0

د حمزه بابا شعري اسلوب او د هغه عصر

د حمزه بابا د غزل يو جوت خاصيت دا دے چې هغه پۀ صوري او معنوي يعنې شکلي او موضوعاتي دواړو حوالو غزل ته يو منفرد انداز او د وينا يو بېل اسلوب ورکړے دے- دغه بېل اسلوب ورکولو کښې هم د هغۀ د اوږد شاعرانه رياضت پس منظر پروت دے- دغه رياضت د حمزه بابا پۀ مطالعه او مشاهده دواړو اډاڼه لري- او بيا د خپل جبلي صلاحيت پۀ وسيله ئي چې پۀ دغه وسيع پس منظر کښې شعر وئيلے دے نو د وينا منفرد انداز ئې اختيار کړے دے-
د هغۀ د اسلوب پۀ انفراديت کښې چې کوم معنوي توکي شامل دي هغه د هغۀ جمالياتي اپروچ، نفسياتي پس منظر، د تخيل لوړوالے، متصوفانه رجحان او د پښتني اقدارو شاعرانه اظهار وغيره دي- دغه شان د اسلوب پۀ صوري توکو کښې ئې لفظي غنائيت، صنائع او بدائع، ژبې وقار او عظمت، شعري تلازمه او د متضادو معنو لپاره د لفظونو متناسبه راوړنه وغيره دي- د دغو ټولو بنيادي او فني توکو په وسيله حمزه بابا شاعرانه اسلوب ته انفراديت بخښلے دے او د اسلوب دغه انفراديت ئې د غزل وقار شان او تغزل ته تقويت ورکړے دے- دغه وجه ده چې د هغۀ د غزل تکنيک دومره مقبول او معروف شوے دے چې که چا د حمزه بابا لږه مطالعه هم کړې وي او په شاعرانه تکنيک د پوهې فطري ملکه تر څۀ حده لري نو د حمزه بابا شعر به خامخا پيژني، ځکه چې د هغۀ اسلوب ډير مقبول او ښکاره دے تر دې چې زمونږ د عصر ډيرو شاعرانو ئې د شعوري تقليد هڅې کړې دي او کۀ چا ئي د پيروۍ شعوري کوشش نۀ دې کړے نو هم د حمزه بابا لۀ شاعرانه اثر نه بې اثره نۀ دے پاتې- تر دې چې مخالفين هم د هغۀ پۀ پل د پل ايښودلو مجبوري لري- ځکه خو حمزه بابا وئيلي دي چې:
فن او شخصيت زما حمزه غنده همعصره خو
بيا به هم مجبور ئې چې به تۀ زما پۀ پلۀ راځې
ما د حمزه بابا مخالفينو او موافقينو ټولو همعصرو سره ناستې او بحثونه کړې دي- غني خان راته د يوې مرکې په موقع دومره قدر وييلي وو چې ما حمزه نه دی لوستی نو ترې نه يم خبر– زما خيال دی د غني د دغه وينا وجه همدا کيدی شي چې د حمزه بابا او غني خان دواړو مزاج او شعري اسلوب بلکل جدا وو – پخپله د حمزه بابا زوې مراد شنواري هم د حمزه بابا د نظرياتو او اسلوب په حق کښې نه وو- خو د نورو همعصرو مې دا هم اوريدلي دي چې ارواښاد لطيف وهمي صاحب به په حمزه بابا سختې نيوکې کولې نو حمزه بابا دغه تناظر کښې وييلي وو چې
ته که سپورې سپکې وايې وايه وايه
زه يې نه اورم غوږونه مې درانه دي
د حمزه بابا بل همعصر قلندر مومند صاحب چې وييلي وو چې–
ياره قلندر ته دعاګانې کړه
اوس ګنې پښتو کښې غزل چرته دی-
نو حمزه بابا داسې وييلي وو چې-
لا خو تخيل د حمزه تت نه دی
چا وې چې پښتو کښې غزل چرته دی
مونږ به چې قلندر مومند صاحب نه د دغه پس منظر پوښتنه وکړه نو هغه به وييل چې ما خپل شعر په ازاده طبع وييلی دی – حمزه صيب سره او د هغه غزل سره مې د مقابلې کوم پس منظر ذهن کښې نه وو- ځنې خلقو به سيف الرحمان سليم صاحب د غزل د معيار په حواله د حمزه بابا په مقابله کښې راوړاندې کولو- ما د سليم صاحب نه هم پوښتلي وو خو هغوئ به وييل چې زه حمزه صيب ته ډير احترام لرم او هغوئ سره د کومې مقابلې او چشمک تصور هم نه شم کولی-
په حمزه بابا يو مجموعي اعتراض د خپلو همعصرو له خوا دا هم وو چې حمزه بوډا شو او شاعري يې نيا شوه- اوس يې تخيل تازه غزلې نه شي تخليق کولی نو حمزه بابا دغه اعتراض ته داسې جواب وييلی وو-
حمزه چې شاعري شوه دتا نيا او ته نيکه شوې
بيا څنګه دې دا پيغلې د غزل وزيږولې
يو اعتراض د همعصرو له خوا دا هم وو چې د حمزه غزل کښې فکروخيال زوړ دی او د اسلوب تازګي هم ورسره پاتې نه شوه- دغو ته حمزه بابا داسې جواب وييلی دی-
اولوله نيمزاله د حمزه غزل
دا زړه صهبا چې وڅښې ځوان به شې
ځکه په مجموعي توګه د حمزه بابا دغه دعوا هم منل اسان شي چې د ۲۰۵۰ پورې يې د خپل تخيل او تغزل دعوا کړې ده-
د غنغ پورې ميدان د سخن جوړ دی
د حمزه د تخيل ښکاره مړوند شو
زه خو يې په ذاتي توګه دعوا د دې نه هم سوونه کاله زياته منم– د حمزه بابا روح دې ښاد وي-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ