ټوینز یا جوړه بچي هغه ماشومانو ته ویل کیږي، چې د مور په ګیډه کې په یو وخت کې دوه ماشومان د یو حمل په نتیجه کې جوړ شي او بیا په یو ځل پیدا شي داسې ماشومان یو شان وي فزیکې ډول هم او جینیاتې ډول هم او یا د یو بل سخه په فزیکې او جنسې بنیاد مختلف وي ۔
ټوینز په دوه قسمه وي:
1. متشابه ټوینز (Identical twins) یو شان
2. غیر متشابه ټوینز (Non-identical twins) بدل بدل
مخکې له دې چې موږ په قسمونو خبرې وکړو، ستاسو د مزید او اسانه پوهیدو لپاره، په زیګوټ (Zygote) باندې سرسري خبرې کوو.
د ماشوم جوړولو لپاره د نارینه نورمل سپرم او د زنانه نورمل انډه بنیادي او ضروري عناصر دي.
د جنسي ملاپ دوران کې، کله چې نارینه سپرم د زنانه په اندام خاص کې داخل شي، نو دغه سپرم د زنانه انډې ته رسیږي. دلته بله خبره ذهن کې کینوۍ چې انډه د زنانه د میاشتې د بیماری په مخصوصو ورځو کې خاریجیږي. نو که انډه خارج شوې وي، د نارینه یو سپرم به ورسره میلاو شي او خپل جینیاتې مواد به ور داخل کړي. دې عمل ته په طب کې “فرټیلایزیشن” (fertilization) وایي.
د فرټیلایزیشن په نتیجه کې به په 46 کروموسومز باندې مشتمل د زیګوټ (Zygote) په نوم یو خلیه منځ ته راشي. دغه سنګل زایګوټ کې د مزید تقسیم او تبدیلیانو په نتیجه کښې پوره انسان جوړیږي.
نوټ:(د زایګوټ دغه 46 کروموسومز کې 23 د نارینه د سپرم او 23 د زنانه د انډې نه راځي، ځکه زیګوټ د دې دواړو د ملاپ نه جوړ وي)
وس راځو اصل موضوع ته:
متشابه ټوینز (Identical twins)
دا رقم ټوینز یا ماشومان په شکل و صورت، جینيټیکي او جنسي لحاظ (یا به دواړه هلکان وي، یا به دواړه جینکۍ وي) یو شان وي.
داسې ټوینز ته “موڼو زایګوټیک ټوینز” (Monozygotic twins) وایي، ځکه دوی د سنګل زایګوټ د دوه برخو کیدلو نه پیدا کیږي ۔
درحقیقت ، د فرټیلایزیشن په نتیجه کې کله چې سنګل زایګوټ جوړ شي، نو څه وخت وروسته دغه زیګوټ په دوه برخو کې تقسیم شي او بیا دغه دواړه برخې جدا جدا ایمبریو (embryos) جوړې کړي، چې وروسته ترې دوه یو شان ماشومان پیدا کیږي.
یو شان ولې وي په جنسي، جینيټیکي او ظاهري لحاظ سره؟
ځکه چې دوی د سنګل زیګوټ نه جوړ وي، یعنې دواړو ته یو شان جینیاتې معلومات منتقل کیږي.
پلاسینټه او امنیوټیک کڅوړې:
پلاسنټه (Placenta) هغه تیلۍ نما ساخت وي چې د حمل دوران کې د مور او ماشوم تر منځ د غذايي موادو، اکسیجن، او فاضله موادو تبادله کوي. پلاسنټه ماشوم د زیان رسونکو موادو څخه بچ ساتي او روسته د حمل په پای کې د ماشوم د زیږون پر مهال بهر کېږي۔
امنیوټیک کڅوړه( amniotic sac)
دا یوه نازکه پرده وي چې ماشوم پکې دننه پروت وي د مور په بچه دانه کې دا پرده د مایع ډکه وي ماشوم ته سازګار ماحول مهیا کوي
متشابه ټوینز کې پلاسینټه او امنیوټیک کڅوړه په دې انحصار کوي ،چې زایګوټ کوم وخت دوه برخې شوی که چرته زیګوټ په اولنو درې ورځو کې تقسیم شې نو جوړیدونکې دوانړه ماشومانو لپاره به په جدا جدا امینیوټیک کڅوړې او پلاسنټې وي دې حالت ته Dichorionic-Diamniotic وایي
که چرته زیګوټ د درې څلورو ورځو روسته تقسیم شې نو جوړیدونکې ماشومانو لپاره به دوه جدا جدا امینیوټیک کڅوړې وي خو پلاسنټه به یوه وي دې حالت تهMonochorionic-Diamnioticویل کیږي ۔
که چرته زیګوټ تقسیم له اوه اتمې ورځې روسته وشې نو د جوړیدونکو ماشومانو لپاره به امینیوټیک کڅوړې او پلاسنټه دوانړه یوه وي دې حالت ته Monochorionic_Miamniotic ویلې کیږي
غیر متشابه ټوینز (Non-identical twins)
داسې ټوینز ته “ډیزایګوټیک ټوینز” (Dizygotic twins) ویل کیږي، ځکه دوی د دوه جدا جدا زیګوټونو نه جوړ وي.
داسې ماشومان د یو بل نه بدل وي او د جنسي لحاظ سره یو شان هم کېدلی شي او جدا جدا هم.
په غیر متشابه ټوینز کې دوه جدا جدا سپرمونه دوه انډې فرټیلایز کوي. د دې په نتیجه کې دوه جدا جدا زیګوټونه جوړېږي او بیا دوه ماشومان پیدا کیږي.
یعنې دې حالت کې یوه زنانه په میاشت کې د یوې انډې په ځای زیاتې انډې خارج کړي، دې حالت ته “Multiple Ovulation” ویل کیږي.
په طب کې “Ovulation” د زنانه بدن کې د (Ovaries ) نه د انډې خاریجیدلو ته وایي.
بل اړخ ته، د نارینه سپرمونه په میلیونونو کې وي، که څه هم ځینې سپرمونه ناکاره شې ، خو بیا هم دومره سپرمونه موجود وي چې د یوه په ځای، ډیرې انډې فرټیلایز کړي او ډیر ماشومان پیدا شي
پلاسینټه او امنیوټیک کڅوړې:
په غیر متشابه ټوینز کې، هر یو ماشوم ځان ته جدا جدا پلاسنټه او امینیوټیک کڅوړه لري.
دې تحریر کې موږ د ټوینز په اړه تفصیلي بحث وکړو، تاسو یاد ولرئ چې یوه زنانه د دوه ماشومانو په ځای درې (triplets)، څلور (quadruplets) او یا دې نه زیات ماشومان هم پیدا کولی شي.
#الیګزینډر_حسین_ننګیال