0

چټيات/فضوليات/لغویات

ما څو ځايه ليکلي او وئيلي دي چې پښتنو د يوويشتمې پېړۍ ساينسي پرمختيايي صورتحال ته بېخي ټوپ ور وهلے دے يعني د باقاعده ترتيب (Through proper channel) سره دغه صورتحال ته نۀ دي ور داخل شوي چې دلته د دغه پراسس تفصيل د تکرارولو نه ډډه کوم . نو ځکه خو د دغه پرمختيايي توکو (خصوصاً د سوشل مېډيا) د استعمال په طریقه او د هغې سره د پکار چلند نه هم واقف نۀ دي. په معذرت سره دوي لګيا دي لکه “د ماشومانو يې د خاورو څخه ډکوي” . دوي يا خو هېڅ نۀ وئيل نن بيا هر څه وايي ، دوي يا خو هېڅ ته رسايي نۀ لرله نن بيا هر څه ته رسايي لري ، د دوي آواز يا خو بېخي چا نۀ اورېدۀ نن يې بيا هر چا ته لکه د سيکې په غوږونو کښې وېلې کوي. د دې مثال بېخي داسې دے لکه يو کس چې د شپې ګونګ څملي او سحر د پاڅېدو سره سم يې د ژبې غوټه خلاصه شي نو ظاهره خبره ده چې دغه کس به بې معنې ، بې مطلبه ، بې ارزښته چغې سورې(يا خو د خوشحالۍ نه ، يا د ناپوهۍ نه ، يا تېر وخت پسې ارمان او افسوس نه) وهي .
که مونږ هسې يوه لنډه جايزه واخلو چې د دغه قسمه چټياتو/فضولياتو/لغوياتو نه کوم کوم ټولنيز تاوانونه رامخې ته کېږي نو هغه څه داسې ترتيب کېدے شي:

* ذهني ناروغي يا مايوسي:
د سوشل مېډيا چې څومره هم وسيلې دي ، د هغې د استعمال انداز ته چې يو کس ګوري چې د پروپېګنډو کوم بازار يې ګرم کړے وي چې د رښتياو او دروغو ، د سم او غلط ، د روغ او ناروغ پکښې هېڅرڅرک او درک نۀ لګي . دغه صورتحال بېخي انسان د مايوسۍ اخري ديوال ته ورسوي او اخر هغه کس ذهني او نفسياتي دباو يا ناروغۍ تر حالت پورې ورسېږي.

* د وګړي عزت نفس او غېرت ته نقصان رسول:
سوشل مېډيا يو داسې فورم دے چې د اوريجنل او فېک انسان/څهرې پکښې پته نۀ لګي . د کوم ځاے نه او د کوم خېل او خاندان نه څوک دے څوک نۀ دے خو بس موبايل يې په لاس کښې دے او انټرنېټ ته رسايي لري . اوس هر وګړے د دغه ذهني نابالغه يا د حالاتو د وجې ذهني ناروغه کس په رحم و کرم دے . دغه فېک کس په ذهني حالت پورې اړونده ده چې د چا کردار په مثبت انداز نړۍ ته ښئيي او که لمن پرې اړوي . مونږ تېرو لسو دولسو کالونو کښې وليدل چې کوم کوم مقدسات مو پليت نۀ شول ، کوم کوم شخصيات مو ګند نۀ شول ، کوم کوم حقيقتونه مو مسخ نۀ شول . د خلقو عزت نفس او غېرتونه مو سرعام نيلام شول . دغسې صورتحال کښې ګڼ خلق يا خو غلي شول او يا له اخلاقو وغورځېدل.

* د علمي جمود ښکارکېدل:
دغه فېک ، دروغ ، پروپېګنډه دومره شديد تاثر لري چې د حقيقتونو يقين پرې وۀ شي نو د هغې نه پس څوک سوال/پوښتنه/تحقيق ته هډو اړتيا نۀ لري او په هغو موجودو (دروغ ، فېک) باندې اکتفا وشي نو ظاهره ده چې ټولنه به د يو علمي جمود ښکار کېږي .

* غېر عقلي پرېکړې:
د دغه دروغو او پروپېګنډو يا پاپولسټ نعره بازۍ په دباؤ کښې يا په دروغجنو اطلاعاتو د عمل کولو په ضمن کښې مونږ هره ورځ وينو چې ډېر سوچه عقل مند ، پوهه ، دانشور او ځيرک خلق هم داسې پرېکړو ته مجبور شي چې هغه هېڅ عقلي جواز نۀ لري ، هېڅ دليل نۀ لري . صرف په قبايلي/قامي جذباتو باندې اډاڼه وي.

دغسې نورې هم ګڼ شمېر خرابۍ يا خامۍ په ګوته کېدے شي چې د يوويشتمې پېړۍ د انټرنېټي صورتحال سره د پښتنو په ټولنيز ژوند کښې ليدلې کېږي .
(نوټ: د انټرنېټ ګټورې او مثبتې پايلې هم زما په نظر کښې دي ، هغه به چرته بيا شي)

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ