ښځه چرګ هم نشي ذبح کولې ، ښځه تجارت ، د ژوند کار روزګار ،علم نشي کولې ، ښځه ېا د کور ېا د ګور! د قبر په شناخته زوجه فلان ليکل اسلامي نه کلتوري مسله ده.
پښتنو کښې هم عموما د جينې په پېدائش خفګان وي زنانه له په ميراث کښې برخه نه ورکول کېږي چې جينې پېدا شي نو د سړو نه زياتې ښځې هم خفه وي ، په ځوئي هرڅوک زيري ورکوي خو په لور امبارکي هم نه اخلي ، په جينې باندې ايزده کړې عموما ښې نه ګنړي ،په کور کلي کښې دا نه خوښوي چې ښځه دې هم په کمه خبره کښې خپله رائې ورکړي د ښځو ووټ اچول هم ډېر کم وي ، په قبائلي ټولنه کښې کم سړې چې ښځه نه کنځي وهي ټکوي نه هغه ته پښتانه بيغېرته وائي ، تر نزدې وخت پورې د واده په وخت به د سخرګنې نه د جينې پلار پېسې هم اخيستې ، په پښتنه ټولنه کښې زياتره جوړ شوي خويونه د نرواکی او دقبائلي سماج ننداره ده چې د بې علمی سره تړل شوي، قبائليت د نسلي تاريخ نه اخوا چې کله هم د ېو نظام په شکل خپلول شي نو بیا دغه شان خويونه په هره ټولنه کښې جوړېږي ځکه په قبائلي نظام کښې د پتنو جنګونو لښکرو ملاتړ ضرورت وي دهغې لپاره ځوانان پکار وي ، دغه راز د نرواکې په ټولنه کښې اقتصادي لاملونه هم دخيل وي ، ځوان د کار روزګار جوګه ګنړل شي ښځه بوج ګنړل شي ښځه د پردي کور ګنړل شي او ځوان د خپل کور نسب څښتن دغه راز د بدې پښتو په نامه ځنې متلې هم د ټولنې د ذهني کچې هنداره وي لکه ښځه ېا د کور وي ېا د ګور سړې بې ګټې ښځه بې څټي په قبائلي ټولنه کښې دا ېو کار د ښځې په اړه غوره وي خو چې په نيک نيتې سره وي هغه دا چې د معاش او اقتصاد زيات بوج په سړي وي ېعنې د کور نه بار ډېرې چارې په سړي او د کور دننه ډېرې چارې په ښځه وي اوس رورو په پښتنو کښې ځنې دودونه تغيير خوري د ښځو تعليم او حقوقو ته پام روړي چې ېو ښه بدلون دې دغه بدلون د خپلې ټولنې د فکري کچې په اندازه په احتياط سره په مثبت ډول هڅول پکار دې چې نور پرمختګ اوکړي د ښځې او سړي د تفريق او کار وېش اساس په ټولنه کښې زرګونو کالو پخوا دې سړي به ښکار کولو ښځې به کور ساتلو هم د کور ساتنې په وخت لس زره کاله پخوا ښځې د زراعت کروندې ايجاد هم کړې وو .
په پښتنه ټولنه کښې د پړدې ډېر شدت هم په کلتوري توګه د اربنائزېشن سره تړل شوې رواېتي پړده نن هم په کلو بانډو کښی ډېره عادي ده تر دې چې نزدې وخت پورې پښتنې ښځې به په لاره مېلمه ته ستړي مه شي وائل په ډېرو وختونو کښی په تاريخ کښې پښتنو مېرمنو د سړو په مقابل کښی د لښکرو سر لښکري کړې .
د اسلام نه مخکښې د عربو په ډېرو خلکو کښې هم د جينۍ د ژوندي خخولو دود وو ښځه به مال ګنړل شو د ښځې په اړه د کم انسان نه ګنړلو ددې رواج دوه لامله وو ېو د جهالت نه پېدا خوئي دوېم د قبائلي سماج دننه د نرواکې سوچونه عربو به وائل لور به زه پالم او واده کيږي به پردي کور ته ېا پتنې به وې ښځې به تښتول شوې ټولنه په طبقاتو کښې ويشل شوې وه کمزوري سړي به دا نشوه زغملې چې سبا له مې لور پېغله شي نو زورور بې رانه په زور بوځي دهغې نه دا ښه ده چې وژلې نېغه نشم ژوندې بې خخه کړم. .
د اسلام نه وړاندې کم وخت چې په عربو کښې به ژوندې جينکې خخول شوې نو هغه وخت د پښتنو په خاوره بدها د انسانيت خوښې درون تهذيب مخ په وړاندې وو هنري ګوتې او د جنس انسان سره مینه او خواخوږي وه د نارينه زنانه ترمېنځ هغه تفريق چې اوس ليدل شي دا د هغه تهذيبي لوړتيا په وخت په تاريخ کښې نه ليدل شي مالوميږي داسې چې پښتنو د فطرت په ضد پشا تګ کړې او لا روان دي ۔
قرآن د عربو د جينې په اړه د کم خوئي ساتلو په دود کلک رد اوکړو ،واذا بشر احدهم بالانثی ظل وجهه مسودا وهو کظيم ،ايمسکه علی هون ام يدسه فی التراب ، ژباړه :
چې کله د جينې زېرې ورکړې شي مخې تور شي دې د غم نه ډک وي دا جينې ژوندې خخه کړی که د شرم سره ئې اوساتي .دغه راز رسول الله ص د ښځو خخول او کم خوئي کلک رد کړو يو حماسه کښې ېو عربي شاعر په رسول الله ص پسې د خندا په ډول وائي ددې پېغمبر سره ښځې ډېرې شوې .
د خدائې د پېغمبر ص کم نارينه ځوان زاؤزاد نه وو څلور نونړه ئې وې نو مخالفینو به ورته ،ابتر ، لاولد ميرات وائلو چې قرآن کښې خدائې جواب کړې ،انا شانئک هوالابتر ، ژباړه : ستا دشمن به ميرات وي ،
مولانا خانزېب…
79