د ملک کالوخان يوسفزي لنډه خاکه 0

Malak Kalu Khan د ملک کالوخان يوسفزي لنډه خاکه ‌

د پښتنو په قبيلو کښې يوسفزئ قبيله په لويو قبيلو کښې شمار ده د عصري غوښتنو او انتظامي امورو چلولو په لړ کښې پکښې په هره سيمه او هر وخت کښې ستر ستر ملکان او رهبران تېرشوي دي ، رهبر هغه وي چې د خپل قام په بد وخت کښې راپاڅي خپل قام متحد کړي او د بهرنو دښمنانو او يرغلونو نه ئې په هنر او بهادرۍ وژغوري ځکه نو د يوسفزو هغو ملکانو او مشرانو نوم د تاريخ په پاڼو کښې ژوندے او خوندي ساتلے دے کومو چې په خصو صي توګه د مغلو سره نېغ په نېغه يا د هغوئي د نمائندګانو سره يا نور قبيلوي جنګونه کړي دي ـ د هندوستان په خاوره د مغلو د حکمرانۍ دوره په پېړو خوره ده او د مغلو په عمومي توګه د پښتنو سره او په خصوصي توګه د يوسفزو سره تعلقات ښه نۀ دي پاتي شوي د يو ځل نيم مصلحت نه علاوه د مغلو او يوسفزو لښکرې يو بل ته مخامخ شوي دي ـ مغلو يواځي د پښتنو د کمزوري کولو په لړ کښې د توري نه کار نۀ اخستو بلکې د عقل او سازشونو نه ئې هم کار اخستو ځکه نو د مغلو د پاره د ټولونه غوره چال هم دغه وو چې پښتانۀ په خپلو کښې وجنګوي څه خو د پښتنو تر مېنځه دغه جنګ جګړې قبيلوي وې چې وجوهات ئې د يو بل نه په زور علاقې نيول يا د يوې قبيلې په خپل منيځ کښې د تربګنۍ په صورت کښې يو بل له پناه ورکول وو چې په نتيجه کښې به دغه د قبيلې دننه جګړه بلې قبيلې ته هم ورسېده خو غټه وجه ئې په هندوستان مرکزي حکومت ؤ کوم چې به د تورې په زور قائيمېدو، پښتانۀ هم په دغه تخت په سونو کاله قابض پاتي شوي دي خو کله چې مغلو په هندوستان خپل بادشاهت قايم کړے دے د پښتنو په حواله ئې په هره حربه صرفه نۀ ده کړې او پښتنو هم د دغه حربو په وخت ادراک نۀ دے کړے ټول عمر ئې د يو بل سرونه خاوري کړې دي د دغه حربو سازشونو او جنګونو لړۍ ډېره اوږده ده خو زما د موضوع سره د متعلقه برخې د بېلګې په توګه د پير روښان او اخون درويزه شخړه ښکاره او پوره ده ـ په ظاهره خو دغه شخړه مذهبي وه او په اوله کښې په عمومي ډول تحريکونه په خپله سر راپورته کوي ولې رو رو عالمي قوتونه د دغې تحريکونو په بلو تنورونو کښې ډوډۍ پورې کوي ځکه نو مونږ د موجودو شواهدو په رڼا کښې وئيلے شو چې د پير روښان او اخون دروېزه شخړه که هر څو په اوله کښې مذهبي وه ولې وروسته ئې سياسي رنګ واخستو او د روښاني تحريک ختمولو د پاره مغل د اخون درويزه په شا ولاړ وو که داسې او وايو چې اخون درويزه او پيربابا د مغلو په شا ولاړ وو نو بده به نه وي ـ په خصوصي توګه د يوسفزو په سرونو کښې اخون درويزه او پير بابا د مذهب نشه خوره کړې وه ـ مغل او د هغوي حمايت يافته لښکرې څو ځله مخامخ شوي وي خو روښانيانو په ۱۵۸۱ء کښې د مردان په علاقه ماتي اوخوړه او د پيروښان د جلال الدين زوي نه علاوه نور هم په دغه جنګ کښې مړه شو او هم د دغې جنګ سره د روښاني تحريک زور هم کښناستو چونکې د دغې جنګ سر پرستي مغلو کوله او په دواړو ډلو کښې په عمومي ډول پښتانۀ او په خصوصي توګه يوسفزي په دواړو ډلو کښې شريک وو، څه يوسفزي د پير روښان په ډله او تحريک کښې وو او څه د اخون درويزه په ډله کښې وو جنګ هم د يوسفزو په خاوره شوے وو او د جنګ نه پس چې کوم صورت حال د پښتنو تر مېنځه جوړ شوے وو د هغې د ادراک د پاره د يو داسې مشر ضرورت ؤ چې هغه د پښتنو ذهنونه په دې خبره خلاص کړي چې زمونږ د جنګولو په شا څوک دي د دغې نقصاناتو د ادراک په غرض ملک کالو خان څوک چې د علي خان المعروف رستم زوے د مبارک خان نمسے او د بهلول کړوسے ؤ د يوسفزئ قبيلې د رزړ ذيلي څانګې مازئ سره ئې تعلق ساتواو په ۱۵۲۹ء کښې پيدا ؤ ـ هغه راپاسېدو په پښتنو او په خصوصي توګه په يوسفزو وګرزېدو هغوئي ئې متحد کړل د مغلو په سازشونو او د پښتنو په نقصانونو ئې خبر دار کړل پښتنو هم د خپلې پوهې او زيرکۍ په وجه خپل مشر وګڼلو او هغه د مغلو خلاف په خپله مبارزه کښې تر دې کامياب شو چې تر ډېره حده ئې د مغلو د وفادارانو اثر رسوخ هم کم کړو ـ د هغه په خبرو او تقريرونو د خلکو مازغه ځکه خلاصېدل چې د هغه خپل مازغه په هر څه خلاص ؤ د هغه په خبرو کښې دليل او منطق ؤ ـ
ملک کالو خان يوسفزے د يوسفزو مشرانو او د سر په هغه څو سرخېلانو کښې شمار دے چا چې نامه او جامه لرله. څوک چې د خپلې خاورې او اولس په غم کښې د ستونزو سره هم مخ شوے دے او چا چې د خپلې غورې رهبرۍ او د خپل قوم په وجه شمله هم هسکه تړلې ده ـ
د کالو خان نه وړاندې د يوسفزو مشري علي اصغر المعروف مصري خان کوله هم په دغه زمانه کښې يوسفزي لږ ډېر په ارام ؤ ځکه نو د ملک کالو خان د شخصيت جوهرونه تر ۱۵۸۱ء دومره جوت نه ؤ لکه څنګه چې د روښانيانو د ماتي نه پس د هغه د رهبرۍ او مشرۍ خاصيتونه راډاګې ته شو ـ
. کله چې اکبر بادشاه د خپل مېرني ورور مرزا حکيم قابو کولو پسې په خپله د کابل په لور راغے نو د شاهي لارې محفوظولو په خاطر ئې د پښتنو مشران د جرګې په شکل کښې راټول کړل ـ اکبر ډېر زيرک سړے ؤ د حالاتو په نبض پوهه ؤ د ملک کالو خان د کردار نه خبر ؤ ځکه نو د جرګې د ختمېدو نه پس ئې ملک کالو خان هندوستان ته د ځان سره بوتلو،دغه بوتلل په کوم رنګ ؤ په هغې کښې شک شته البته ملک کالو خان په قيصه پوهه ؤ ځکه خو ئې په خپلې غېر موجودګۍ کښې مشري غازي خان ته وسپارله ـ دلته د حالاتو خرابېدو او سياسي مصلحت يا بلې څه وجې له کبله اکبر بادشاه ملک کالو خان د مېلمستيا په رنګ کښې محدود وساتلو په هغه ډېره سختي نۀ وه ځکه خو د هندوستان نه په راوتو کښې کامياب شو ـ خو په راتلو کښې په اټک کښې شمس الدين خوافي يو ځل بيا ونيوؤ و هندوستان ته ئې واستوؤ خو يو ځل ئې بيا ځان د هندوستان نه راوويستو او د غازي خان د شهادت نه پس يو ځل بيا د يوسفزو مشري ور په غاړه شوه ـ مغلو د وړاندې نه د يوسفزو قابو کولو په لړ کښې د زين خان کوکه په مشرۍ کښې خپلې هڅې پيل کړې وې او د باجوړ د طرف نه تر چکدرې را رسېدلے ؤ، ملک کالو خان په يو وخت د تورې او خولې نه کار اخستو که يو خوا د مغلو جرنېلانو او لښکرو د يوسفزو خلاف تورې پورته کړې وې نو بل خوا د اخون دروېزه په رنګ مليانو صاحبانو د وخت د مسلمان بادشاه خلاف بغاوت کول د شرعې خلاف ګڼل خو ملک کالو خان د اکبر او د مغلو په مسلمانۍ هم پوهه ؤ په هيڅ صورت د غلامۍ ژوند ته تيار نۀ ؤ ځکه خو ئې د مغلو خلاف تقريباً لوئے واړه يو کم اتيا جنګونه کړې دي مغل ئې دومره تنګ کړې وو چې کله ورته زين خان د خپلو سفارشونو احسانونه او د بادشاه ښه سلوک ورياد کړو او خواست ئې وکړو چې اوس هم وخت دے د مغلو واکمني ومنه ـ ملک کالو خان که هر څو د هغه د احسانونو پور وړے وو خو دغه احسانونه ورته د پلار نيکه د خاورې د غلامۍ مخامخ هيڅ هم نۀ وو او په خپله خاوره او وطن ئې د مغلو غلامۍ ته غاړه نۀ کښېوده ـ
اکبر هم مجبوره شو او د زېن خان د کومک له پاره ئې د بېربل او د ابو الفتح په مشرۍ کښې نورې لښکرې هم راولېږلې او د چکدرې نه د بونېر په طرف روانې شوې چې په ملندرۍ کښې ئې په ۱۵۸۶ء کښې مغلو له عبرتناک شکست ورکړو د زرګونو مړو چې پکښې بېربل هم شامل ؤ،مغل هندوستان ته په ماتو زړونو واپس لاړل ـ
د مغلو لوئے سلطنت له ماتي ورکول د ملک کالو خان په غوره حکمت عملي او بهادرۍ دلالت کوي ملک کالو خان هغه ټولې انسانې خوبۍ لرلې کومې چې د يو مشر او سردار له پاره ضروري وي په هغه کښې د خپل قوم د متحد کولو صلاحيت ؤ غټه وجه ئې هم دغه وه چې د قوم سره به ئې جرګه او مشوره کوله په پښتنولۍ مئين ؤ د بېلګې په توګه چې ترې کله د خټکو د بولاقو څانګې پناه وغوښته نو جرګه ئې راټوله کړه او پناه ئې ورکړه د يوسفزو ډېر کلي ئې خټکو ته وسپارل چې تر اوسه پکښې اباد دي ـ د اخون دروېزه د مذهبي کارډ استعمالولو جواب ئې په قام پرستۍ په مدلل انداز په ښه طريقه کړے دے د مغلو واکمنو سره ئې خط و کتابت د پوهې او زيرکۍ بېلګې دي ټول عمر ئې د خپل قام په غم کښې تېر کړے دے ځکه خو ډير ځايونه او ډېر څيزونه اوس هم د هغه له نومه سره مشهور دي ـ د ملک کالو خان اوږد ژوند نصيب شوے ؤ د يو نوي کالو په عمر کښې په ۱۶۲۰ء کښې وفات شوے دے په ګور ئې نور شۀ

ډاکټر سمندر يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ