ډاکټر لعل باچا ازمون په يوځان لښکر سړے 0

ډاکټر لعل باچا ازمون په يوځان لښکر سړے

ډاکټر سمندر يوسفزے
د وګړو مجموعه قام وي او قام په خپل وجود کښې ګڼ لاسونه پښې، سترګې او غوږونه لري چې په ګډه سره دغه لاسونه پښې، سترګې،غوږونه او مازغه سره يو شي نو د قام وجود د جمود په ځای په حرکت کړي ـ د ټولنې هر وګړے د قام د وجود په هر اندام کښې په څۀ نه څه شکل کښې خپل کردار لوبوي او قام د پر مختګ په لور روان وي د قام په دغه اندامونو کښې د سترګو غږونو او مازغو ذمه واري د شاعرانو اديبانو او دانشوارانو په ذمه وي ځکه خو خلک وائي شاعران د قام سترګې او غوږونه وي او اديبان او پوهان ئې مازغه وي قام ته لاره سترګې ښائي او د قام په حواله چې څه خبرې هم کېږي يا د راروانو ستونزو ښکالو وي نو هغه غوږونه اوري او ښه په وخت ترې خپل قام خبروي اوس دا بېل بحث دے چې شاعران او اديبان خلک د قام سترګې او غوږونه ګڼې او کۀ نۀ ځکه چې که څوک اعتراض کوي چې دا لا د قام څنګه سترګې دي دوي خو پخپله په ټپو دي او دوي لا د قام څنګه غوږونه دي، دوي خو په خپله کاڼه دي دغه اعتراضونه تر ډېره حده سم هم دي ځکه چې د قدرتي صلاحيتونو سره سره د سترګو د بينائۍ د پاره غرقه مطالعه ضروي وي او مطالعه هم مطالعه بويه دا هم ډېر اهم سوال دے چې بايد څۀ او څنګه ولوستې شي ـ ځکه چې يو ځل په رشته دارو کښې راته چا يو ښاغلے ياد کړوچې ډېره زياته مطالعه لري په سونو کتابونه لري زما هم د هغه سره ملاقات ته شوق پيدا شو يوه ورځ چې سره کښېناستو نو د مخې سره ئې ووئې چې په کابل کښې چې دا څه په دې تېر دور کښې وشوه دا هم د فحاشۍ او عريانۍ نتيجه ده نو زۀ هم په هغه وخت ورسېدم چې دې سړي خو تر اوسه هسې ځان ستړے کړ ے دے ـ
خبره ما د مطالعې کوله چې کوم شاعران او اديبان د عصري غوښتنو مطابق مطالعه کوي نو بيا د هغوي نظر او غوږونه هم تيز وي هغوي چې څه ليکي د قام په ښېګړه راځي او کۀ مونږ د پښتنو شاعرانو اديبانو په دواړه حواله فهرست جوړوو نو ډېر په اسانه جوړېدے شي خو په دې وخت کښې به زۀ محض په يو داسې ښاغلي او سپېځلي شخصيت خبره وکړم چې تر ډېره حده او تر هر چا د عصري غوښتنو په کنډه پوره خېژي او دغه سپېځلے شخصيت ډاکټر پروفېسر لعل باچا ازمون دے څوک چې په يو وجود کښې ګڼ هنرونه او خصلتونه لري
که مونږ ئې په ظاهري شخصيت خبره کوؤ نو خوئي په رنګ ښائيسته دے د يارانو يار دے د محفلونو سړے دے د پښتنو د هرې کوڅې او په هر در او غر د ګرځېدو ارماني دے ـ سړي سره د سړي د سړيتوب او مزاج مطابق بحث او مېلس کوي د مزاح او طنز خوبي خداے ورکړې ده د موقعې او محل مطابق خبره کوي د خندا په وخت خاندي او د ژړا په وخت ژاړي ياري پالي او د يارانو تپوس پوښتنه په ځان فرض ګڼې ـ
ډاکټر ازمون د پښتنو شاعرانو اديبانو په صف کښې منفرد په دې دے چې د تقرير فن ئې ذده دے ـ د هر محفل او هر تقريب په حواله ځان پوهوي او بيا هم هغه موضوع د ژوند سره داسې تړي چې د اورېدونکو سترګي پرې رڼا کوي ـ يو تقرير د نورو په شان هر ځائے لکه د طوطي نۀ کوي ـ
يو ځل په يو تقريب کښې ئې وئېل چې ما خپلو شاګردانو ته د ازموئينې نه وړاندې وئيلې وو چې ما چې څه تاسو ته په کلاسونو کښې وئيلي دي هغه به ماته په خپلو لفظونو او اندازونو کښې ليکئ او بيا چې چا هم هو بهو هم زۀ کافي کړے يم نو د هغوي نمبرې به کمې وي او چې پېپرې مې وکتې زياتره محصلينو هم په هغه رنګ ليکلي وو څنګه چې ما وئيلي وو ځکه نو هغوي مې وټوکل او نمبرې مې کمې ورکړې او بيا ئې په خپلو نورو ډېرو علمي خبرو کښې شاګردانو ته دا هم ووئيل چې تاسو هم داسې مۀ کوئ خپل رنګ او انداز پېدا کړئ ـ
کله چې زما د خبرو نمبر راغے ما ورته وئې ډاکټر صيب زۀ ستاسو سره اتفاق نۀ کووم ځکه چې څه خلک داسې وي چې هغوي هم په هغه رنګ کاپي کول پکار وي په کوم رنګ او انداز چې يو استاذ خپل ذهن وړاندې کړې وي ځکه چې زمونږ سره په پښتو او پښتنو کښې داسې د ځانګړې رنګ استاذان ډېر کم دي ځکه نو د هغوي د خولې نه وتې خبرې ملغلرې او د کاڼې کرښې وي او دغه رنګونه بايد چې خوندي شي او ستاسو هر خبره هر دليل او هر منطق هم هغسې خوندي کول او کاپي کول پکار دي څنګه چې ستاسو د خولې نه وتې وي ځکه چې د دغه خبرو په شا يوه لويه خواري تجربه او مشاهده پرته ده او مونږ ډاډه يو چې که چرته هم په نړيوال کچ د پښتنو د نمائيندګۍ ضرورت پېښ شي نو ډاکټر ازمون به د پښتنو نمائيندګي ډېره په غوره او موثره توګه وکړي او دغه خوش بيني زمونږ ځکه ده چې تاسو کوم تحرير او تقرير کوئ هغه د نړېوالو پېمانو په کنډه پوره خېژي تاسو په دې هنر پوهه ئې چې کومه خبره به څنګه او په څومره وخت کښې په يو زوراور انداز کښې د بل غوږونو ته ته رسول وي ـ د پښتنو دا ډېره لويه بد بختي ده چې د تحرير او تقرير خلک پکښې ډېر کم پيدا دي که څوک ډېر ښۀ تحرير کولے شي خو هغۀ بيا ښۀ تقرير نۀ شي کولے بلکې په هغه شته ليکونو ئې هم شک پېدا کېږي او کۀ څوک د خبرو غازيان وي نو د هغوي بيا تحرير د تحرير په څهره نۀ وي خو ډاکټر ازمون په دغه حواله باچا دے دواړه کاره د مقدار او معيار په حواله کره او پوره کولے شي ـ
ډاکټر لعل باچا ازمون يو داسې ليکوال دے چې د مقدار په حواله ئې د کتابونو شمېر د سلو نه زيات دے او تر پنځوسو نور هم راروان دي په دغه کتابونو کښې د ډېر د ضخامت په حواله درانۀ درانۀ کتابونه هم شته ـ چې پکښې د شاعرۍ سره سره تخليقي نثر او علمي او تحقيقي کتابونه هم شته، د صنفونو او ژانرونو په لحاظ د شاعرۍ په بېلابېلو صنفونو او ژانرونو ئې خپل احساسات او جذبات په داسې لطيفه، حسينه او نازکه ژبه کښې وړاندې کړې دي چې لکه د ريدي د ګل په شان د نازکۍ له وجې سم د هوا سره خورېږي ـ په تخليقي نثر کښې ئې د قيصې سره سره د سفر يادونه او د سترګو لېدلے حال هم قلم ته سپارلے دے چې د تاريخي دستاويزاتو سره سره د حقيقي ژوند بهترينه عکاسي ده ـ
ډاکټر لعل باچا ازمون د دومره خوبو او هنرونو باوجود ملنګ خويه سړے دے د لويو لويو چوکو په وجه ئې هم خپله ملنګي نۀ ده پرېښي او نۀ ئې د لويو لويو کرسو په وجه د پښتو لمن پرېښې ده که حکومتونه ځې او که راځي ازمون ورسره زړه نۀ دے تړلے البته د خپلې خاورې په زيان او د خپلو خلکو په بې وسۍ او په شا تګ ته هر وخت په فکر وي اوس هم د خپل ايمان او ضمير په وجه د چړې لاندې د خپل فکر رڼاګانې شيندي او د خپل اولس ذهنونونه پرې روښانه کوي ـ خدائے دې وکړي چې د هغه د فکر شمعې تر ابده هم دغسې بلې وي او مونږ ئې په يارۍ او رورولۍ فخر کوؤ ـ

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ