١١.. رادا اکبر: د مزاحمت د وياړ آبِ حیات
رادا اکبر په کال نولس سوه اتۀ اتيايم کښې په کابل کښې زيږيدلې ده. دغه مهال د مودو مودو نه د سوېت افغان جنګ تود وۀ. دې خپل د ماشومتوب يوه لويه دورانية په تهخانه کښې ويستلې ده. دا دې لپاره چې د ب م چاودنو نه ځان وژغوري. چې بيخي ګزاره ګرانه شوه نو په ماشومتوب کښې سره د خپلې کوړمې پښتونخوا ته مهاجره شوه. دلته ئې شپږ کلونه د کډوالۍ ژوند په غاړه وۀ. په کال دوه زره او ديارلسم کښې کابل ته راستونه شوه. دلته ئې د ارټ د لارې مبارزه پېل کړه. دې سره سره به ئې د فري لانسر په توګه بېلابېلو شرکتونو سره د خپل ذوق کار هم کولو. رادا يوه عادي انځورګره نۀ ده. د ارټ د نړيوالو نقادانو ترمخه د دې تعين په Conceptual Arts کښې کيږي. په دې مېدان کښې بيا د دې تخصص/ځانګړنه/سپېشلائزېشن په انسټالېشنز کښې دى. دا د فاين ارټس هغه څانګه ده چرته چې په يو مخصوص مقام کښې د ارټ د بېلابېلو څانګو لکه پېنټنګ، مجسمې، اوازونه، رڼاګانې او اداکاريو نه فنپارې په يو بشپړه کليت کښې راسينګهارولې کيږي. تړون ئې په يو تخليقي فکر کيږي. د مخصوص مقام ډېر ارزښت وي. دا يا تيار کوم تاريخي ځائى وي يا لرغنتون وي يا د تهري ډي د غوښتنو مطابق پخپله راجوړولې کيږي. په دې کښې ګډون لرونکي د تمامي حواسو د متحرک ساتلو هڅه ژوندۍ وي. اوس اوس دې څانګه کښې د ټکنالوجۍ نه هم ډېر زيات امداد اخستى شي. په دې څانګه کښې د رادا اکبر موضوعات د افغانستان د کلتوري شناخت احيا، په ښځو جبر، کلتوري توکي او د مزاحمت ځانګړې لارې دي. په نرواکه ټولنه کښې د افغاني انجونو او ښځو مبارزې ته د انسټالېشنز په وساطت خراج تحسين هم د رادا يوه په زړۀ پورې ځانګړنه ده. په کال دوه زره يويشتم کښې د زنانو د نړيوالې ورځ په مناسبت رادا د انسټالېشنز يو نندارتون د “ابرزنان/Superwomen” په نوم راجوړ کړو. څنګه چې د نوم نه څرګنده ده چې دا د زنانو د مبارزې يا زغم په مد کښې دوي ته يو خراج تحسين دى. همدا رنګ وه. د دې نوم په توسط بل خوا غربي سټريوټايپس رد کړې شو. چې په دې کښې افغانه محض يو ابجېکټ دى. محض د ښکار جوړېدو يوه موضوع ده. په فنپارو کښې تصويرونه، پېنټنګونه، پوټرېټ، مجسمې، ملبوسات، کالي او بېلابېل علامتي نور ډېر څيزونه انسټال کړې شوي وو. د افغاني ښځو اتلولي منعکس شوې وه. د روايتي او معاصر قدرونو ښکلې پېوستون راجوړ کړې شوى وۀ. هر يو انسټالېشن هره هغه افغانۍ نازوله چې د تعليم، يووالي يوشان والي او ازادۍ لپاره په څۀ نا څۀ طريقه مبارزه کوله. سترو سترو د افغاني ښځو انځورونو ته د عالمانو او سالارانو لباس ورپه غاړه شوې وۀ. مجسمو ته برقعې ورپه غاړه شوې وې خو دې برقعو ته د شاهي لباس/کاليو رغوڼه ورکړې شوې وه. ګويا د برقعې تمامي معنويت ئې چېلنج کړى وۀ. د دې په شا ستر لامل دا وۀ چې رادا ليدلي وۀ چې د جنګ او پابنديو په مهال به ډېرو افغاني ښځو په برقعه کښې کتابونه پټ وړل راوړل. د ارټ سامان به ئې پکښې خوندي وړلو راوړلو. بل ځانګړې عنصر پکښې د اوازونو ريکارډ کول وو کۀ څوک ګډونوال وغواړي چې اواز ريکارډ کړي او بيا دغه ټول اوازونه په يو ځائې د يو کلي مزاحمت برخه وګرځي. د دستکارۍ فنپارې هم راجمع کړې شوې وې. په دې کښې زيات تره په ګوتو د ستنې او تار ګلکاري وه. يو بل ډېر ستر مزاحمتي عنصر پکښې سوزيدلي کتابونه او سوزېدلې د مکتب جامې وې. د مېوند د ملالې يو ستر انځور ودرولې شوې وۀ خو په داسې معاصر اسلوب چې تاريخي او موجوده مزاحمت ئې ځان کښې دواړه انغښتي وو. د دې نندارتون اوازه د قامي دائرې نه اووتله او نړيواله شوه. د ارټ د نړيوالو متعلقینو او ادارو توجه او اعتراف ئې وګټل. خو بدبختانۀ يو څو مياشتې پس کابل مات شو. فنپارې ړنګې شوې. دغه عمل د ثواب په نيت نه صرف وغندلې شو بلکه د دې نوم او نشان ګناه وګرځېده.
دا رنګ چې کله دوه زره او شلم کښې په دوها کښې مذاکرات پېل شو نو افغانستان کښې بيا د تيرو د راتګ ګنګوسي خوارۀ شو. دې صورتحال کښې رادا د انسټالېشن يو نندارتون د “قابل/Acceptance”په نوم راجوړ کړى وۀ. دا هم يو تاريخي او ځانګړى نندارتون وۀ. په دې کښې د اور بلولو يو ښکلى ځائى جوړ کړى شوى وۀ. ګډونوالو به خپل کتارسز لپاره خپله قيصه په يو کاغذ ليکله. بيا يو دېوال مختص کړى شوى وۀ دغه کاغذ به ئې دغه دېوال ځوړندولو. دې دېوال له “د ګنګوسي دېوال” نامه ورکړې شوې وه. بيا به ګډونوالو دغه کاغذونه په خپلو لاسونو اوور ته ورغوزارول. د دې کاغذونو ايره به د نندارتون رضاکارانو خوندي کوله او دا به د ارټ په کار کښې د يو مخصوص خام مال په توګه پکارېدله. دا عمل په ظاهره وړوکى ښکاري خو دا د تخليقي ځواک د کمال مهارت څرګندونه کوي. اصل کښې په دې عمل د انسانانو د ناشوني مسئلو او قضيو وجود يو مادي صورت خپل کړي. او بيا دغه صورت دوي پخپله په خپل لاس وسوزوي نو دا رنګ د کتارسز عمل ترسره شي. دا د انساني نفسياتي جوړخت مطابق بيخي يو اغېزمن عمل دى. په دې عمل کښې کۀ يو خوا د بپتسما د غسل روح ښکاري نو بل خوا په جمرات د کاڼو د ويشتو روح سره هم سمون خوري. دا علامتي عملونه د انسان په تربيت کښې هسې خو اغېزه نۀ لري. د دې قسمه عملياتو اغېز بهرحال په يو نه يو شکل د مثبت نوښت زمينه جوړيږي. بل خوا په اېړ/ په اجتماعي توګه يو عمل ترسره کول د ټولنيزو نفسياتو مطابق هم د کتارسز لامل جوړيږي. او دا عنصر هم دې کښې ترسره کېدو. د اوور د علامت پکارولو سره د افغانستان د تاريخي سپېڅلي هستۍ زرتشت چې د نړۍ دې برخه کښې ئې په اول وارې الاهياتو ته د وحدانيت تصور ورکړى وۀ، د شعائرو احترام هم وشو. د سماع د حس د تفريح او تحريک لپاره دې غونډه کښي په بېک ګراونډ کښې د مولانا رومي او د فروغ فرخزاد شاعري د ښځو په اواز غږېده. دا د يو بل تاريخي تخليقي پېوستون مظاهره/پديده وه. په کال دوه زره او دوه ويشتم کښې د “ډاکومنټا١٥/Documenta 15” لپاره رادا دغه رنګ يو بل انسټالېشن ترسره کړى وۀ او د دې نامه ئې “د غلا شوې يادونو لرغنتون/Museum of Stolen Memories” اېښودې وه. کله نه چې کابل مات شوى دى نو رادا خپل ټول کارزيار ډيجټل نړۍ ته هم اړولى دى. کله چې کابل ماتېدو نو رادا همدلته وه. خوشبخته وه چې د فرانس سفارتخانې ئې ژوند وژغورلو. او پېرس ته مهاجره شوه. د دې کار او زيار د نړۍ توجه او اعتماد ګټلي وو نو په همدغه کال دې ته د نېدرلېنډ د خارجي وزارت له خوا معتبر اېوارډ/ Prince claus seed چې په نړۍ کښې هغه وګړي يا ادارې ته ترلاسه کيږي چې په کلتوري پرمختګ کښې ئې مرکزي کردار لوبولې وي. هم په دې کال (دوه زره او يويشتم) رادا اکبر د بي بي سي سل نړيوالې اغېزمنې ښځې نومې قطار کښې هم په وياړ هسکه غړۍ ودرېده. رادا اکبر د ارټ په وساطت د مزاحمت سره رشته څنګه پالي د دې اندازه د هغې د دې قول نه کول ګران نۀ دي
“They burn our books, so we stitch words into the hems of dresses. They erase us, so we turn our bodies into monuments.”
١٢.. ليده افغان: افغانستان کښې د ارټ سکول جوړولو ارمانژنه انځوګره
ليده افغان په ډنمارک کښې د کډوالۍ ژوند کوي. دا وائي چې په ميډيا د افغاني ښځو کومه نمائندګي مخې ته راځي او هلته د ښځو کوم تصوير وړاندې کيږي زۀ به دې ډېره زورولمه. دا رنګ به زما په شان نور افغانان هم زوروي. زۀ د کال دوه زره او پنځلسم نه تر د کال دوه زره نولسم پورې هر کال افغانستان ته تلې راغلې يمه. زما د ارټ تمامي هلې ځلې د افغان ښځو د حقونو او صورتحال نه تاوېږي. ما په افغانستان کښي چې د تېرو شلو کلونو د روان کار مشاهده وکړه نو زۀ ډېره خوشګمانه ومه چې په ارټ او ازادۍ دلته دا څومره کار وشو، څومره روان دى او د معاصر ارټ د روزنې لپاره په سوونو خلق لګيا دي څومره کار کوي نو دا به ډېر زر رنګ راوړي. ما په افغانستان کښې د ارټ د استعداد دومره موړ توان ليدو چې ما اراده لرله چې زۀ به ډېر زر دلته د ارټ يو سکول جوړمه او د ارټ د لارې به د خپل اولس، خاورې او کلتور خدمتونه کوومه. د کوېډ نولسم وبا راګډه شوه څۀ دې دنيا روانه کړه او زما دنيا هغه وخت ورانه شوه چې کابل مات شو. د ارټ په شوي کار تورې کرښې راښکلې شوې. دولتي او غېردولتي، رسمي او غېررسمي ادارې وتړلې شوې. په انجونو د مکتب دروازې بندې شوې. ما له چې دا سوچ راشي چې زۀ اوس خپل ګران وطن ته نۀ شم تلې، کۀ لاړه شم د نور کله په شان تګ به نۀ وي. نو خوبونه مې حرام شي. داسې راته برېښي چې دا هېواد بيا څلوېښت کاله په شا لاړو. زما خوبونه ټول نيمګړي پاتې شو. څۀ موده خو د درد او غم د شدت نه د مايوسۍ بدحال قيامت جوړ کړى وۀ خو ورستو اخر دا يو سوال راته ودرېدو چې داسې کېښناستۀ او همت بايلل خو مناسبه نۀ ده. او زما دا يقين دى چې افغانستان کښې به سره د دې دومره ډېرو ستونزو اوس هم بلها انجونه ارټ جوړوي. په پټه به د زړۀ ارمانونه پاللو لره شواخوان ګالي. بايد زۀ د دوي لاس امداد وکړمه. دې مرحلې ته زۀ په ډېره ګرانه رارسېدلې ومه د هغې لامل دا دى چې زما توان او ځواک افغانستان وۀ. زما انسپېرېشن افغانستان وۀ. زما جذباتي حرکياتو به د افغانستان اب وهوا کښې تخليقي ماحول مدرک کولو. چې دغه فضا د تشدد جبر او بې وسۍ په لوګو تکه توره شوه نو ما به په کېنوس د ودان او سوکاله سور سپين افغانستان راڼۀ رنګونه څنګه په اتڼ کول! د افغانستان د ماشومانو او ښځو لپاره مې د امداد/چېئرټي يوه غونډه راجوړه کړه. د تخليقي هنرونو خاوندان مې وهڅول چې د خپل ارټ په زور د اګاهۍ او مزاحمت غږ پورته کړئ. خپله برخه کار ته عملي صورت ورکړئ. دغه غونډې راته نور مثبت توان راکړو. زۀ چې د برټش کاونسل په مدد د کوم پراجکټ “ارټ فار فريډم” برخه يم هلته مې هلې ځلې او فعاليتونه نور تېز کړۀ. په هسپانوي او چېک ريپبلک حلقو کښې د افغانستان نمائندګي کوومه. د دې هېواد د موجوده ريښتوني صورتحال نه بااثره خلق او ادارې خبروومه. د ارټ د لارې د مزاحمت فنپارې خوندي کومه او په نندارتونونو کښې ئې نندارې او تبصرې ته وړاندې کومه. زۀ هيله منه يمه چې بيا افغانستان ته لاړه شمه او د خپلو ارټ سره وابسته خلقو سره څنګ په څنګ ودرېږمه.
د ليدا افغان په نندارتونونو کښې وړاندې شوې او د دې په پاڼه ورکړې شوې فنپارې يو واضحه او څرګند پېغام لري. زيات تره فنپارو کښې د افغاني جوړو (هلک او جينۍ يا شړى او ښځه)، افغاني مشخص ملبوساتو (ګګره، چادرۍ برقعه، واسکټ پټکي وغېره) او افغاني ټولنې د روزمره ژوند نمائندګي ډېره ده. دا د ډيجټل ارټ داسې تکنيکونه پکاروي چې په يو وخت د دې فنپارې د ماشومانو لويو او خپلو پردو توجه ځان ته را اړوي. د احمدشا بابا، غازي امان الله خان، د مېوند ملالۍ، شربت ګلې، احمد ظاهر، راشد خان او د نوروز د لمانځنو متتعد فنپارې ئې د انيمېشن او نور بېلابېلو هنرونو په مدد راجوړي کړي دي. د ارټ د تنقيدي روايت په کوټلي پېمانو کۀ د ليدا افغان فن او فنپارې تلو نو دا څرګنده ده چې د دې هنري مهارت سر کولو ته لا بلها نورې مرحلې پاتې دي. خو د موضوعاتو له مخه او د معاصر ارټ د موجوده غوښتنو په لاره د مزاحمت مبارزه ئې د ډېر ارزښت وړ ده.
١٣.. لطيفه ظفر عطائي: د ګلکارۍ او دستکارۍ انځورګره
لطيفه ظفر عطائي د افغانستان په تاريخي او لرغوني ښار غزني کښې په کال نولس سوه او څلور نوي کښې زيږيدلې ده. په وړوکوالي کښې سره د خپل خاندانه د وطن نه مهاجره شوه. د کډوالۍ ژوند ورپه غاړه شو. دوي د سويلي پښتونخوا د کوټې ښار کښې مېشته شو. خپلې ابتدائي زدکړې ئې دلته د مهاجرو په مکتب کښې وکړې. ورستو کابل ته ستونه شوه. هلته ئې د کابل پوهنتون د فاين ارټس فېکلټي کښې د ارټ باضابطه رسمي زدکړې پېل کړې. دلته ورته شکالرشپ ملاو شو او بيکن هاوس نېشنل يونيورسټي لاهور ته لاړه. هلته نه ئې د سکول اف وژول ارټس اېنډ ډايزاين نه ګرېجوېشن وکړو. دلته نه کابل ته منتقل شوه. او نن سبا د ايران په تهران ښار کښې د مهاجرت ورځې شپې سبا کوي. دا انځورګره هم ده. فوټوګرافره هم ده. خو دې ځان ته د ارټ يوه ځانګړې څانګه پخپله مختص کړې ده او هغې کښې کار کوي. د دې په ستنه او تار د خوشخطۍ فنپارې هم شته او دا په انځورونو د ستنې تار ګلکاري کوي. په فنپاره ټانکې لګول، دا بوڼل او ګڼدل يو زورور حقيقي او علامتي معنويت لري. د دې د ارټ اساسي موضوع د شناخت/پېژنګلو بحران دى. دا په يوه مرکه کښې وائي چې په يوه داسې ټولنه کښې زېږون، وړوکوالې او پېغلتوب کول چرته چې دا هر پړاو د محروميو ښکار وي، ښځتوب شرمندګي وي او په خپل کور کښې د دېوال سره لکه د “غېر” لګول د ښځو ليکلى او منلى قسمت وي نو هلته خامخا په يو يا بل صورت نسلي او نسائي شناخت بنيادي عنصر ګرځيږي. د نرواکۍ د جبر لومه کښې د خپل ذات اظهار څومره ګران شي! زۀ د دغه جبر خلاف مزاحمت کوومه. زۀ زغم بوڼمه، دړد ګنډمه او نيمګړې قيصۍ ټانکې کوومه! زما د ګنډ يو يو ټک د مينې، نفرت، يرې او اميد انځورګري ده. د لطيفه ظفر عطائي د فنپارو نندارتونونه په کابل، کوټه، لاهور، تهران، دبۍ، اجمان، او هندوستان، چين او سوېزرلېنډ کښي شوي دي. د ارټ ځانګړنو ئې د يوې نړۍ توجه او اعتراف ګټلي دي. په کال دوه زره او څليرشتم کښې ورته د ارټ د نړۍ معتبر اېوار SEED ملاو شوى دى. په کال دوه زره او يويشتم کښې ورته بل د ارټ د نړۍ معتبر اېوارډ د Culture of resistance ملاو شوى دى. هم په دې کال ئې د Allegro Art Prize 2021 کښې دوېم پوزيشن ترلاسه کړى دى.
د نولسمې پېړۍ په اخره کښې د اميرعبدالرحمان په وخت کښې په هزارګانو يو ناتار جوړ شو. د دوي د نسل کشۍ هڅې په زور شور وې. تاريخ دا هم ريکارډ کړي دي چې په دغه فساد کښې د دوي درې شپېتۀ سلنه نسل ژوند دلاسه ورکړى وۀ. په دغه فساد کښې د لطيفه سکه ترۀ او د قام قبيل نور غړي هم د ژونده تېر شو. همدغه لامل وۀ چې دوي ته د پخوا نه د مهاجرت زنځير غاړه کښې پرېوتې وۀ. د دې په فنپارو کښې د دغه اذيتونو قيصۍ ګويانه دي. د دې يو مشهوره لړۍ د پاسپورټ سايز زر داسې انځورونه دي چې د هر انځور مخ دې په بيل بيل رنګ په ستنه او تار ګنډلي دي. دا دومره زوروره لړۍ ده چې په يو وخت د مزاحمت دبېلابېل صورتونو ترجماني کوي. يعني لطيفه څرګندوي چې په زرګونو خلق د شناخت نه عاري دي. د خپل ذات څرګندونه ئې نيمګړې ده. دا د ؤرکو وګړيو ترجماني هم کوي. دا په تاڼه کښې د لګېدلې د داسې ملزمانو عکاسي هم کوي چې د دوي ګناه معلومه نۀ ده. په ګوتو د ګڼډلو، بوڼلو او ټانکې لګولو د خاص کولو باره کښې دا وائي چې دا کار/ايمبرائډري په افغانستان کښي بيخي عامه ده. ماشومانو له لويو له زلمو پېغلو له ودونو له غمونو خوشالو له بېټک او حجرې له په دې هنر بېلابېل توکي جوړيږي. د افغانستان تقريبا هرې لور ته هنر زده دى. دا د هنر څومره لويه سرمايه ده. ډېر په دې هنر خپل کورونه پالي او دا ئې د معاش زريعه ده. په دې هنر مينه او عشق پاللې کيږي. دا د مينې نخښې زېږوي. عن تر دې چې جينکۍ د خپل ناليدلي مېړۀ لپاره دا جوړوي. لا د دوي کوژده نۀ وي شوي او دوي روميالونه او څادرونه ګل کوي. د لطيفه د دې هنر سره بېشانه مينه وه نو دا ئې د خپل ارټ لازمي برخه وګرځوله. د دې نه بيرته لطيفه چې وړه وه نو د خوېندو سره به ئې کارپټ هم بوڼلو. دغه هنر هم ورته ياد دى او ورسره ئې ډېر يادونه تړلي دي. دا يوه مرکه کښې وائي چې مونږ واړۀ وو نو يوې مشرې زنانه راته دا قيصه کړې وه چې د يوې ښځې مېړۀ په اوږد سفر تلو نو خاوند له ئې د تګ په وخت قميص/بنيان جوړول په ستنه او تار پېل کړۀ خو خاوند ته ئې وېل تا به شتا د واپس راتګ نه مخکښې نۀ پوره کوومه. خاوند ئې واپس راتګ کښې ډېره موده ونيوه. دې به د ورځې د بنيان يوه برخه جوړه کړه. د شپې به ئې ورپسې بله وسپړده. بيا به ئې بله ورځ بله جوړه کړه او د شپې به ئې بله برخه وسپړده. دا رنګ ئې د انتظار مينې او وعدې په زور وخت ويستو. لطيفه وائي زۀ چې کله هم کار کووم ما ته دا قيصه خامخا راياديږي. د لطيفه د زيات تره فنپارو نومونه نشته. د دې مقصد دا دى چې کتونکي ورته پخپل نظر وګوري. هر څوک ورکښې ځان وګوري. خپل تخليقي ذوق متحرک کړي. البته د دې د مشهورې لړۍ چې زر پاسپورټ سايز انځورونه پکښې په مخ ګل شوي دي. نوم لري. د دې نوم “زر وګړي/Thousand Individuals” دى. دې دا انځورونه فرضي نۀ دي اخستي. هر يو له ئې پخپله عکس ويستلې دى. بيا ئې پوټرېټ کړى دى. بيا ئې په مخ ورله ګلکاري کړې ده. د دې هر هر نه ئې رضا اخىستې ده. ورستو چې دا سلسله مشهوره شوه او دا دوه زرو ته غځېده نو د ملګرو فوټوګرانو نه ئې بيا مدد واخستو. دا شمېره د سوېزرلئنډ د نندارتون لپاره زياته شوې وه. دې غوښتل چې دا نور زر دې هم د افغانستان بېلابېلې څېرې وي خو بيا نوي حاکمان راغلي وو دا خپل وطن ته نۀ شوه تلې نو دغه شرط ئې ترې ختم کړو او ترجيحي معيار کښې ئې هر ځاى چې وي مهاجرت کښې وي نو هغو دې بايد د دې برخه وي. دا وائي چې ما به څوک د دې ارټ برخه جوړول نو هغو کښې به اکثر د مخ ښکاره کولو حق کښې نۀ وو نو چې بيا به ئې د مخ په يو هنري توګه د پټولو واورېدل نو رضا به شو. لطيفه به اول اول کښې د افغانستان په نوټونو/کرنسي د تار ګلکاري کوله. دا ګلکاري به هر چا پېژندله چې هزاره واله ده. ګويا دې ګڼل چې کرنسي يو قامي نخښه ده. او په دې قامي نخښه د هزاره ارټ نمايندګي ده نو هزاره به دا رنګ په قامي بحثونو کښې ځائى ومومي. د دې ګلکاري او په دې کښې د رنګونو فلسفه ډېرې خبرې کوي. د “دوه زره وګړيو” دغه لړۍ سږکال د دوه زره پنځيشتم د مارچ نه تر د دولسم اپرېل پورې په اټلي کښې نندارتون ته وړاندې شوه او د ارټ، دستکارۍ، ګلکارۍ شره وابسته متعلقينو او ادارو پرې متعدد بحثونه وکړل. د دې هنر د موضوع، فنکارۍ او پېشکش اعتراف ئې وکړو. مونږ وينو چې په دې ټول ارټ کښې د شناخت، ياداشتونو، مهاجرت او مزاحمت موضوع په يو ځانګړي انداز نه صرف خوندي کيږي بلکه د خپل ټاټوبي رسا نمائندګي هم کوي.
جاري
سميع الدين ارمان