100

واده د نینځکو لوبې نه دي

واده د نینځکو لوبې نه دي

د واده نه پس د یو نوي او د زمه دارو ډک ژوند اغاز کېږي ، واده فقط د یوی ورځې ، میاشتې یا کال نوم نه دے بلکې دا د دوه مختلف جنسونو او د دوه مختلف فطرت لرونکو انسانانو د یو ځاے ژوند تېرولو او نسل مخ په وړاندې بوتللو فېصله ده ۔ باید دا فېصله په سوچ سمجھ، تسلۍ او باهمي رضامندۍ سره وشي په دې مهمه فېصله کښې به د هلک او جینۍ رضا مني او مشوره تر ټولو اول وي ځکه دا د هغوي د ژوند فېصله ده۔
د یوې ورځې غلطه فېصله د جینۍ یا هلک ، دواڼو یا د پوره خاندان ژوند تباه کولے شي او مونږ خپله ټولنه کښې داسې سلګونه ناکامې رشتې ليدلي او د نتیجو نه ئې خبر یو۔
واده په ګرد کائنات کښې فقط د انساني نظام وصف دے چې پکښې دوه پردي انسانان د څه خاصو مراسمو ترسره کولو روسته خپل جوړیږي ۔
زمونږ په ټولنه کښې دغه مهمه فېصله څه روایتي ناپوهه خلک د پښتو، غېرت او بدل په نوم هم کوې او د دی جهالت په تېلو کښې زیاتره جینکۍ سوځي او که یوه جینۍ د دی روایتي جهالت ښکار نه شې نو د خوښې د واده حق خو ورله څوک هم نه ورکوي او د دی انساني حق نه بلها هلکان هم محرومه ژوند تېروي۔
چې کوم مشران د خپلې انا او روایتي غلطو نفسیاتو په بنیاد داسې کوي هغوي هډو د عزت او مینې لایق نه دي۔
مونږ په دی نفسیاتو پوهه نه شو چې د خوښې واده ولې زمونږ ټولنیزه مسله جوړه شوې۔ هغه وائي چې په اوبو رغیږي نو ترخی دوا ته څه حاجت دے ؟ چې رشته د مینې محبت په بنیاد کېدلے شي نو د دې نه بله د خوشحالۍ خبره به څه وي؟
د خوښې واده بی حیائي ، ګناه او بېغیرتي نه ده۔ مینه خو ژوند دے، مینه امن دے ، مینه یواځې انساني خصلت نه بلکې په مینه خو خونخوار ځناور هم قابو کښې راوستلے کېږي ۔
خو ها ! دا هم مهمه ده چې د هلک او جینۍ انتخاب وکتلے شي ځکه هر بوټے مېوه نه نیسي۔ ځیني بوټي په ظاهره بوټي ضرور وي خو شنډ وي داسې هره مینه! مینه نه وې ۔
د واده لپاره یواځې د هلک او جینۍ بلوغت شرط نه دے بلکې نورې هم ډېري خبرې دي چې په نظر کې ساتل پکار دي د یو انسان مازغه د پینځه وېش کالو په عمر کښې خپل ډيولپمينټ پوره کوي خصوصاََ د مازغو هغه حصه چې د سوچ وچار کولو ، ښه

پلانونو جوړولو، مسلو حل کولو او د ښه فېصلو کولو زمه داره ده ۔
له بده مرغه زمونږ ټولنه خو دې حده پورې د جهالت په غېږ کې پرته ده چې د کم عمره ماشومانو وادونه کول کېږي۔
بل اړخ ته دا هم زمونږ د ټولنې یوه بې کاره حصه ده وئیلے کېږي لیونې له واده وکړﺉ چې ټیک شې نو مخلوقه! لېونو له مو علاجونه کوﺉ هسپتال ته ئې بوځئ ، د پردو تور سرو ژوند پرې مه بربادوئ، زمونږ ټولنه کښې اکثر د لېونو یا معزورو خلکو ښځې سوالونه کوې۔ ځکه د ګېډې اور مړ کولو لپاره د رزق ضرورت وي او ضروریات خپله نه پوره کېږي انسان به محنت کوي معزور او لیوني محنت کولے نه شې نو ښځې به ئې مجبورََا سوال کوي ۔
یوه بله مهمه خبره د کزن ميرج ده چې زمونږ ټولنه کښې یو خاندان کښې د واده کولو رواج هم ښه زیات دے هغه که بیا د محبت یا خانداني رشته مضبوطه ساتلو په بنیاد کولے شې۔
د واده رشتې نه مخکښې د هغه خانداني یا جینیاتي ناروغیو په اړه هم سوچ کول پکار دي ، کومې چې په دغه خاندان کې شتون لري لکه تهلیسیمیا یا نورې وراثتي ناروغۍ ، چې د مور پلار سره سره د ناروغو بچیانو ژوند بربادوي که ستاسو خاندان کښې داسې کومې وراثتي ناروغۍ وې نو د خپل ځان او د خپلو راروانو نسلونو د صحت مند ژوند په خاطر د کزن میریج نه ډډه وکړﺉ
د ژوند هره فېصله د پخواني روایتي نفسیاتو، آنا او پښتو په نوم مه کوﺉ ۔
#الیګزینډر_حسین_ننګیال

د خپلې رائے اظهار وکړئ