نن د پاکستان د ايټمي چاودنو ورځ ده ، تراوسه د هرڅه زيات لګښتونه په دې رياست کښې د دفاع په نامه کول شي ، د دفاع په نامه تېر کال بجټ کښی دوه زره اربه خو د تعليم لپاره 109 او د روغتيا لپاره 24 اربه روپۍ وې.
دلته اېټم بم جوړول ممکن دي خو د عام اولس په ژوند ژواک کښی اسانی او ګټور جديد سائنسي ايجادات راوستل ناممکن دي ځکه چې د رياستي سيستم دننه د عام اولس په ځائے د يو خاص کلاس ژوند ښه کول مهم دي.
ددغه دومره لوړو لګښتونو او لښکرو ساتلو لپاره هر وخت مصنوعي دشمن ساتل سرحدي يرې داخلي اړے ګړے د ګاونډيو سره دوام بد خوئي او بيا د هغې په بدل کښې سيکيورټي ساتل مهم علتونه دي د يورانيم قاقاچ بر مشهور کېدلو شائد چې په نړۍ کښی به بل لوئي پېغور نه وي خو دې کښی هم خلک ښه خوشاله دي.
نن دا ورځ د هرچا هېره ده ځکه چې د اوس عصر ستر حقيقت او ستر سائنس ايټم بم نه اقتصاد / ډوډۍ ده د ايټم په ځائے اولس د وړو تروړه او د خپل ژوند اسانی غواړي، د وړومبي اسلامي ایټمي هېواد سره نن په اووه پنځوس اسلامي امت کښې د اقتصادي بدحالۍ له کبله څوک په سود هم لېن دېن نه کوي تاسې ګورئ چې په کلي کښې هم درسره څوک قرض نه کوي نو پوهه شه چې څه نور د باور نه وي پاتي محکوم قامونه بايد خپله صف بندي په وخت اوکړي.
رياستونه ايټم بم نه غوره اقتصاد ساتي دا وخت اقتصادي بد حالي په هرڅه غالب ده په نړۍ کښی په نزدې وخت کښی د زرګونو ايټم بمونو سره هېوادونه مات شوي ، د شوروي اتحاد سره په 1988کښی 5977 اېټمي بمونه وو خو چې د سیاسي اړي ګړي او اقتصادي بحران ښکار شو خپل اقتصادي توان ئې د لاسه ورکړو نو د دومره ايټمونو سره دړې وړې شو او د کارل مارکس اقتصادي سائنس ته دغه ډوبېدل پېغور شو ، په 1990کښې د شوري اتحاد ایټمي سائنس پوهانو به په لېنن ګراډ او سټالن ګراډ کښې خېر ګوښتو . اېټم بمونه ریاستونه نشي بچ کولے اتهه ويشتم د مئي ديوم تکبير په نامه مانځل هم په حقيقت کښې د سپېځلي نوم استحصال کول دي ځکه په حقيقت کښې بم کافر او مسلمان نه وي بم بم وي خو دلته د اولس احساسات په هر ډول ځبېښاک کولے شي.
پاکستان د باچا خان ازار هم پوخ وهلے په مارچ 1948 کښی باچا خان جناح صېب او ټول پاکستان ته په کراچۍ کښې په جار اووئيل ! هند خو مو مات کړو دغه وېش مونږ د هند نه ! د مسلمان وېش ګنړلو اوس دا غريب هېواد دے راځئ ! چې ټولې خبرې يو اړخ ته کړو په شريکه يوګوند د اقتصادي پرمختګ په بنسټ جوړ کړو چې دا محکوم اولسونه په اقتصادي توګه ښه شي او پرمختګ اوکړي ! جواب کښې ورته جناح صېب وئيل ته دا خپل ګوند خدائي خدمتګار په مسلم ليګ کښې ضم کړه !!! خدائي خذمتګارو په مرکز عاليه سردرياب کښی د غونډې نه پس جواب ورکړو مسلم ليګ دې خپله کوي مونږ به خپل کار کوو.
ډاکټر مبارک علي د ايټم بمونو په اړه يو غوره خبره کوي هغه وائي اخلاقيات د هرڅه لپاره لازم دي تر دې چې سائنس هم بې د اخلاقياتو مه راکاږئ! ځکه که د سائنس څخه اخلاقيات اوباسئ نو هر زورور چې کله او څنګه غواړي کمزوري اولسونو له به ایټم بم رابغوي مثال ئې ناګاساکي او هيروشيما وو چې جاپان دغه وخت جنګ بېللے وو وسله ئې کېښوده خو د امريکی زورورو صلاح اوکړه سائنس پوهانو ورته اووئيل چې په بې ګناه انسانانو د ایټم بم د تجربه کولو بل داسې غوره وخت به رانشي…
مولانا خانزېب.
0