ځینې خلک د اسلام د حقوقو د فلسفې نه نۀ وي خبر، د جديد متمدن نړۍ کرہ کتنه نه لري، د اوس وخت د زمان ومکان د حقيقتونو نه ناخبرہ سړے چې دين بيانوي نو هم د ګډو وډو ښکار شي.
د رنګ/ نسل / وينه / تهذيبي روايات/ کلتوري اقدار/ وطن واله/ او د قامي تړون په اساس د انسانانو ترمېنځ مينه د انسان د فطرت برخه دہ اسلام ته دين فطرت هم په دې اساس وئيل شوے چې دا د فطرت په ضد نه دے، د اسلام د اخوت رشته هم د ديني قاميت د جذبې په اساس دہ.
د اسلام د نظرہ د یو محکوم قام لپارہ غږ کول تر هرڅه غورہ عمل دے ۔ په اسلام او جهاني اصولو کښي نسل پرستي کرکه دہ نه د کوم قام د خپلواکې او حقوقو! د نسل پرستۍ فکر په تاريخي شاليد کښي ډېر قديم دے خو بلخوا د (nationalism New) ملت پالنې نظريه په لويدځ کښې د صنعتي انقلاب نه پس د نوابادياتي دور په نتيجه کښې مخي ته راغلې.
د يو محکوم مظلوم قام لپارہ اودرېدل څومرہ غورہ ديَ ؟ امام ابوداود وائي خطبنا رسول اللّٰه صلي اللّٰه عليه وسلم فقال
: ((خيرکم المدافع عن عشيرته ما لم يأثم
ژباړہ
غورہ خلک ستاسې د خپلې قبيلې ملاتړ کوونکي دي تر څو چې په ظلم نه وي.
واثله ابن اسقع وائي مونږ د رسول الله صلی اللہ علیه وسلم نه پوښتنه اوکړہ چې نسل پرستي څه دہ؟ ما العصبيۃ؟ قال: ((أن تعين قومک على الظلم))
ژباړہ! وئيل د خپل قام سرہ په ظلم کښي ملاتړ کول
نسل پرستي انساني وګړي د، بائلوجېکل ځانګړتياؤ په بنسټ چې، رنګ، نسل، وغېرہ دي هڅوي او د انسانانو ترمنځ د نسل په بنسټ توپير راولي دغه د نسلي افتخار اړخ اسلام هم رد کړے چې هيڅوک په رنګ نسل برتر نه بلکې په کردار دي. نسل پرست په خپله ښودنه کښې ګېر وي خپل نسل پاک مقدس او د هر عېب نه پاک او نور انسانان سپک ، غورځېدلي ، محکوم او مجبور ګڼي ، خو ددې په عکس قام پرستي يوہ مثبته جذبه دہ ۔ شريکه ژبه، ځانکړے تاريخ، جغرافيه، کلتور ، تهذيب نفس ، او شريک انساني اقدار د قاميت اساس ګنړل شي او هم ددې بنسټونو په اساس د خپل اولس لپارہ په ګډ رياست کښې قامي حقوق او يا د خپل رياست لپارہ غوښتنه کوي .
قام پرستي د مظلوم مرسته او د مظلوم او محکومو خلکو د خلاصون لپارہ لار دہ قام پرستي پدې رڼا کښې د اسلام سرہ هيڅ کوم توپير نه لري ځکه چې د خدائے پېغمبر صلی اللہ علیه وسلم وائي چې د مظلوم مرسته او د ظالم لاس نيول زما لار دہ ۔ د مکې سرہ مينه د خدائے پېغمبر صلی اللہ علیہ وسلم په خوئي کښې اښکل شوې وہ ۔ اسلام د چا د قام قاميت نه هېڅکله انکار نه کوي نه اسلام د قامونو تحليل راولي ځکه د خدائے پېغمبر صلی اللہ علیه وسلم وائي زہ عرب قرېشي ابن عبدالمطّلب يم۔ د پارس نه راغلے ،سلمان ته پارسي وئيل شوے . قرآن کښې هر پېغمبر په ،يقومي ، اے زما اولسه ! غږ کړے . په قام پرستۍ کښې سياسي او کلتوري ځانګړتياوې وي او په نسل پرستۍ کښې په نسلي ارفعيت زور وي. نسل پرستي کرکه زېږوي او قام پرستي مينه او بشر دوستي.
مولانا خانزېب…