کابل ته مۀ وايه چې وران شے
انسان په فطري توګه د قيصې اورولو او اورېدلو ذوق او شوق لري هره هغه خبره يا کار چې نا اشنا وي په اورېدونکيو، کتونکيو او لوستونکيو ښه لګي او پوره پوره توجه ورکوي ـ د خپل چاپېرچل ليدلي کتلي څېزونه د هر چا د نظر د وړاندې وي خو چې کله يو انسان بل چاپېرچل ته تګ وکړي نو په واپسۍ کښې خلک د سفر کوؤنکي نه د هغه ځائے د خلکو کړۀ وړه،خوراک څښاک ، جامه پېزار، لوښو لرګو، کار روزګار،غم ښادۍ،موسمونو او عبادتونو ذکر خامخا اورېدل غواړي،هم د سفر د دغې روداد او قيصې د خېټې نه سفر نامه يا يونليک را زېږدلے دے وجه ئې هم دغه ده چې سفرونه کول د انسان ضرورت او شوق دے او د دغې ضرورتونو او شوقونو پوره کولو په غرض د نورو عامو خلکو په شان ليکوالانو هم سفرونه کړي دي او هغوئي دغه سفرونه د ليک په بڼه کښې په منطقي ترتيب اولس ته وړاندې کړي دي ځکه نو د يو ادبي صنف سفرنامې په نوم ئې پېژندګلو تر ډېره پخوا راسې شوې ده په تاريخې حواله دغه سلسله ډېره زړه او اوږده ده چې د دنيا د تاريخ په مرتب کولو کښې ئې مهيم کردار لوبولے دے ـ پښتنو پوهانو هم د دنيا د مختلفو ځايونو سفرونه کړي دي او هغه ئې په منثور او منظوم دواړه ډوله دنيا ته پرېښې دي چې يو شمېر پکښې د افغانستان يونليکونه هم دي ـ
افغانستان که يو پله زمونږ د ټولو پښتنو لوئے او شريک کور دے او په تاريخي توګه زمونږ وينه،ژبه، تاريخ ،کلتور او جغرافيه يوه پاتي شوي ده خو ولې د ډېورنډ د کرښې سره زمونږ ترمينځه دومره فاصلې پيدا کړې شوې دي چې را لنډول ئې ګران دي ـ د دواړو غاړو په ژبه، جامه پېزار، خوراک څښاک ، دود دستور او په علمي او فرهنګي حوالو د تاريخي جبر لامله د تشويش تر حده فاصلې پېدا شوې دي هر څو که د دغې فاصلو په کمولو کښې د افغانستان د جنګ ځپلي اولس راتګ تر څه حده کردار لوبولے دے خو ولې بيا هم د وئيلي او ليکلي ژبې ،جامه پېزار ، خوراک څښاک توپېر په شدت سره محسوسېږي ـ د مثال په توګه د برې پښتونخوا ليکوالانو او پوهانو د ژبپوهنې او نورو علمي او فرهنګي کتابونو په خپرولو او خبر لوثۍ کښې د کوزې پښتونخوا نه زيات مزل کړے دے ـ په خصوصي توګه د برې پښتونخوا مېرمنې د ژبې، ادبياتو او خبرو اترو په چل او هنر کښې تر مونږ ډېرې وړاندې تلې دي ـ دغه رنګ په ميلمه پالنه کښې هم زمونږ نه ډېر مخکښې دي بله د يادونې وړ خبره لکه د پېښور په رنګ د کابل ښار د بازارونو بورډونه په نورو ژبو ليکلې شوي دي ،خو د پېښور ليکوالانو تر خپله وسه خپله جامه راټينګه کړې ده ـ په کابل کښې تقريباً بې د استاد اصف صميم صېب نه علاوه د نا معلومه وجوهاتو لامله کوټ پتلون د وضيفې په دوران کښې عام شوے دے ـ دغه شان هلته د چايو ،مرچکو او مصالو رواج نشته او دغه اثر مونږ د هندوستان نه اخستے دے دا او دغسې نور ډېر بدلونونه د کرښې دواړه اړخه ته جوت ليدے شي، هم دغه توپيرونه،يوشان والے د يو يونليکونکي زمه واري وي چې د خپلې تجربې مشاهدې له لارې په ادبي بڼه او منطقي ربط سره قلم ته وسپاري او ناخبره خلک د بل هيواد يا سيمې د موسم،جغرافې،تاريخ،کلتور او مذهب نه په بشپړه توګه خبر کړي ـ
په کوزه پښتونخوا کښې د ملګري ډاکټر نورالبصرامن د سفرنامې په ميدان کښې قدم ايښودل د پښتو ژبې او ادب لويه نيک مرغي ده ځکه چې په نزدو کښې د سفر نامو په ليکلو کښې کمے راغلے وو او دغه وچه چينه به په راروان وخت کښې د ډاکټر امن سره نوره هم رازنده شي ـ زما په خيال چې کله هم سفرنامې خپل تخليق کار ته په وړومبي ځل د خپل وجود برقرار ساتلو په حواله د تشويش اظهار کړے وي نو هغه به ورته ضرور وئيلي وي چې غم مه کوه داسې کس به د کرامن کاتيبينو په وار پيدا شي چې هر وخت به ئې سترګې څلور کړي وي د هر څه ريکارډ به خوندي ساتي خدائے به ورله دومره د زړه زور ورکړے وي چې غر په سمه به ګرځي، جغرافيه او حافظه به ئې تېزه وي، په تجربه او مشاهده کښې به سيال نۀ لري،د يارانو يار به وي په خوب خوراک اومونځ اودس به سمجوته نۀ کوي د دغه فرښته صفت انسان نوم به ډاکټر نورالبصر امن وي او لکه د خپل نوم به پرې دومره اثر شوے وي چې په تود ځائے به پښه نۀ ږدي د هر قسمه متنازعه مسئلو نۀ به په ډېر هنر ډ ډه کوي او ستا وجود به د هر قسمه شر او ګيلو نه په امان وي نو هم په دغه وخت به سفرنامې خپل اعتراض واپس اخستے وي او مطمئينه شوې به وي ـ ” له مردانه تر کوه کرانه” د ډاکټر امن د يونليکونو د سلسلې دوېمه کړۍ ده چې د نابغه خوشحال د کانفرنس په لړ کښې د مردانه تر کوه کرانه ټول د سترګو ليدلے حال په ادبي بڼه کښې په کوټلې انداز کښې تر لوستونکو لکه د يو کېمره مېن په څير ډېر په خوند رنګ وړاندي کړے دے زۀ پخپله په دغه سفر کښې شريک ووم ځکه نو په دغه ټولو حالاتو او واقعاتو ګواهي ورکوؤم چې دا ټول هرڅه د مبالغې نۀ پاک،او رښتونې دي او دا يونليک د فن په حواله تر ډېره حده کامياب او په زړه پورے دے او په راتلونکي کښې وخت کښې د ملګري ډاکټر امن نه طمع لرم،چې د سفرونو دغه قيمتي لمحې به هم دغسې د لوستونکيو له پاره په ديانتدارۍ سره خوندي کړې او د پښتو سفرنامو چينه به زنده وساتي ـ
په ډېره مينه
ډاکټر سمندريوسفزے
سپينه ماڼۍ سيرۍ ملاکنډ