلم نيولو سمون نۀ خوړو. اخر ئې سوچ وکړو چې لاسونه او پښې مې د قلم نيولو جوګه نۀ دي نو ولې نه چې په خلۀ کښې دا قلم ونيسمه او کرښې راکاږم. په شونډو ئې د قلم زاويه سمه کړه او په کاغذ ئې کرښه راښکه. دا نېغه کرښه وه. ورته ئې څو لحظې وکتل او بيا ئې بله کرښه راښکه. دا کږه کرښه وه. دې دوه کرښو ربابه ته يو نوى ژوند ورکړو. د اميد تخم چې د دې په ذهن کښې ئې اضطراب جوړ کړى وۀ، ټوک اووهلو. اوس چې به څنګه د کور وګړي کار له او د دې وروڼه خوېندې مکتب ته لاړل نو دې به دغه قلم او کاپي راواخستل او کرښې راښکل به ئې پېل کړۀ. ډېرې ورځې ئې دا شواخون وګاللو. کرښې به ئې راښکې او کاپي قلم به ئې د خپلو جامو په يو پنډوکي کښې پټولو. ډېرې ورځې پس د قلم نيولو سره په دې هم پوه شوه چې قلم په شونډو او ژبه د بېلابېل حرکت قابل کولې شمه. له دې نه پس ئې د ډراينګ هڅې پېل کړې. دا بيخي په مزه مزه د زړۀچاودون کار وۀ. د دې هېڅ يو استاذ نۀ وۀ. ځان ته پخپله ئې درس او تربيه ورکوله. چې لږه نوره موده تېره شوه. د دې د ډراېنګ او کرښو تته ژبه په تړتړو خبرو راغله نو دې وګڼل چې بايد اوس زۀ خپله کوړمه د دې نه خبر کړمه. تر ټولو اول ئې هغه خپله کاپي چې دې پکښې دا يوه ډېره موده د هر چا نه پټ پرېکټس کړى وۀ راښکاره کړه. ټول ډېر زيات حېران شو. دومره حق پق وو چې دا منلو ته تيار نۀ وو چې دا ربابه کولې شي! ربابه د دوي يقين راوستو لپاره دوي ته د خپلې زده کړې عملي مظاهره وکړه. په ټول کور يوه ناشنا خوشالي راغله. اوس د دې راز ښکار کولو مرام د ربابه دا وۀ چې هغه ليک لوست ايزده کړي. وړوکې خور ورته الف با پېل کړل. نورو د کور خلقو ورته قلم کتاب راوړل. يوه نوې سلسله روانه شوه. وروڼو خوېندو به ئې چې مکتب کښې څۀ زده کول ربابه ته به ئې ښودل. دا يوه بله ډېره ګرانه مرحله وه. دې به ډېر په مزه مزه زده کړې کولې. په ذهن به ئې دې بوج جوړولو چې زۀ ولې ډېر څۀ ډېر زر نۀ شم ايزده کولې. يوه ورځ دې په ټي وي د وژول ارټس يو پروګرام وليدو. په اول وارې په خالي کېنوس ئې د يو د ارټسټ فنپاره رغول وليدل. د دې نه وړاندې دا د داسې کوم کار نه بيخي بېخبره وه. دغه ليدو دې ته يو مرام وبخښلو. دې خپله ټوله کوړمه راغونډه کړه ورته ئې دغه پروګرام د يوې لېونۍ خوشالۍ او عجبه ځواک سره وښودلو. دوي ته ئې اووېل چې زۀ هم داسې ارټسټه جوړېدل غواړمه. د کور خلقو ئي يو بل ته وکتل. نا اميده وو خو د ربابه ارمانونو او جذبې مخې ته مجبور وو چې ورسره لاس امداد وکړي. ربابه غوښتل کارټون جوړ کړي. د لمر د پرېوتو او راختو منظره جوړه کړي، د ښځو انځورونه جوړ کړي. په لاس داسې انځورونه ورغوي چې کېمره ئې نۀ شي منعکس کولې. په دغه سوچونو کښې ډوبه وه. د کور وګړو ورله د ارټ تمامي سامانونه راوړل. د خپل سوچ د سمندر په څپو کښې ؤرکه وه چې په کېنوس اولنى انځور د څۀ ورغوي؟ د کور مخې ته په فرش ناسته ده. کېنوس ورته پروت دى. برشونه او رنګونه پراتۀ دي. ربابه ته پته نۀ لګي زړۀ څۀ اووېل او د تخليق ځواک ورته کوم الهام وکړو چې خلۀ کښې ئې برش ونيو او د تود خړ رنګ انتخاب ئې وکړو. د اونې جوړل ئې پېل کړۀ. د اونې تنه جوړلو لره ئې برش په خلۀ لاندې باندې کولو. د ډېر محنت نه پس ئې د ونې تنه ورغوله. اوس د پاڼو جوړولو وار راغلو. دې غوښتل چې د ونې پاڼې داسې ورغوومه لکه څنګه چې دا په سره غرمه کښې ښکاري. د وړوکي برش په مدد ئې پاڼې جوړې کړې خو مطمئنه نۀ وه. په دوېم وار ئې د شين رنګ سره لږ سپين نور ورګډ کړو. دا وارې بيا مطمئنه نۀ وه. اوس ئې ورسره لږ زيړ رنګ ورګډ کړو. دا وارې هم د هغه رنګ نه مطمئنه نه وه. نۀ پوهېده چې هغه رنګ کوم چې د دې په ذهن کښې وۀ څنګه دلته راوړي. د شين رنګ سره ئې نور ډېر رنګونه ملاو کړل خو د پاڼو د مفروضه شوي رنګ روغن نمائندګي نۀ راتله. په ځان غصه ورغله. سر پرې وګرځېدو. او څنګه به نۀ ګرځېدو چې هر هرکت سره به ئې سر خوځولو او د دې عمل جريان ډېر وخت ونيو. جامنې ئې ستړې شوې. په جامنو ئې درد راغلو. دغه بېچيني ئې پلار محسوسه کړله نو رامنډه ئې کړه ورله. هغۀ چې دا نيمګړې انځور وليدو د حېرت په سمندر ډوب شو. دا ئې سينې ته جوخته کړه. د دې انځور تعريف ئې وکړو. وېل بچيه دا کار خو ډېر زيات ګران دى خو دې کار ته دوام ورکړه. زۀ دې هره لحظه ملګرى يم. لږ وخت پس دغه حوصلې ربابه ته توان ورکړو. انځور ئې د خپل اطمينان د معيار په کچ پوره کړو. دا سلسله روانه شوه. د برش او رنګونو سره اړيکې پخې شوې. ربابه د خوبونو انځورونه جوړ کړۀ، منظرې او مخلوقات ئې موضوع جوړه کړه. د افغاني زنانو انځورونه ئې ورغول. اوس خو دا دومره ماهره شوه چې د کوم کېفيت رغول ئې غوښتۀ رغولې ئې شوۀ. د کونډه تار نه په شا ولاړه جينۍ ئې داسي پېنټ کړې ده چې په خاموشۍ په سل ژبه ګويانه ښکاري.
زۀ دلته د ربابه د اولني پېنټګ په باب له څۀ وېل غواړم. دې اونه ولې پېنټ کړه؟ ونه د ريښتونې کليمې په مثال ده. سپېڅلى قران وائي ” أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًۭا كَلِمَةًۭ طَيِّبَةًۭ كَشَجَرَةٍۢ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌۭ وَفَرْعُهَا فِى ٱلسَّمَآءِ” دا دومره ګرانه مرحله وي چې يو شاعر اولنى نظم په څۀ ليکي؟ يو انځورګر اولني انځور د څۀ جوړوي؟ يو کمپوزر اولنى کمپوز څۀ رنګ کوي؟ يو ليکوال اولنۍ کرښه څۀ ليکي؟ يو کتاب د اولې کرښې نه څنګه پېل کيږي؟ قران مجيد رسا کليمه/کرښه/ټکى/لفظ د ونې په شان بولي. او وائي د دې ژرړه په ثبات کښې وي. او پېداوار ئې په ااشمان کښې. اونه انسانيت له سا ورکوي. سيورې ورکوي، مېوه ورکوي، لرګې او خشاک ورکوي، ښکلا ورکوي، د زمکې ثبات ورکوي. او د دې ټولو ورکړو بدله نۀ غواړي. ګويا دا ورکونکى مخلوق دى. اخيستونکي مخلوق نۀ دى. او د ورکړې لاس پورته وي. د کلمې لپاره د اونې مثال راوړل ډېر بليغ دي. زۀ حېران يم چې ربابه اولنى پېنټنګ د اونې جوړولو نو د دې په تصور کښې به دا ټول معنويتونه نۀ وو خو داسې هم نۀ ده چې دا به دې نه بيخي عاري وه. د دې تشخص او ادراک دا ټول معنويتونه په تخليقي ځواک مدرک کړي وو او د دې انعکاس لره ئې دغه لاره ومونده ګو کۀ دا پرې شعوري طور پوهېدله نۀ هم. د ربابه محنت رنګ راوړو. دا په مزه مزت مشهورېدله. خلقو مينه ورکوله. د دې انځورونه ئې پلورل. د دې مبارزې ته ئې په درنه سترګه کتل. ارټ ربابه ته يو جرات هم ورکړو. دا به په ويل چئير کښې بهر ګرځېدله. سينګهار به ئې کولو. خلق به ورته ګورېدل چې مخ پټ کړه. خو دې به دغه ټولې رويئې څارلې زغملې او ورستو به د خپل ارټ موضوع جوړولې. د نولس کلونو عمر کښې د دې جوګه شوه چې په ارټ ګټلې پېسو او اعتراف ئې کابل کښې د ربابه ارټس اېنډ کلچر سنټر جوړ کړو. دلته ارټسټان راجمع کېدل شروع شو. د ارټ کلاسونه پېل شو. هر خو رنګونو خپل سينګهار خور کړو. د ارټ د بېلابېلو څانګو پرمختګ شروع شو. د ورځې به په شلګونو د ارټ مئېنان تلل او راتلل. زده کړې او فعاليتونه به ئې کول. دوه کلونه دې مرکز ښۀ وده وکړه خو له بده مرغه په کال دوه زره او يويشتم کښې د ت ا ل ب و ن و له خوا دا په زوره بند کړى شو. د دې همکاران ونيول شو. اوازاورنه ئې ضاىع کړې شو. دا په کډوالۍ مجبوره کړې شوه. په لاسو او پښو پېدايشي شلې انځورګرې ماشومې نه يو سلطنت/خلافت ته خطره جوړه وه. دا څومره د غور مقام دى. بهر حال ربابه خپلې هلې ځلې په الائن بڼه جاري وساتلې. اوس د ټکنالوجي نه په زړۀ پورې امداد اخلي. ټوله نړۍ کښي مشهوره شوې ده. محض پنځويشت کلنه ده خو د افغانستان د معاصر ارټ د نمائندګۍ په توګه ئې د کارزيار نمائشونه په بېلابېلو هېوادونو کښې شوي دي. خپل ارټ ته بيخي چمتو ده. دا کال د اپرېل مياشت کښي مې وکتل چې په خپله د فېس بک په پاڼه ئې ليکلي وۀ چې زۀ د کنيډا ټورانټو ښار کښې يمه. په زرګونو خلق د دې مينه وال دي. د ارټ د بېلابېلو پروژو مخ په وړاندې بوتللو ته هيله منه ده. د سوشل ميډيا (فيس بک، انسټاګرام، يوټيوب) سره سره د دې د ادارې خپل ويب سايټ هم شته. الله دې وکړي چې ټول ارمانونه ئې پوره شي.
٩.. ناهيد شاعليمي: وياړلې ليکواله انځورګره
ناهيد شاعليمي په کال نولس سوه او درې اويايم کښې په کابل کښي د عبدالحکيم شاعليمي په کور کښې زيږيدلې ده. عبدالحکيم شاعليمي يو مخوريز سياستمدار وۀ. په کال نولس او يو اتيايم کښې د ناهيد پلارجان په يو حادثاتي مرګ ومړ. د دۀ نه يوه مېرمن او څلور لوڼه بې اثرې پاتې شوې. دوي ته مرګ ګواښونو د کډوالۍ مجبوري ورپه غاړه کړه. اول د ملک دننه او ورستو د پښتونخوا په لارو خارج ته مهاجر شول. د کنېډا د کيوبک ايالت په خاوره مېشته شو. دلته رارسېدو نه وړاندې ئې هم څلور کلونه مهاجرت ګاللې وۀ. د ناهيد د وړوکوالي نه د ارټ سره لېونۍ مينه وه. د دې له قبله ئې د نړيوال سياسياتو او ارټس مضامين باضابطه واخيستل. د دې زده کړو سره سره دې به بېلابېلې همنصابي سرګرمۍ هم ترسره کولې. دې مد کښې ئې دومره زيار وباسلو چې د کنېډا د قامي واليبال ټيم لوبغاړې چوڼ شوه. د استعداد ئې دا حال دى چې دا مهال دا په اووۀ ژبو مهارت لري. په دې کښې دري، اردو، انګرېزي، جرمني، فرنچ، سپېنش او فارسي شاملې دي. (کاش په پښتو ئې هم مهارت لرلې. يا کۀ مهارت ئې نۀ هم لرلې خو چې په نسبت او سوانحو کښې ورسره د دې ژبې تړون هم وې. زۀ ګمان کووم په پښتو به هم تر ډېره پوهيږي) ناهيد دا مهال د جرمني په ميونخ ښار کښې د خپلو دوه لوڼو سره يو فعاله ژوند تېروي. د ارټس د نړيوال شهرت سره سره دا د بېلابېلو نړيوالو سازمانونو سره د کنسلټنټ په توګه کار کوي. يوه پروفېشنل اېتليټ ده. مشهوره ليکواله او فلمکاره/فلم مېکر هم ده. دې په وړوکوالي د خپل هېواد بربادي ليدلې وه. د جنګ د تباهيو نندارې ئې کړې وې. د بشري حقونو استحصال او ښکېلاک ئې مظاهره کړي وو. د کډوالۍ د قيامتونو نه راتېره شوې وه. نو ځکه ئې خپل تمامي صلاحيتونه د بشري حقونو مبارزې او د زنانو او ماشومانو خصمانې ته وقف کړي دي. شل کاله ئې د افغاني ښځو او انجونو حقپالنې ته ورکړي دي. دې مد کښې ئې د دوه زره يولسم نه تر د دوه زره او اولسم پورې بار بار د افغانستان سفرونه کړي دي. دا سفرونه دې د يو نړيوال سازمان چې د وي وومن/We The Women په نوم ياد دى، د سيوري لاندې د کال دوه زره او نهم نه نورې نړۍ کښې هم کول. دا سازمان د درې لارو په اوږه د ښځو مقدمه وړاندې بوځي. دا درې لارې د ارټ (پوټرېټ او پېنټنګ) کتاب او فلم دي. د افغانستان دغه په کلونو سفرونو کښې ناهيد د ښځو مقدمه وړاندې کړې ده. دا مقدمه د دې کتاب Where Courage Carries the Soul: We Women in Afghanistan, Elisabeth Sandmann Verlag, Munich 2017 په صورت کښې نړۍ کښې شهرت لري. د دې نه وړاندې ناهيد يو بل کتاب هم خپور کړى وۀ او د لوستونکيو توجه او اعتراف ئې ګټلي وو. د دې کتاب نوم We The Women – Germany, self-published, 2014 دى. د دې کتاب بېلابېلې برخې ژباړلي شوي هم دي. د دې نه پس د دې بل معرکة الارا کتاب چې د کابل د ماتېدو تر کاله د ښځو د بشپړه مبارزې او خدماتو شواخون ئې خوندي کړى دى د We’re still here!: Courageous Women from Afghanistan, Elisabeth Sandmann Verlag, Munich 2021 په نوم دى. د ناهيد د لاولني کتاب نه راونيسه تر د کال دوه زره او څوارلسم پورې د دې د بېلابېل نندارتونونو تمامي ګټه دې په افغانستان کښې د د يونيسف هغه پروژو ته وقف کړې ده چې هغه د ښځو او ماشومانو د حقونو د تحفظ لپاره کار کوي. په کال دوه زره او اتلسم کښې ئې يوه تاريخسازه ډاکومنټري د “We the Women of Afghanistan: a silent revolution” په نوم جوړه کړه. د دې سکريننګ په بېلابېلو نړيوالو سټېجونو لکه يو اين جرمن مشن او په نيويارک ښار کښې د يونائټډ نېشن په هېډکوارټرز کښې هم وشو. دې ډاکومنټري بېلابېل معتبر اېوارډونه په خپل نوم کړي دي. ناهيد محض د افغانستان د ښځو لپاره کارزيار او فلاحي
ورکړه راکړه نۀ کوي بلکه د مظلومې او ضرورتمندې هر هغه طبقې چې د دې زړۀ ورباندې سوزي سره د زړۀ له اخلاصه کومک کوي. لکه يو وارې په کال دوه زره او نهم کښې او بیا په کال دوه زره او څوارلسم کښې دې د خپلو انځورونو د يو يو نندارتون ګټه د سينې په کېنسر اخته مريضانو له د انګلېنډ يو کمپېن ته وقف کړه. دا رنګ په کال دوه زره او اتم کښې دې د ماشومانو د ارټ يوه پروژه د kids painting for kids په نوم پېل کړه. دې کښې د دې لورکۍ هم فعاله وه. په ميونخ کښې ئې د دې نندارتونونه راجوړ کړل. په دې کښې د نړۍ په لسګونو ماشومانو برخه لرله. د دې پروژې تمامي ګټه ناهيد او د دې لور په افريقه کښې د پوليو مرض د مخنيوې لپاره وقف کړه. په کال دوه زره او دولسم کښې ناهيد ته د جرمن فوټبال اېسوسي اېشن سره ګډه د ارټ يوه پروژه ترلاسه شوه. په دې کښې دوي ته د جرمن د نېشنل ساکر ټيم لوبغاړو او د دوي کوچز شره د تعامل موقع په لاس ورغله. دوي د German Soccer for Life-2012 په نوم د بشپړه ټيم د لوبغاړو پوټرېټونه جوړ کړل او د فنډ رېزنګ پروسه ئې مخ په وړاندې بوتله. د دې ګټه وټه ئې په افغانستان او المان کښې د زده کړو يوې پروژې “Let Us Learn” ته وقف کړه. د نړۍ په کچ د انساني اشتراک او اتحاد لپاره ناهيد يو کمپېن چلوي. د دې کمپېن ماټو “Stand up For Unity” ده. دا په نړۍ کښې د بېلابېلتوب/ډايورسټي په اساس د يويستوي اتحاد مبارزه ده. دا کمپېن په ټوله نړۍ کښې روان دى. په دې کښې د انسانيت لپاره شواخوان ګالليو مشاهيرو نه استناد اخستل کيږي. دې مد کښې دلائي لامه هم د دې کمپېن وياړمنه برخه ده. د دې نه علاوه دا يوه خپله اداره د Hope Foundation for Women and Children of Afghanistan په نوم لري. دا د کال دوه زره او اووم نه تر دې دمه دغه مد کښې خپل خدمتونه ترسره کوي. په څلورو ژبو دري، انګرېزي، جرمن او فرنچ کښې په بېن الاقوامي پروژو کښې د کنسلټنټ خدمات ورکوي. د کابل د ماتېدو نه پس دا په بېلابېلو تعليمي څانګو کښې د افغاني انجونو لپاره د وظيفو اهتمام کوي. ما د دې متعدد د ارټ فنپارې ولوستې. دا د ارټ د معاصر روح يا په بله اصطلاح د روح عصر نه خبرداره ده. دا د ارټ هغه موضوعاتو ته ژبه ورکوي چې د نړيوالو توجه او اعتراف ګټي. په کوم وخت کوم ځائى د کوم قسمه ارټ نمائندګي غوښتلې ده په دې ساينس مهارت لري. د نړيوالو ارټسټانو يوه معتبره حلقه لري. ريليسټ او نيم ريليسټ ارټ سره سره ئې د پوټرېټ کارونه هم په زړۀ پورې دي. د رنګونو او هنرونو د بېلابېلو تکنيکونو زده کړه ئې هم د عالي درجې ده. ناهيد د خپل شواخون له برکته د نړۍ د دوه سوه اغېزمنو ښځو د يو قطار برخه هم ده. دې د دوهې په مزاکراتو متعدد نيوکې هم کړي دي. دا وائي چې دا څنکه مزاکرات دي چې د يو ملت د تقدير فېصله کوي او دې کښې د انساني وجود يوه لازمي برخه (ښځه) نۀ ده شامله. جنګ ګټل او يو هېواد ګټل بيخي جلا قيصه ده او يويشتمه پېړۍ کښې هېواد چلول يوه بيخي جلا ساينس دى.د يادو اووۀ واړه ژبو په پرنټ ميډيا او اليکټرانک ميډيا کښې د ناهيد د کارزيار او خدماتو په باب له متعدد ليکونه، مرکې او فيچرز خوندي دي. د دې خپلې متعدد مرکې، ليکونه او تقريرونه هم په مشهورو رسنيو خوندي دي. په خپل نوم هم ويب سايټ لري او دوه ادارو او متعدد پروژو ئې ځان له ځان له ويب سايټونه هم شته. دا په افغانستان کښې د تېرو شلو کلونو مترقي پروژو په ړنګولو غمزده ده خو پښېمانه او مايوسه بالکل نۀ ده. د هغې سحر خوب هره شپه ويني چې په افغانستان کښې به د امن، مينې، ښکلا، ارټ، ثبات او ترقۍ په ګډه اتڼ توديږي. د دې وګړي او خاوره به خپله مسخ شوې پېژنګلو بيا ترلاسه کوي. د مهاجرت او کډوالۍ په ډوغل ډوغل زخمونو به يوبل له مرحم اېږدي. الله دې د ناهيد يو يو ارمان ترسره کړي.
١٠.. شمائل شاليزۍ: اسم بامسمیٰ انځورګره
شمائل د عالي خصلتونو، ستر قدرونو، لوړ معيارونو، بېشانه ځواکونو او سپېځلي خويونو په معنيو پکاريږي. د دغه معنويتونو اثر د دې انځورګرې په تشخص کښې هم برېښي. دې خپل وړوکوالې په مهاجرت کښې تېر کړې دى. دغه وړوکوالې ئې د نړۍ په ياد سترو ملکونو امريکا او روس کښې ويستلې خو د خپل ذات د حس کولو رسا تجربه ورته په خپل وطن کښې ترلاسه شوې ده. دا وائي چې په سکول کښې به همېشه د نسل پرستۍ، جنسياتي تشدد، طلاقيافته مور پلار، يواځې مور يا يواځې پلار او د دا رنګ نور مسائلو مستقل ګونګوسي وو. زۀ هم په درې ملکونو کښې يواځې پلار رالويه کړې يم. دا بيخي عادي خبره نۀ ده. خو ما هېڅکله هم ځان دغه ګنګوسو کښې عادي نۀ دى موندلې. څوارلس کلنه وه چې کابل ته په کال دوه زره او اووم کښې راغله. د معاصر افغانستان د نمائنده ارټ په مېدان کښې ئې خپل فعاليونه پېل کړۀ. دا ځان ته ملټيميډيا ارټسټ وائي. او د دې کارزيار لپاره واقعي دغه اصطلاح مناسبه هم ده. دا وائي ما په کابل کښې په دېوالونو رسامي وکړه، د ژوند په معنى پوهه شومه، د خوشالۍ او خپلولۍ ريښتونې تجربه مې درک کړه، د قدرونو او خاورې سره په فطري رشته ورسېدمه. د يو افغان په حېث زما د شناخت/پېژنګلو پيچيدګۍ همېشه لپاره زما د ارټ مهمه موضوع ګرځېدلې ده. شمائل د انځورګرۍ او فوټوګرافۍ سره سره د زېوراتو او کاليو/ملبوساتو کاروبار هم کوي. خو دغه کاروبار کښې دا د ارټ په وساطت د مزاحمت مبارزه وړاندې بوځي. د نوښت په نظري او عملي زاويو شعوري پوهه خوروي. دغه پلېټ فارم په انسټا د Blingistan په نوم دى. دلته د ارټ، انځورګرۍ، زېوراتو او ملبوساتو سره سره د معاصر نمائنده افغان ارټ په بېلابېل اړخونو مکالمې هم کيږي. د شمائل په ژوندۍ بڼه يوه لړۍ د Diaspora Passing دغه ياد مد کښې ډېره مشهوره ده. د دې د ارټ فنپارې ډېرې زياتې بېباکه دي. خو د بېباکۍ د حد باوجود دې کښې د فحاشۍ يا د جسم د سطحي نمائش عکاسي نشته. د دې ستر دليل دا دى چې دغه فنپارې دا د رنګونو په يو داسې شوخۍ بدلوي چې هغه رنګ د جسم د اعضاو نۀ وي. دا رنګ د هنري تکنيک له اړخه هم پکښې د پوټرېټ په ځائ د ډيجيتل ارټ يا د کارټون ارټ مهارتونه پکار شوي وي. د رنګونو او تاثراتو يوه ډوبه خاموشه ژبه پکښې داسې ګويانه وي چې د تخليق د نړۍ باريکبينۍ په زوَر زېر بيانوي.
د شمائل په ارټ او تشخص پوهې لره د دې سرسري او ظاهري لوست يا کتنه اکثروبېشتر سالک ګمراه کوي. د دې د ملټيميډيا ارټ کليت او د دې د ظاهري بېباکۍ په څنګ کښې د پوهې، تجربې، زغم او ژورتيا مدرک کولو لره يو سننجيده، مخلصه او داسې ځيرک استعداد غوښتلې دى چې هغه د ارټ په روح کښې د مزاحمت بشپړه شعور لري. د دې په ارټ او تشخص کښې د نړۍ د دوه ستر سلطنتونو (روس او امريکا) هغه خوئي بوئي دى چې دې په خپله افغاني اروا د ردوقبول د پېمانې سره يا خپل کړې يا رد کړې او يا افغان کړې دى. دا يوه مرکه کښې وائي چې زما پلار د هائي سکول زدکړې د سوېت يونين د سيوري لاندې روان سکولونو کښې کړي دي. دا رنګ ما هم دلته د وړوکوالي ډېر محفوظ او خوشاله ژوند کړى دى. د دې ژوند تاودۀ يادونه ما سره د ډېرو اختلافاتو د رومان او خوښې د ترجيح نه نۀ رابېلوي. دا کۀ زما تعصب دى نو هم ما ته ګران شان دى. بل روسي کلتور ټول د افغان کلتور په شان دى. دلته خاندانونه او قبيلې دي. د دې جوړختونه بيخي زمونږ په شان دي. دوي د خپلوانو او يارانو سره په ورځو ورځو کېښني پاسي او خوراکونه کوي. لکه مونږ افغانان چې ئې کوو. دوي ټول په ټوله کلتور کښې اسىيائي دي او افغانستان د اسيا زړۀ دى.
د شمائل شاليزۍ پلار چې کله افغانستان ته راستون شو نو د دۀ اراده په خپل پلرګني ټاټوبي غزني کښې د مترقي زراعت ته د وده ورکولو وه. په دې ئې لاس پورې کړو. داسې خطه چرته چې د افيون او کوکنارو کښت د دولت جوړولو اسانه لاره وه. شاليزي صاحب دلته د زعفرانو د زراعت رواج جوړ کړو. بل ئې د انګوري چېليو/بزو د نسل پالنه شروع کړه. د دې حېوان نه چې کومه وړۍ لرې کيږي هغې ته مهير وائي. دا د نړۍ غوره تارونو او وړۍ کښې شمار کيږي. د دې قيمت په روس، اروپا او امريکا کښې ډېر لوړ دى. شاليزي صاحب دا د کوکنارو او افيونو د متبادل په توګه يو بل انتخاب ګرځولو. ريشتيا خبره دا ده چې دا لاول د کاروبار شتر انتخاب وۀ هم نه خو داسې وشوه چې کله دغه محصولات کابل ته راورسېدۀ نو بازار ئې تود شۀ. تر د خارجيانو او نړيوالو د دې درز ورسېدو. ملل متحده د دې سوداګري وکړه. اوس دا يوه نتيجه منځ ته راغله چې د يو کلي د کوکنارو او افيونو نه د منع کولو لپاره چې امريکنيانو کومې پروژې پېل کړې وې، د دې متبادل په لاس په سلګونو سلنه کم قيمت باندې يو علاقه د کوکنار او افيون د کاروبار نه منع کېدې شوه! دا اوس د امريکنيانو افغانستان د کوکنارو نه د پاکولو مد کښې روانو پروژو ته يوه ستونځه جوړه وه. مقامي داسې متبادل چې هغه په سلګونو سلنه ګټه رسوونکي وۀ د امريکنيانو پټې اردارې ئې راڅرګندې کړې. د دوي دلته د موجودګۍ هغه جواز چې خلقو ته ښکاره کوي بل وي او مرام بل. د دې صورتحال نه پس دا وائي زما زما د پلار سره سفرونه اذيتناک شو. په هر هوائي ډګر به ئې غېرضروري په ګهنټو ګهنټو تنګولو. عن تر دې چې داقائ امريکا اېجنسيو زما نيا تنګول پېل کړۀ. ټوله کوړمه ترې تر پوزې راغلې وه. بس دا به ئې وېل چې دغه د مترقي زراعت ولې څنګه او د چا په لمسه کوئ؟ دا کال دوه زره او اولسم وۀ چې د دې پلار بېوخته ومړ. دا وائي چې په ما اسمان راګوزار شو. ما ګڼل چې زما د پلار ق ا ت ل افغانستان دى. ما ګڼل چې دې هېواد ما او زما پلار سره دهوکه وکړه. زما پلار د دۀ ودې لره خپل ژوند وقف کړو او دوي ورسره څۀ وکړل! زۀ تر يو کال دومره وېزاره ومه چې په خلۀ مې د افغانستان نوم نۀ راوړو! دا د مايوسۍ اخري حد ما هله مدرک کړو چې ما ځان د دې وېزارۍ نه ويستل وغوښتۀ. ما د ځانه سوال وکړو چې څۀ مهم دي؟ ما ته جواب ملاو شو چې ژوند! دا به څنګه ترلاسه کيږي؟ د خپل هېواد سره د مينې د شليدلي تار په دوباره تړلو! ما افغانستان داسې بيا خپل کړو چې زمونږ د دواړو غم خوشالۍ يو دي. زما او د افغانستان شناخت لازم ملزوم دي. مونږ د يو بل لازمي انتخاب يو. دا رشته اوس هېڅ يو قوت نۀ شي ماتولې. زۀ اوس په بل رنګ دا رشته پالمه. د شناخت په باب افغانان د کوم کوم بحران سره مخ دي؟ دغه سوال ته بېلابېل جوابونو کښې يو ځيرک جواب داسې وائي
There’s also the fact that we’ve spent 30-40 years in international media as “The Tragedy.” When you represent a people as tragic, you take their humanity away. I find it really difficult for non-Afghans and even some diaspora Afghans to see people in Afghanistan as [multidimensional] human beings. Without humanity, you can’t foster the empathy to fight alongside them.
د مهاجرت،کډوالۍ او د شناخت د بحران اصليت چې شمائل شاليزۍ څنګه مدرک کوي هغه لاسارى دى. دلته کټ مټ هم د دې زورور ټکي ثبت کول غواړم
“Assimilation is a wound. Immigration is a trauma. It’s not something that should be treated as “we were in danger, now we’re safe.”
دا د شناخت د سياسي بصيرت ژوره مطالعه هم لري. د تورخم د مزي په باره کښې وائې چې دا کلونيل کنسټرکټ دى. دا وائي دا بيخي ستر حقيقت دې چې نړۍ کښي دوه دولتونه د کليمې په زور جوړ کړې شوي دي. جوړونکي ئې خارجيان دي. عجيبه خبره دا ده دغه دواړه دولتونه په يوه موده خواشا کښې په يو رنګ او هنر داسې ودرول شوي دي چې قامي هويت او ملي پېژنګلو نۀ لري خو د پېژنګلو او سياسي وجود لپاره زوروره او سپېڅلې مدهبي کلاميه لري. د قامي پېژنګلو نيستي په فطري توګه عدم تحفظ زېږوي. دغه د کليمي په اساس جوړ کړى شوي دوه دولتونو تر دې دمه تقسيم او انتشار راوستى دى کۀ اتحاد او مساوي انسانيت!
د فولکلوري ورثې په ارزښت دومره پوهه ده چې په اوږه ئې د مېوند د ملالۍ ستر انځور/ټېټو ثبت کړى دى. دا وائي څومره عجيبه ده چې مونږ د فولکلوري ذخيرې اتلانې ښځې لمانځو خو د دوي هغه قدرونه چې نننۍ انجونه خپلوي نو مونږ ورته بد ګورو! زۀ په درې نړيو/دنياګانو کښې راستره شوې يمه. زۀ پوهېږمه چې نرواکي ټول جهان کښې په غورځنګ ده. دې چې د افغاني ښځې کوم انځور وړاندې کړى دى هغه هاغه نۀ دى کوم چې ما د افغانستان تاريخ کښي ليدلى دى او کوم چې زۀ تجربه کووم. زۀ خو هم افغانۍ يمه او پلار او روڼو ستره کړې يمه. داسې نور ډير دي. زۀ منمه چې سخت دريزه روايتي وګړي هم شتون لري. خو دا د ټولو نمائندګي نۀ کوي. دوي دې په خپل حاکميت دا د مونږوالو تاريخواله نۀ مسخ کوي. زۀ هېڅ کله د دې اجازه د افغانستان اوسنيو نمائنده واکمنو ته نۀ ورکومه چې د افغانستان د تېرې نيمي پېړۍ انفرادي او اجتماعي تاريخ ته خپله چوشمه کښې وګوري او دې بيان نورې نړۍ ته په خپله خوښه وړاندې کړي.
دغه ټول تفصيلات شمايل شاليزۍ په يوه تفصيلي مرکه کښې وړاندې کړي دي. ضروري نۀ ده چې د دې هر يو اند سره دې کلي اتفاق وشي يا وکړې شي خو د ارټ د لارې د مزاحمت کوم ځيرکتوب چې د دې اند کښې څرګنده دى. د جهاني ادب د تاودۀ موضوعاتو مهاجرت، کډوالي، ياداشت/مېموري او پېژنګلو/شناخت په حواله چې د افغانستان کومه مقدمه دا د تاريخ په پاڼو کښې او د ارټ په فنپارو کښې خوندي کوي هغه د لاساري ارزښت او بېشانه جرات نه خالي نۀ ده.
جاري
سميع الدين ارمان