115

څرګنده خزانه کښې تېروتنې (وړومبۍ برخه)

څرګنده خزانه کښې تېروتنې (وړومبۍ برخه)

څرګنده خزانه دَ ښاغلی ساجد محمد شائق صاحب نثری کتاب دے چې پهـ جون دوه زره اتلسم کښې چاپ شوے دے ـ دا کتاب پښتو ادب کښې يوه ګټوره اضافه ده ـ ولې چې پښتو ادب کښې نثر دَ نِشت برابر دے ـ اؤ بيا داسې قسمه علمی کتابونو ته خو پښتوادب ډېر زيات ضرورت لری ـ دَ نوموړی دَ دې کتاب پهـ لُستو بنده ته ډېره خوشحالی نصيب شی اؤ دَ هغې وجه دا ده چې دا کتاب پهـ ساده، روانه اؤ عام فهمه پښتو کښې ليکلے شوے دے ـ چې هر خاص اؤ عام ترېنه ښه پهـ اسانه استفاده کولې شی ـ
خو دَ دې دومره خوبيو سره سره لکه دَ نورو کتابونو دا کتاب هم ځينې خامۍ لری چې لُستونکيو ته ئې پهـ ګُته کول ضروری دی ـ اؤ دَ هغې وجه دا ده چې دا يؤ تدريسی کتاب دے اؤ خلق ترېنه زدکړه کوی ـ هم لهـ دغې وجې دَ دې غلطۍ نظر انداز کول نهـ دی پکار ـ
پهـ دې کتاب کښې ښاغلی مصنف کوشش کړے دے چې دَ باړه ګلۍ املا وهـ ليکی خو ځينو ځايونو کښې ئې دَ هغې نه روګردانی کړې ده ـ
حالانکې خالق کائنات پهـ خپل منزل کتاب قرآن مجيد کښې فرمائی: ـ
“اُدخلوا فی السلم کافة”
اعنی تاسو پهـ دين کښې پوره پوره شامل شئ ـ
مطلب دا شهـ کهـ چرې يؤ بنده پهـ دين اسلام کښې داخلېدل وهـ غواړی نو دَ هغهـ لپاره بائده دی چې پهـ بشپړه توګه پهـ دين کښې داخل شی اؤ دَ دين کلهم احکامات وهـ منی ـ داسې به نۀ کوی چې څهـ خبرې وهـ منی اؤ څهـ خبرې نهـ ــ چونکې موصوف هم دَ باړه ګلۍ دَ منونکيو نه دے نو بايد چې ښاغلے دَ مذکوره املاء کلهمې فېصلې وهـ منی ـ دا نهـ چې ځينې دې ورسره وهـ منی اؤ ځينې نهـ ـ دا ځکه چې دې سره به دَ باړه ګلۍ املاء منونکيو دَ صف نه يؤ تن بهر شی ـ دا خبره مې دې پورې وهـ کړه چې موصوف دَ باړه ګلۍ کلهمې فېصلې منی خو دَ معروفې “ی” پهـ بابله ورسره اتفاق نهـ لری، هغه ځکه چې پهـ باړه ګلۍ کښې دا فېصله هم شوې وه چې معروفې “ی” ته به لاندې دوه څنګ پهـ څنګ ټکی کولی شی ـ موصوف دا فېصله پهـ خپل مذکور کتاب کښې راوړې هم ده ښاغلے ليکي چې:ــــــ
“وومه فېصله:ــ دَ معروفې “ی” دَپاره به دوه څنګ په څنګ ټکی ليکلی شی، لکه سړي،زمري وغېره ـ”(۱)
خو ښاغلی پهـ ټول کتاب کښې معروفه “ی” بې نقطو ليکلې ده ـ دَ باړه ګلۍ دَ وړومبۍ فېصلې متعلق موصوف ليکی چې: ـ
“وړومبۍ فېصله:ــــــ هغه کليمې(کذا) چې دَ عربۍ اؤ فارسۍ نه پښتو ته راغلی دی اؤ معنی ئې هم هغه ساتلې ده هغه به پهـ خپل اصل شکل کښې ليکلے شی لکه:قصه،قميص،ضعيف وغېره اؤ هغه کلیمات(کذا) چې پښتو خپل کړی دی ( يعنې مفغن شوی دی) معنٰی يا شکل ئې بدل شوے دے هغه به په اٰوُښتی شکل ليکلے کېږی لکه:تپوس اؤ پام ــــــ(۲)
دلته يؤ خوا نوموړے دا خبره کوی چې دَ عربۍ اؤ فارسۍ هغه کلمې چې پښتو خپلې کړی اؤ معنٰی ئې هم هغه ساتلې ده هغه به پهـ خپل اصل شکل ليکلې شی ـــــ نو بل خوا “کلمه” چې دَ عربۍ ژبې ټکے دے ښاغلی “کليمه” اعنی دَ “ل” اؤ “ه” پهـ مينځ کښې ئې معروفه “ی” هم ليکلې ده چې غلطه ده ـ دغه شان دَ “کلمه” جمع “کلمات” دے خو ښاغلی کليمات” ليکلے اعنی دلته ئې دَ “ل” اؤ “م” تر مينځه معروفه “ی” ليکلې ده چې صحيح نهـ ده ـ
دغه شان “وومه فېصله” اؤ “وولسمه فېصله” ټکی هم دی چې موصوف صحيح نهـ دی ليکلی ـ دلته “وومه” اؤ “وولسمه” پهـ “واؤ” ليکلی شوی ـ چې دَ “الف” نه ليکل پکار دی ـ اعنی “اوومه فېصله” اؤ ” اوولسمه فېصله ــــــ”
ټکے “قافيه” چې جمع ئې “قافيې” ده ـ موصوف هر ځائې کښې “قافيئې” اعنې دَ معروفې “ی” اؤ مخصوصې “ې” ترمينځه ئې امريه “ئ” هم لګولې ده چې صحيح نهـ ده اؤ صحيح شکل ئې “قافيې” دے ـ
دې نه علاوه “اخيرے” چې دَ خ اؤ “ر” پهـ مينځ کښې ئې معروفه “ی” ليکلې ده، “توجيهـ ” چې دَ غېر ملفوظې “ه” پهـ ځائې ئې چرګۍ “ه” باندې ليکلے، اؤ “مقطې” چې دَ “ط” اؤ مخصوصه “ې” تر مينځه “ع” پهـ کښې نهـ دے ليکلے شوے، ټکی دی چې صحيح نهـ دی ـ
صحيح شکل ئې “اٰخرے”، “توجيه” اؤ “مقطعې” دے ـ دغه شان ټکے ” تشبيهـ ” دے چې دَ غېر ملفوظې “ه” پهـ ځائې چرګۍ “ه” سره ليکلے دے ـ “نظريئې” چې دَ معروفې “ی” اؤ مخصوصې “ې” تر مينځه ئې امريه “ئ” هم ليکلې ـ “کرديګار “چې دَ “د” اؤ “ګ” تر مينځه ئې معروفه “ی” لګولې ده ـ “دوئمه” چې دَ معروفې “ی” پهـ ځائې امريه “ئ” لیکلې شوې ده، ټکی دی چې صحيح نهـ دی ـ صحيح شکل ئې “تشبيه” نظريې ” کردګار” اؤ “دويمه” دے ـ
غالب ګمان دے چې ښاغلے دا غلطۍ دَ کمپوزر پهـ ذمه واچوی ـ خو دا خبره به صحيح ځکه نهـ وی چې کمپوزر دَ کمپوزنګ نه پس مسوده ليکونکی له دَ پروف ريډنګ لپاره ورکوی اؤ دَ هغې دَ پروف ريډنګ نه پس کتاب دَ چاپ دَ مرحلونه تېرېږی ـ نو ځکه دَ کمپوزر غاړه دَ دې نه ازاده وی ـ
عجبيه خبره خو دا ده چې موصوف ټپې ته پهـ انګرېزۍ کښې (Tappa ) ليکلې ده ـ چې دَ انګرېزۍ ډکشنرۍ هم دا ټکے نهـ دے راخستلے ـ البته Tap)) اؤTape)) ئې راخستلی دی چې دا يؤ “ټُوټۍ” يا “بمبې” ته وايی اؤ دا بل “پيتې” ته ـ دغه شان (bagtai) ټکے دے چې “بګتۍ” ته ئې ليکلے دے خو لهـ بده مرغه دا هم پهـ ډکشنرۍ کښې پهـ نظر نهـ راځی البته ” ”bagattleپهـ کښې پهـ نظر راځی چې معنٰی ئی ” لږ شانې” ده ـ دغه شان “حمد” اؤ “بدله” ته ئې هم پهـ انګرېزۍ کښې“Hamd” اؤ “Badala” ليکلی چې پهـ ډکشنرۍ کښې ئې هيڅ درک نهـ لګی ـ
اوس کهـ چرې موصوف دا جواز پېش کوی چې ګنې دا خو هغوی پهـ “رومن” کښې ليکلی ـ نو دلته بيا دَ لُستونکيو ذهن ته دا سوال هم راتلے شی چې بيا خو پکار وه چې کلهمو اصنافو ته پهـ رومن کښې خپل خپل نومونه ليکلی شوی وو ـ دلته ځينو اصنافو ته پهـ رومن کښې نوم ليکل اؤ ځينو ته نهـ ليکل څهـ معنٰی لری؟
دَ پخوانيو مشرانو دا قاعده وه چې دَ کوم واحد ټکی اخرے حرف به پهـ “يا” وهـ لکه سړے،زمرے ملګرے، لُستُونکے ــــ نو دَ جمع جوړولو پهـ صورت کښې به دغه “يا ” دَ “يو” شکل واخستو ـ
دَ سړی جمع سړيو،زمری جمع زمريو، ملګری جمع ملګريو اؤ لُستونکی جمع لُستونکيو به لُستونکيو ليدلی اؤ اورېدلی وی مګر دلته به پهـ وړومبی ځل دَ “ټپې” جمع “ټپيو” اؤ “چپې” جمع “چپيو” وهـ وينی ـ دغه شان يؤ ځائې کښې نوموړی ” چرُت” ټکی ته پهـ انګرېزۍ کښې (Mode) ليکلے دے ـ(۳)چې صحيح نهـ دے ـ
دَ(Mode) معنٰی ډکشنری دا کوی:
Mode (mod) n ـ method; manner; custom; style; form; gradation
رواج،طرز،طريقه،وضع،صورت،رُتبه(۴)
دا ټکے اصل کښې (Mood) دے ـ دَ (Mood) معنٰی ډکشنری دا کوی ـ
Moode: ـ Humour ـ Temper of mind, anger, mood or manner
طبعيت، مزاج، کېفيت(۵)
دېو نه علاوه سفر نامې ته ئې انګرېزۍ کښې ( Travels) ليکلے چې اصل کښې (Travelogue) دے ـ ژوند ليک (آپ بېتی) ته ئې (Autography) ليکلے چې صحيح صورت کښې (Autobiography) ليکلے شی ـ
دَ امريه “ئ” متعلق موصوف ليکی چې:
“ئ (ياۓفعلی): ـ دَ “ی” دَپاسه چې دَ زورکی علامت (ء) وهـ لګولےشی نو دَ ياۓفعلی (ئ) شکل ترې جوړشی ـ دا به پخوا هم فعل کښې په دغه شکل استعمالېده خو دومره وه چې پخوا به دَ ياۓ تانيث “ۍ” کارهم له دې اخستے شهـ ـ دَ دې (ئ) دَ نوم نه هم واضحه ده چې دَ دې استعمال دَ فعل يعنی دَ کار پهـ موقع وی ـ لکه: ـ راغلئ،ليکئ،خورئ وغېره ـ ياده دې وی چې ځينې خواص هم دې(ئ) ته دَ ياۓ فعلی په ځائې “ياۓامر” نوم ورکوی دَ کوم نه چې دَ هغوی دا مطلب دےچې دا دَ حکميه موقعې دَ استعمال دپاره ده يعنی کله چې څوک چا ته حکم کوی او هغوي دَ مثال په توګه صرف دا څو ټکی مخې ته راوړی چې “وهـ خورئ” ، “وهـ ليکئ” ، “راشئ” ،”مهـ کوئ” ، “پاڅئ” ، “زغلئ”، “مهـ ځئ” وغېره ـ خو دغه تنانو ته دې دا خبره مخې ته وی چې دَ حکميه کليماتو (کذا) نه علاوه دا پهـ سواليه موقعه (کذا)،دَ تاسف په موقعه(کذا)، دَ غوښتنې په موقعه (کذا) او داسې پهـ نورو موقعو هم استعمالېږی نو بيا دغه وخت به ورله څهـ څهـ نوم ورکوی، هره ‌خبره خو حکميه (امر والا) نهـ وی ـ
دَ مثال په توګه دا څو جملې ګورو: ـ
۱ ـ تاسو به ښار ته کله ځئ؟
۲ ـ کهـ تاسو راغلئ نو ډېر به ښهـ وکړئ ــــ
۳ ـ نن چائې زمونږ سره وهـ څښئ کنه ښه ــــــ
۴ ـ جولۍ درته نيسم چې نور مو مهـ کړوئ ـــــ
۵ ـ بس نورې قيصې (کذا) مهـ کوئ،راشئ دلته کښېنئ، ډوډۍ وهـ خورئ بيا ځئ ـــ
نو اوس کهـ مونږ دَ دې پينځمې جملې نه علاوه په دغه څلورو واړو نظر واچوو نو هېڅکله به هم پکښې حکميه (امريه) کليمه (کذا) وهـ نهـ موندلے شو ـ حالانکې هم دا “ئ” پکښې استعمال شوې ده ـ نو ځکه مونږ له ياد ساتل پکار دی چې دې ته “ياۓ” امر نهـ بلکې”ياۓفعلی” وئيل پکار دی ـ اؤ هم دا نوم (ياۓفعلی) ورته دَ باړه ګلۍ پهـ موقع هم کېښودلے شوے دے ـ ځکه چې سواليه،تاسفانه،غُښتنې والا اؤ حکميه ټولې کليمې (کذا) (خبرې) فعلی کليمې (کذا) دی او ټولې پهـ دې (ئ) سره ليکلے شی ـ(۶)
دلته دَ نوموړی دَ مثالونو نه علاوه کهـ نور مثالونه پېش کړی شی لکه:
۱ ـ شاندانه جامې وينځی ـ
۲ ـ زرولی ام خوړلے دے ـ
۳ ـ سپوږمۍ چائې څښلې ده ـ
نو دلته دېو جملو کښې “وينځی” ، “خوړلے” اؤ څښلې فعلونه دی اؤ دې کښې استعمالې شوې ياګانې اعنی “وينځی” کښې معروفه “ی” ، “خوړلے” کښې پرته “ے” اؤ “څښلې” کښې مخصوصه “ې” ده ـ نو دلته دَ لُستونکيو ذهن ته دا سوال هم راتلے شی چې فعلی يا ګانې خو دا ټولې دی ـ نو امريه “ئ” ته فعليه “ئ” وئيل اؤ بيا پهـ هغې دومره کلکېدل څهـ معنی لری؟
دَ غېر ملفوظه “ہ” متعلق لیکی چې: ـ
” غېر ملفوظه “ه” : اوسنی ليک دود کښې دَ کليمې (کذا) دَ اخری توری دَ زبر پهـ ځائې استعمالېږی ـ نن نه تقریبا دوه سوه کاله وړومبے دَ دی “ه” استعمال قطعا نهـ وهـ ـ(۷)(مشتاق مجروح يُوسفزے، هذا ما کنزتم مخ ۱۳۰)
چونکې دا خبره ښاغلی مشتاق مجروح صاحب دَ ښاغلی همېش خليل صاحب پهـ حواله کړې ده چې نوموړی دَ هغې ذکر نهـ دے کړے ـ بايد چې دغه حواله ورکړې شوې وے ـ
نور بیا۔۔۔۔۔

د دې ليک دويمه برخې دپاره دلته کلک کړئ

احسان الله زريان

د خپلې رائے اظهار وکړئ