157

چينار سړې

زما څلې ورانونکي دې خبر وي
زه د خپل اولس په زړونو کښې اوسېږم.

د ېو پوهاند وېنا ده چې غټ خلک د نعمت په توګه خدائې انسانانو ته ورکوي او د عذاب په توګه د هغوئي سلسله اودرول شي . پښتون قام ډېر ستر دې ځکه پدې قام کښې په هروخت کښې ډېر ستر ستر قامي مبارزين زېږېدلي ستر سړې هغه وي چې دده په فکر او کردار د قام او خاورې سوچ غالب وي ځاني ژوند ئې هم د خاورې نه تاؤ وي پده خاوره آباده او قام ډاډه وي که دا صفت نه وي نو خپل کور خو په هرسړي آباد وي.

ښځه په هر سړي کونډېږي
سړې هغه وي چې پې خاوره کونډه شينه !

پښتنو کښې عمومي خوئي ډېر غالب دې چې په ژوند ډېر کم خلک د خپل خېرخواه او قامي مشر قدردان وي خو چې کله مړ شي نو بېا هر سړې وائي پلانې ډېر ښه سړې وو ميرات پې شو .
د باچا خان بابا کورنۍ په تېر سل کښې په درې پشته کښې تر اسفنديار ولي خان پينځه شپېته کاله زندانونه د ځان نه بلکې د خپل اولس لپاره تېر کړي.
ډېر خلک خپلو بچو ته په ميراث کښې مالونه او شتنمې پرېږدي خو د باچاخان کورنۍ ېو بل ته د قام غمونه او ستونزې په ميراث کښې سپاري دې کورنۍ کله هم د خپل ځان لپاره د قام سودا نه ده کړې ځکه خو د روښاني غورځنګ پس دا کورنې ېو پېړې پس هم د پښتنو د راغونډولو مرکز ګڼل شي ، ځنې خلک د خپلې ټولنې د نفسياتو سم جاج نه اخلي وائي د پښتنو مشري په ميراث ده ! زه وائم دغه ميراث که داسې وي لکه چې کم د باچاخان کورنۍ ترسره کوي نو هر پښتون دې داسې د قام وارث شي . د باچاخان بابا او د خان شهيد اودل سمد خان کورنۍ د خپل قام مشري د پښتنو کم د خانې او ملکې ميراث نه بلکې د اولس د تاريخ او حقوقو سرداري او څوکېداري ده که د باچاخان بابا دا کورنۍ تراوسه د پښتنو د تاريخ نه منفي کړو نو په سل کاله تاريخ کښې به بېا ټول ، علي قليخان ، د پيرنګېانو وپادار خانان او د مانکي پيران پاتي شي …
د باچا خان کورنۍ د پښتنو په تاريخ کښې ډېره ستره ده ددې څو خبرو سره هيڅوک اختلاف نشي ساتلې ! ېو دا چې د باچاخان او د هغه د کورنۍ د پښتنو په ټولنه کښې په قامي سياسي شعور خورولو کښې د ملا د تير په مثال کردار دې د نيو پښتون نېشنلزم عملي بنسټ ګر او پالونکي دي ، سل کاله وړاندې ئې پښتنو ته د خپل قامي حقوقو لپاره د سياسي تنظيم سائنس ورکړې ، دوئم دا چې دې کورنۍ ټول عمر د پښتون قام د اجتماعي دانش خبره کړې ، درئم دا چې کله هم قام خرڅي او وطن خواري نه دي پاتي شوي ، څلورم دا چې د باچا خان نه راواخله تر اسفندېار ولي خان پورې کله هم د شخصي ګټو سياست ئې نه دې کړې او سخت وخت کښې هم د خاورې او د قام د ګټو خبره ډېره روڼه کړې ، په پښتنو کښې د قاميت په اساس د شعور خورلو لپاره دا کورنۍ سل کلن روښانه عملي تاريخ لري، پښتانه فطرتا ډېر زر د سړي نه مړېږي عموما د پلار نه پس د ځوئي نه فطرتا د عصبيت خويونه ختم شي خپل مقام اوبائلي خو د باچاخان بابا کورنۍ سل کاله پس هم په نسبي رېښه نه بلکې په قامي زيار ژوندې ده د خپلې خاورې دا نوغې که څوک پالي نو رګ ئې هم هلته رسي ، هم دغه وجه ده چې دوه دېرش کاله باچا خان څورلس کاله ولي خان او اتهه کاله اسفندېار ولي د زندانونو شاته تېر کړي . اسفندېار ولي خان کم اوتار نه دې او نه کم مافوق الفطرت هستي خو دا حقيقت دې چې په لس کروړه پښتنو کښې د کار په ېو څو خلکو کښې په سر کښې دې.
تېر کال د اسفندېار ولي خان د مرګ د دروغو خبر ځنې خلکو د خوشالې په توګه خور کړو اول خو مرګ حق دې په هرچا به راځي بل که اسفندېار ولي خان مړ شي نو تحريکونه ګوندونه په نظريو ولاړ وي دا د چا په شخصي مرګونو نه ختمیږي خو ډېر پښتانه د پاکستانيت مفکورو داسې بې لارې کړي چې د خپل مشر په مرګ خلک خفګان کوي خو دوئي دا خبر ډېر دخوشالې په توګه خورولو وو دا د پښتنو هغه بدمرغي ده چې صوفي مامد او د مولا فضل الله پشان خلک ئې د اسفندېار ولي خان ماموت خان او منظور پشتين نه ستر کړي . اسفندېار ولي خان ژوندې دې خدائې دې روغ ژوند نور هم ورکړي خو نن ئې د زیږون په ورځ حق جوړېږي چې په ژوند ورته ېو څو ټکي د درناوي وړاندې کړې شي.
دغه راز ځوانان بائد د خپل سل کلن تحريک د تاريخ نه ځان خبر کړي هرڅه ته د جذباتيت ،سطحيت او ېو څو کاله په نظر کتل کمه سیاسي رويه نه ده.
اسفنديار ولي خان په نورلسم د فروروې په کال 1949 کښې زېږېدلې وو ، اسفندېار ولي خان شائد په نړې کښې هغه اول ماشوم وو چې پداسې ورځ پېدا شو چې نه ئې مور وه نه ئې پلار او نه نيکه ، پلار نيکه ئې د پاکستان په زندان کښې تر شپږ کاله پورې پراته وو مور تاجو بي بي د اسفندېار سره دوه ماشومان اوشو تاجو بي بي هم مړه شوه او ېو ماشوم هم ورسره مړ شو کم ماشوم چې بې موره پاتي شو نو هغه نړې په اسفندېار ولي خان پېژني.
ولي خان ليکي چې زه په زندان کښې د تاجو بي بي د مرګ نه د مارچ په اوله اونې کښې خبر شوم ډېر خفه شوم د جېل خلک خبر وو خو ماته ئې څه نه وائل تاجو زما ډېرډاډ وو ډېره غېرتي پښتنه وه د بابړې په پېښه کښې هم په ېو ګولې لګېدلې وه خپله لوپټه ئې د ژوبل خلکو پټې کړې وه د کور سامان چې کله سرکار ضبط کړو نو په زانګو کښې زما د ېو کال ماشومه لور وه هغه هم پوليسو وېوړله ماشومه ئې تې کوزه کړه وائل دا زانګو هم د ولي خان ملکيت دې تاجو د پلار کره لاړه ځکه چې کور هرڅه ضبط شوي وو خو د پلار کره د تلو نه وړاندې وائل چې ولي خان په زندان کښې په ځمکه پروت وي نو زه هم دلته په ځمکه وخت تېرولې شم ، د ېو مياشت لپاره راخلاص شوم نو تاجو خخه کړې شوې وه د هغه ځاېه مې ده هغې مړې شاهي باغ ته راوړو.
اسفندېار ولي خان ېو ډېر لوستې پښتون مشر دې د ايچي سن نه ئې زده کړې ترسره کړي په 1975 کښې د حېات شېرپاؤ د وژنې نه روستو اونيول شو اووه دېرش کاله قېد ورته اورول شوې وو ، خو درې کاله پس بېا خوشې کړې شو. د ‌زندان په اړه اسفندېار ولي خان وائي اووه میاشتې د بالاحصار په ځمکنې کوټه کښې ځان له بند ووم ستنو ته به زوړندول شوم اووه دېرش ورځې د ورسک په تهاڼه کښې ووم د لاسو ښپو نوکان ئې رانه ټول په ، امبور ،ويستل د سر نه د ښپو پورې ټول ويښتان رانه ويستل شو دا به ئې راته وائل چې په ولي خان ګواهي اوکړه چې د حېات شېرپاؤ په مرګ کښې لاس دې ! اسفندېار ولي خان وائي دا شائد چې د نړې په سر اول ځل وي چې ځوي پلار او نيکه درې پېړې په ېو ځل زنداني وو کله چې د زندان نه خوشې شو نور هم ډېر مرګري راسره وو شل مرګري مو داسې وو چې هغې په وهلو ټکولو ، نامړد ،کړې شوي وو دهغې حال مې چې اوليد نو خپل ځان رانه هېر شو ، ېو مرګري له د ېو کال ځوئي راوړل شوې د هغه مخکښې اووژل شو هغه مرګرې بېا ټول عمر لېونې وو .
واېه ! تیار خوره! د ملتان جېل دې ليدلې دی ؟
دا اجمل خټک دې چې د دار سر ته ختلی دې.
اجمل خټک.
اسفندېار ولي خان د پښتنو په خاوره څه پينځه څلوېښت کاله په قامي او پارلیماني سياست کښې تېر کړل ېو زبردست مقرر دې خبره ئې په دليل او قامي سياسي فکر ډېره درنه وي خو د خپل تاريخ سره تر نن پورې ډېره په تول پوره ډېره سپينه باوقاره سياسي خبره کوي ، د خپلې خاورې د ژغورلو لپاره د خپل پلار نيکه د تاريخ په رڼا کښې هر بادار ته ډېره سپينه وائي د امريکې او ط البانو په خبرو اترو په پېل کښې غږ کړې وو چې افغانان دې ددې خبرو برخه کړې شي کنه وه نو دا خبرې به نيمګړې وي خو چا نه منله نن دهغه د خبرې وزن مالومېږي چې امريکا او افغان حکومت دغه ېوه تېروتنه کړې ېا امريکا داسې پلان کړې وه . اسفندېار ولي خان څو کاله وړاندې د ط البانو د زور زياتي په وخت کښې د ډېرو نورو پښتنو او د ګوند د خلکو سره پخپل کور کښې په نښه کړې شو خپلې دېرې ته پسې ځان وژونکې وردننه شو خو پدغه وخت ورسره زمونږ د باجوړ د ،چارمنګ ګلو کڅ، د سيمې ېو نر پښتون ،ېار زمين خان ،ولاړ وو ېار زمين په قبيله هلال خیل سلارزئې وو ، لس ګامه وړاندې ځان وژونکي له غاړه ورکړه ، ځان وژونکي څملولې وو ، ېار زمين خان ځان ټوټې ټوټې کړو خو خپل مشر ئې د خپل سر په قيمت اوژغورو .څه وخت پس اسفندېار ولي خان په باچاخان مرکز کښې په ېو غونډه کښې اووئيل که په هغه وخت ېارزمين بچ شوې وې نو نن به زه نه وې هغه شهيد شو خو مونږ ئې بچ کړو. ېار زمين خان د بسم الله رور وو چې د ډېر وخت نه د ولي خان او نسيم ولي خان سره ډرائېور وو نن سبا په بسم الله په باجوړ کښې اوسي ،که مونږ خپل د قام او د ګوند شهيدان ستايو نو بائد چې د ېار زمين خان پشان اتلان ډېر ځانګړي ېاد کړو . په اسفندېار ولي خان د پاکستان د پټو لاسونو او لاس پوڅو له خؤا د ‌خپل صوبائي دور حکومت د وخت د بډو او په ملائشېا او دوبۍ کښې د هوټلو ډېړې ډنډورې اوشوې خو نن حقيقت څرګند دې چې د اسفندېار ولي خان لمن دهرډول بډو نه پاکه ده هم هغه ځمکه او ژوند ئې دې کم چې ورته د پلار نيکه پاتي دي ،څه وخت وړاندې عمران ته چېلنج ورکړې وو چې راځه! خپل ځان به حساب ته وړاندې کړو که څوک غل ثابت شو سياست به پرېږدو او تېزندې مو کړې! .
اسفندېار ولي خان د څه وخت نه د ناروغتيا او بدني رنځونو ښکار دې دغه د قام لوړ دنګ چينار مړاوی دې خدائې د قام لپاره روغتيا په برخه کړي.
آمين.

ليک مولانا خانزېب….

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ