د اندېش بابا خوندور غزل
چې دا خپل ځان ئې پهـ جانان بائیللے نه دے کنه
هغهـ دولـت دَ زړۀ دَ درد ګـټـلے نه دے کـنـه
په څه اخلاص باندې مونږ دواړو خپل خپل کار کړے دے
ما محـبـت کـړے دے تا مـنـلے نه دے کنه
دَ هر ویونکی په دې خیال ګوره انداز دَ بیان
چې په مرۍ دَ خپل ضمیر خو غلے نه دے کنه
څنګ به دَ دړد دَ فـریـادونـو نـه قلار شـمـه زه
زما دَ غم احساس له خوب راغلے نه دے کنه
سر دې لا داسې خوشامندې دَ یارۍ وه خوری
که وایم ډېر ښه دے، یار ډېر ښه ولې نه دے کنه
دلته خو هر سړے دے سور دَ ځان ځانۍ په نیلی
ګل مینې دا کلے دَ کلی کلے نه دے کنه
هر ماښام مانه په خپل کور کښې دا پُوښتنه کېږی
چې ستا دَ څنګ نه څوک خفه خو تلے نه دے کنه
کوم یؤ ښائست دَ دې رومال په هنر نه دے تمام
خو دا دَ زړۀ دَ دړد دَ تار سکڼلے نه دے کنه
هغه چې فکر ئې په کوم کوم لوري نه یم وړے
هغه سړے زما دَ زړۀ وتلے نه دے کنه
چې ئې هر غم دَ مینې خپل ځان ته تللے نه دے
هغه مئین مې په مئین بللے نهـ دے کنه
زما پهـ خپله خپل واکۍ باندې جانان خوښ دے
چې خپله خوښه کښې خو بل ته تلے نه دے کنه
تا لېدۀ نه چې په جولۍ دَ محبت کښې ناست وو
هغه ښاغلے زما ستا ښاغلے نه دے کنه
تاته څه وه وایم چې څنګه یمه، چرته یمه؟
ما دَ خپل خیال اینه کښې ځان کتلے نه دے کنه
چې په ښائست ئې اباد نه دے ګلستان دَ مینې
ما دهقانۍ له یار دَ زړۀ نیولے نه دے کنه
نور څومره پټ وه ساتم ستا دَ مینې مشک و عنبر
ما خو ستا یاد هم ستا په یاد بللے نه دے کنه
چې مې نظر ترې په بل لوری اړولے نه شو
ما دَ هغې بنده تصویر ویستلے نه دے کنه
مینه چې اووته دَ زړۀ، لاړه سودا شوه دَ سر
بیا یؤ مئین ځنګل په فال نیولے نه دے کنه
سپرلے ګل ګل دَ خپل مئین غاړه کښې اورژېدو
ستا دَ دېدن زڼی لا سر وهلے نه دے کنه
اندېش بابا