Dreams 0

خوبونه

انسان خوبونه ولې ويني او ايا انسان نه علاوه نور مخلوقات هم خوبونه ويني که نه- د دې پوښتنې اساس د پوهې او شعور په معيار او پيمانه دی- يعنې کوم مخلوق چې څومره پوهه او شعور لري په هم هغه پيمانه او معيار خوبونه ويني- د نورو مخلوقاتو د خوبونو د معيار اندازه هم د انسان د خوبونو ليدلو نه کيږي ځکه چې ټول انسانان هم يو رنګ او په يو معيار خوبونه نه ويني- د هر چا خوبونه د هغو د ويښې دنيا په مشاهده او پوهه اډاڼه لري- البته دا جوته ده چې خوب هر انسان ويني خو په خپل خپل معيار او خپله خپله پوهه او مشاهده- ګويا په چارپايو او مارغانو کښې هم چې کوم کوم په ويښه هر څومره شعور يا پوهه لري هم په هغه معيار خوب ليدی شي- يعنې يو چارپايه که په ويښه دومره پوهيدی شي چې څوک راباندې ګوذار کوي تيښته ترې پکار ده نو دغه څه يې په خوب کښې هم راتلی شي يا يو مارغه په ويښه په دې پوهيږي چې ښکاري زما ښکار پسې راروان دی نو ځان ترې په ډډه کول پکار دي نو دغه څه يې په خوب کښې هم راتلی شي- تر دې چې د ځنو چارپايو او مارغانو څه حواس او د مشاهدې په بنياد شعور د انسان نه هم تيز وي- ځنې مارغان د لرې لرې هيوادونو نقل مکاني ښه برابره کوي- ځنې چارپايه په ميلونو لرې په توره تياره کښې پريږده خو ښه برابر به واپس ځان رارسوي-
انساني خوبونو ته چې راشو نو يو خو د پيغمبرانو خوبونه دي چې هغه د خالق له خوا د وحي او الهام يوه اشاره هم کيدی شي او عام انساني خوب هم– خو د عام انسانانو خوبونه د هغوئ د ويښې دنيا په شعوري مشاهده اډاڼه لري-انسان چې په ويښه کومه مشاهده کوي د دغه مشاهدې نه ترلاسه شوي معلومات د هغه په لاشعور کښې جمع کيږي-په تدريج او تسلسل سره- په مياشتو او کلونو دغه د معلوماتو جمع کيدلو عمل روان وي بلکې ټول عمر روان وي- د لاشعور نه ځنې معلومات تحت الشعور ته هم ځي چې د اوږدې مودې د پاره ورک وي خو دغه معلومات په يوه موقع د لاشعور سطحې ته او د لاشعور نه د شعور سطحې ته هم راتلی شي- انسان چې ويښ وي نو يواځې د هغو معلوماتو بهر ته راوړلو يا څرګندولو وظيفه تر سره کوي چې شعور يې د خپل معيار په تله وتلي يا يې د خپل غلبيل نه چاڼ کړي او د اظهار اجازت يې ورکړي- خو انسان چې کله اوده وي نو شعور يې هم معطل وي نو دغه وخت کښې د لاشعور نه هم هغه جمع شوو معلوماتو نه څه برخه په ګډ وډ او بې ترتيبه صورت کښې راپورته کيږي چې مونږ ورته خوب ليدل وايو- دغه معلومات هم هغه د انسان د ويښې دنيا په مشاهده اډاڼه وي چې په مختلفو وختونو مياشتو کلونو کښې د انسان د لاشعور او تحت الشعور په خانو کښې جمع شوي وي خو په اوده حالت کښې چې شعور معطل وي نو لاشعور او تحت الشعور هم د شعور د قيد نه ازاد وي ځکه هر قسمه پراته معلومات په هر شکل کښې سر ښکاره کولی شي او چې سر ښکاره کړي نو مونږ ورته د خوب ليدل وايو چې دا هر څه حقيقت نه وي- حقيقت او رښتيا صرف شعوري معلومات وي–خو دغه شعوري لاشعوري او تحت الشعوري ټول معلومات د انسان د ويښې دنيا د مشاهدې په نتيجه کښې خپلو خپلو خانو ته تلي وي– او د خپلو خپلو حالتونو سره سم سر ښکاره کوي چې شعوري اظهار يې حقيقت او لاشعوري اظهار يې خوبونه بللی شي-ګويا انسان د خپلې پوهې او مشاهدې يا په همدغه اساس خپل خواهش ارزو سوچ او تصورنه بالاتر خوب هم نه شي ليدی-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ